
هاکي: پاکستاني لوبډلې هندوستان ته ماتې ورکړه
نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۲۳مه ۱۳۹۳ل): په هند کې د هاکي لوبې نړیوال سیالۍ چمپینز ټرافي خپل وروستۍ پړاو ته رسیدلی. دغو لوبو نیمه پایلوبه کې پاکستاني لوبډله خپل پیاوړی سیال هندوستان ته ماتې ورکولو سره د دې سیالیو پایلوبې ته لار ومونده.
دغه لوبه کې پاکستاني لوبډلې د هندوستان کوربه لوبډلې ته ۴-۳ سره ماتې ورکړه.
پاکستاني لوبډلې لپاره ارسلان قادر ښه وځلید او غوره لوبه يي نندارې ته وړاندې کړه. د لوبې په پیل کې ارسلان قادر خپل لوبډلې لپاره په لومړۍ ګول وهلو بریالی شو. د لوبې وروستۍ ګول هم د ارسلان قادر له خوا ووهل شو.
ارسلان قادر په دوهم ګول وهلو د لوبې له پای ته رسیدو یوازې ۹۰ ثانیي مخکې بریالی شو او دغه لوبه يي د پاکستان په ګټه پای ته ورسوله.
د لوبې پیل کې هندوستان لومړۍ ګول وهلو سره له پاکستان څخه مخکې شو خو د هندوستان له ګول وهلو یوازې څلور دقیقې وروسته ارسلان قادر د پاکستان لپاره ګول وهلو سره لوبه برابره کړه.
محمد وقاص د لوبې په ۳۲مه دقیقه ګول وهلو سره پاکستاني لوبډله له هندوستان څخه مخکې کړه چې هندي لوبډلې درم ویر سنګ دغه لوبه بیرته ۲-۲ سره برابره کړه.
د لوبې په څلومه برخه کې دواړه لوبډلې یو یو ګول وهلو سره ۳-۳ سره مساوي شول چې د لوبې وروستیو شیبو کې د قادر ارسلان دوهم ګول پاکستاني لوبډله د دغې سیالیو پایلوبې ته ورسوله.