افغانستان

هلمند: د بهرني ځواکونو په بمبار ۱۴ عام وګړي شهیدان او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي

boy_killed_by_nato_airstrike_helmandنن ټکی آسیا: د هلمند ولایت مقام ویلي چي بهرني ځواکونو په هوايي بمبار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ ملکي کسان وژل شوي دي.

د هلمند د والي ویاند داود احمدي ویلي چي دغه پيښه تیره ورځ د نوزاد ولسوالۍ د سلام بازار په سیمه کې را منځته شوې.

د احمدي په وینا دغه برید د طالبانو له خوا د ډزو په جواب کي شوی وو، چي له امله يې د ایساف په بمباریو دوه کورونه په نښه سول، او ۵ نجوني، ۷ هلکان او دوه ښځي،

دوه نارینه ووژل شوه، او د ۳ ماشومانو، یوې ښځي په ګډون ۶ نور ټپیان شوه.

د هلمند ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې دغه پيښه په کلکه غندلې، او له ایساف څخه غوښتنه کړې، چي له دغه ډول بریدونو دي په کلکه ډډه وکړي.

په خبرپاڼي کې راغلي چي یو هیئت ټاکل شوی دی، چي ددغه برید په اړه څیړنه وکړي.

د سلام بازار اوسیدونکو خپل مړي او ټپیان د هلمند مرکز دلښکرګاه د بست روغتون راوړي دي.

د حاجي جانان په نوم د سیمي یو اوسیدونکي پژواک خبري اژانس ته ویلي چي ټپیان يې لښګرګاه ته ددې لپاره راوړي، چي چارواکو ته وښه يي چي دغه طالبان نه بلکي عام وګړي دي.

یو وژل شویو کسانو د کورنۍ څخه یو بل تن نور محمد ویلي چي وژل شوي او ټپیان ټول د دریو کورنیو غړي دي، او په برید کې ۱۴ وژل شوی لس نور ټپیان دي، چي ډیر يې ماشومان او ښځي دي.

دوی غوښتنه کړې چي ایساف دي له دغه کلي څخه خپل مرکز وباسي، ځکه چي د طالبانو له خوا په نښه کيږي، او بیا ایساف زمونږ کورونه د انتقام اخیستلو لپاره په نښه کوی.

په کابل کې د ایساف ځواکونو رسنیز دفتر د نوزاد ولسوالۍ عملیات تایید کړي، او زیاته کړې ده، چي په دغه اړه دوی تحقیقات روان کړی دي، او سیمي ته يې یو پلاوی لیږلی دی.

باید وویل شي چي تیره اونۍ د نورستان په دواب ولسوالۍ کې هم د ایساف ځواکونو په لسګونو عام وګړي او پولیس په بمباریو وژلي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x