افغانستان

د کورنیو چارو وزارت لوړ پوړی چارواکی له زورورې چاودنې روغ ووت

نن ټکی اسیا (شنبه،لیندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۳): نن ماخستن د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند سېمه کې د کورنیو چارو وزارت پر یوه لوړ پوړي چارواکي زوروره چاودنه وشوه.

د لومړنیو ورکول شویو مالوماتو سره سم، د چاودنې هدف د کورنیو چارو وزارت د ورزشي چارو مشر خوشحال سروري و، چې ویل کېږي، له چاودنې روغ وتلی دی.

همدارنګه د چاودنې د ډول او د پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزییات تر دم ګړیه په لاس کې نشته.

په چاودنه کې د نوموړي د یوه ساتونکي ټپي کېدا تایید شوې.

د کابل امنیتي چارواکو او طالبانو د پېښې په تړاو تر اوس مهاله رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې دا په نن ورځ او تېرو شپږو ساعتونو کې دوهمه زوروره چاودنه ده، چې په کابل ښار کې را منځته کېږي.

د نورو جزییاتو له پاره نن ټکی اسیا څارئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x