افغانستان

ایساف: پرون ورځ په افغانستان کې ۴ بهرني سرتیري ووژل شوه

NATOsoldierskilledinAfghanistanنن ټکی آسیا: بهرني ځواکونو خپل د دوو نورو سرتیرو د وژل کیدو خبر ورکړ.

په کابل کې د بهرني ځواکونو د رسنیز مرکز څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کي ویل شوي چی تیره د جمعې ورځ د افغانستان په جنوب کې د ماین چاودني له کبله د ایساف ۲ تنه عسکر ووژل شوه.

د یادوني وړ ده چي ایساف ددې تر مخه د یو بل عسکر چي په غیر جنګي پيښه کې وژل شوی وو،

او یو بل یې په مخامخ برید کي وژل شوی وو، هم خبر ورکړی وو، چي په دې توګه د پرون ورځي د وژل شوو عسکرو شمیر ۴ تنو ته ورسید.

ایساف د ټولو پيښي دقیق ځای او د عسکرو هویت د خپل سیاست له مخي نه دی څرګند کړی.

خو د وروستي خبرپاڼي په اړه د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلی چي تیره ورځ د هلمند د موسی کلا په ولسوالۍ کې د حاجي رشید اکا په کلي کې طالبانو د بهرني ځواکونو پر یوه عراده موټر ماین وچولو چي له امله يې ځینی بهرني عسکر مړه او ټپیان شوه.

باید وویل شي چي په روانه میلادي میاشت کې د هغو عسکرو شمیر چي ایساف يي وژل منلي تر ۴۳ پوري ورسید، او د بهرني یرغل د پيل څخه بیا تر اوسه ۲۴۸۴ ته ورسید.

خو باید په پام کي ونیول سي چي زیات شمیر شنونکي په دې اند دي، چي کیدای سی د بهرني ځواکونو د مرګونو شمیر تر دي په لسهاوو چنده زیات وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x