ورزش

هاکي: جرمني لوبډلې چمپینز ټرافي پایلوبې ته ووتله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۲۳مه ۱۳۹۳ل): المپیک لوبو کې د طلایي مډال ګټونکی جرمني خپل سیالې لوبډلې استرالیا ته د ۳-۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او چمپینز ترافي لوبو پایلوبې ته ووتل.

له دې مخکې جرمني هیواد پنځه ځلي دغه سیالیو اتلولي ګټلې چې دا ځل به پایلوبه کې له پاکستاني لوبډلې سره مخ کیږي کوم چې به دغه هیواد ته ستر خنډ نه ګڼل کیږي.

جرمني لوبډلې د لوبې په لومړۍ نیمايي کې ۳ پرله پسې ګولونو وهلو سره استرالیايي لوبډله له خڼډ سره مخ کړه خو وروسته استرالیايي لوبډلې وتوانید د لوبې په ۳۲ او ۴۲م دقیقو کې دوه ګوله ووهي.

له دې مخکې جرمني او استرالیا د المپیک په لوبو کې سره مخامخ شوي ول کوم کې چې جرمني لوبډلې استرالیا ته ۴-۲ ګولونو سره ماتې ورکړې وه.

نن به د پاکستان او جرمني لوبډلو تر منځ چمپینز ټرافي سیالیو پایلوبه تر سره کیږي.

له دې مخکې جرمني ۲۰۰۹ زیږیدیز کال کې د چمپینز ټرافي پایلوبه کې د کوربه هیواد استرالیا له خوا له ماتې سره مخ شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x