د تخار دوالي ویاند د والي عبد الجبار تقوی د مړینی خبرونه نا سم بللی – اپډیټ
نن ټکی آسیا: د تخار والي چي د تخار د ولایت پر ودانۍ په برید نن ټپي شوی وو، په اړه يې دا سي خبرونه راغلي وه چي د سختو ټپونو له امله يې په روغتون کې ساه ورکړه، خو د والي ویاند فیض محمد توحیدي دا خبرونه ناسم بللي، او ویلي يي دي چي تقوی سخت ټپی دی، او د درملني لپاره کابل ته لیږل شوی دی.
ددې تر مخه د تخار د مرکز تالقان د روغتون یو تن ډاکټر چي نه يې غوښتل نوم څرګند کړي یو افغاني رسنۍ ته ویلي وه چي د تخار والي عبد الجبار تقوی نن له ماښام وروسته په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د ناټو چارواکو شپیګل رسنۍ ته ویلي چي په شمال کې د ناټو ځواکونو قوماندان سخت ټپی شوی دی، خو د مرګ څخه ژغورل شوی دی.