افغانستان

تخار: جنرال داود، مولانا شاه جهان مړه، دوالي او د الماني ځواکونو ستر جنرال په ګډون ګڼ شمیر ټپیان شوی

takhar_provincial_goveror_office_blastنن ټکی اسیا: د تخار په مرکز تالقان کې د طالبانو دنني برید له کبله په شمال کې د پامیر د درې سوه او دریم زون ۳۰۳ د پولیسو عمومي قوماندان جنرال محمد داود داود، د تخار امنیه قوماندان مولانا شاه جهان نوري، درې تنه الماني فوځیان او دوه تنه ساتونکي ووژل شوه.

د اسوشیتد پریس په وینا د بهرني ځواکونو ځینو سرچینو الماني رسنۍ (شپیګل) ته ویلي چي په افغانستان کې د الماني ځواکونو ستر جنرال

هم ټپی شوی دی.

د تخار ولایت د والي ویاند فیض محمد توحیدي ویلي چي په برید کې د تخار والي عبد الجبار تقوی هم د ځینو نورو امنیتي چارواکو په ګډون ټپی شوی، چي دا وخت په روغتون کې تر درملني لاندي دي.

ویل کیږي چي طالبانو دغه برید هغه مهال شروع کړ کله چي د ولایت په ماڼۍ کې د شمال زون یوه خورا مهمه امنیتي غونډه روانه وه.

یو دولتي مقام چي د نوم نه خپرولو غوښتنه يې کړې ویلي چي په برید کې تر ۳۰ زیاتو دولتي او امنیتي چارواکو ته مرګ ژوبله ورسیده.

د سیمي څخه یو تن عیني شاهد ویلی چي د ولایت د ودانۍ څخه تر سیمه ایز وخت شپږو بجو پوري هم ډزي اوریدل کیدلي، او د ولایت د ودانۍ په یوه برخه کې اور هم لګیدلی وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د برید مسؤولیت په غاړه اخیستی، او ویلي چي څو تنه طالبان نن مازیګر په سیمه ایز وخت څلور بجې د ولایت مقام ته ننوتل او هلته يې پر هغه امنیتي غونډه چي د ولایت په ودانۍ کې روانه وه، برید تر سره کړ، چي په ترڅ کې د شمال زون عمومي قوماندان جنرال داود داود، د تخار امنیه قوماندان مولانا شاه جهان نوري او یو شمیر نور چارواکي وژل شوي دي او زیات شمیر نور ټپیان دي.

جنرال محمد داود داود د طالبانو د حکومت پر ضد په شمالي ټلواله کې خورا تکړه او غښتلی قوماندان وو، او د طالبانو د حکومت د سقوط پر مهال د کندز او تخار د جګړی لومړۍ کرښه دده وه.

د طالبانو د سقوط وروسته جنرال داود په نوي حکومت کې پر څو مهمو دندو وګمارل شو، چي یوه دنده يې د کورنیو چارو وزارت د نشه يې توکو د مرستیال په توګه وه.

نومړی تیر کال ددغي دندي څخه لیري او په شمال کې د پولیسو د درې سوه او دریم پامیر زون د عمومي قوماندان په توګه وټاکل شو.

نومړي د مطبوعاتو سره ښه اړیکي درلودلې او په ټویټر کې خپل اکاونټ هم درلود چي په شمال کې به يې د عملیاتو او نورو پرمختګونو تازه معلومات خپرول، او تر وژل کیدو څو ساعته تر مخه يې نن په کندز کې یو مطبوعاتي غونډي ته په وینا کې وویل چي ډير ژر به په شمال زون کې د امید په نوم پراخ عملیات پیل شی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x