نظــر

هغه شیبې چې جاوید لودین د «پاکستان نوکر» وبللم/ عبد الکريم خُرم

عبدالکریم خُرم
ژباړه: سُکوت «پامیر»

نه مې غوښتل چې په دې اړه او دې ته ورته مسایلو باندې دومره زر څه ولیکم. خو د سي آي اې د شکنجو په اړه د امریکا د سنا د مجلس د راپور خپرېدو او د ولسمشر بارک اوباما له خوا یې غندنې دې ته وهڅولم چې قلم واخلم او دا خاطره ولیکم. د پولېنډ پخواني ولسمشر ویلي وو چې سي آی اې په پولېنډ کې هم پټ زندانونه درلودل او په هغو کې هم بندیان شکنجه کېدل. فکر کوم د واشنګټن د دې کړوړو پر خلاف د زیاتو غږونو له پورته کېدو سره به ډېر کسان دا جرئت وکړي چې د «تروریزم پر وړاندې جګړې» تر عنوان لاندې د وروستۍ یوې لسیزې دا وحشت او بربریت وغندي اما ډېرو لږو خلکو په هغه وخت کې دا جرئت کاوه، کوم وخت چې سپینۍ ماڼۍ دا جګړه د «د بدو او وحشي خلکو پر خلاف مقابله» بلله، چې ګواکې د دې په سبب د قربانیانو دفاع کیږي او هیڅ بېګناه به په دې کې ضرر نه ویني.

کله چې زه د ولسمشرۍ د دفتر د چارو سنبالوونکی وم له ډېرو خطرناکو او جنجالي دوسیو څخه یوه د بګرام زندان وه چې باید حل شوې وای. ولسمشر کرزي په تېرو کلونو کې هم پلاوي موظف کړي وو چې د بګرام زندان بررسي او د بندیانو د وضعیت په اړه راپور ورکړي. اما دا موضوع هغه وخت زیاته جدي ونیول شوه کله چې د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېټې رئیس استاد ګلرحمن قاضي بګرام ته لاړ او د سترګو لیدلي حال راپور یې ولسمشر ته ورکړ چې د کمیسیون په کلنۍ کې هم خپور شو. حامد کرزي د دې راپور په لوستلو تصمیم ونیو چې په هر قیمت کیږي باید دا بېګناه خلک له دې زندان څخه ازاد شي او د زندان کنټرول له امریکایانو څخه افغانانو ته انتقال شي.

زموږ د اټکل پر خلاف واشنګټن ته د امریکایانو تر کنټرول لاندې زندان او د بندیانو موضوع دومره ارزښت درلود چې تقریباً دوه کاله یې د افغانستان-امریکا پر اړیکو سیوری غوړولی ؤ. ولسمشر حامد کرزي له ما څو ځله دا پوښتنه وکړه چې دا زموږ د ملي حاکمیت او د وګړو د حقوقو مسأله ده اما امریکایانو ته ولې دا زندان دومره زیات ارزښت لري؟

له امریکایانو څخه د زندان د واک اخیستلو او د بېګناه خلکو د ازادولو په دې مجادله کې اوس یوازې دومره وایم چې هلته ولسمشر په مرګ تهدید شو او زه هغه ځای ته په لیږلو تهدید شوم چې هلته به ما «نارنجي جامې» اغوستې وي.

د همدې جنجالونو په ترڅ کې د ۲۰۱۲ز د مارچ اتمه شپه ټاکل شوې وه چې بارک اوباما له حامد کرزي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړي، چې د بحث وړ موضوعاتو څخه یوه یې د بګرام مسأله وه.

د ارګ ګلخانې ماڼۍ په یوه ځانګړې کوټه کې به معمولاً ویډیو کنفرانس ترسره کېده. د دې کار لپاره د کابل ماسختن چې د واشنګټن له سهار سره برابر وو غوره شو. موږ مجبور وو چې د شپې ډوډۍ په ګلخانه کې وخورو. د امریکا سفیر او د ناټو ځواکونو قوماندان هم په دې کنفرانس کې ګډون کولو، هغوی هم زموږ سره همدلته ډوډۍ وخوړه. له ډوډۍ خوړلو وروسته ولسمشر حامد کرزي د خپلو چایو ګیلاس واخیست او وې ویل چې زه مې پاس دفتر ته ځم، پنځلس دقیقې چې کنفرانس ته پاتې دي زه به مې دفتر کې یم. موږ څو تنه یعنې زه، جاوید لودین، د امریکا سفیر راین کراکر، د ناټو قوماندان جنرال الن، د ولسمشر ویاند ایمل فیضي او دوه تنه نور د میز چاپیر منتظر شوو.

په همدې جریان کې تیت او پرک خبرو دوام درلود. په یوه موقع کې جنرال الن جاوید لودین ته مخ کړ او ویې ویل: « موږ هڅه کوو چې د بګرام زندان پر سر جنجال کم کړو خو ستاسې ځینې مسوولین غیر مسوولانه خبرې کوي، چې د دې وضعیت د لا خرابۍ لامل ګرځي». د جنرال الن د خبرو پر مقصد باندې جاوید لودین ورسید، داسې چې ګواکې دوی مخکې هم په دې موضوع خبرې سره کړې وي. لودین وویل:
« زه تاسو درک کوم، هغه د دولت د رسنیو د مرکز کارکوونکی دی او داسې تصمیم نیول شوی چې هغه به نور په دې اړه خبرې نه کوي.»

یوه ورځ مخکې او تېره شپه د دولت د رسنیو د مرکز مرستیال صفت الله صافي د بګرام زندان او افغانانو ته د واک سپارلو او د ولسمشر حامدکرزي د ټينګار په اړه په دوو بېلو بحثونو کې په یوه راډیو او یوه تلویزون کې ګډون کړی وو او د ولسمشر له دریځ څخه یې دفاع کړې وه. د جنرال الن او جاوید لودین اشاره ظاهراً همدې بحثونو ته وه. په هغې بحثونو کې د مرکز د رسنیو له مرستیال څخه د دې سوال په ځواب چې، افغان حکومت ته ولې باید بندیان وسپارل شی په داسې حال کې چې له کندهار زندان څخه په ډله‌ییزه توګه بندیان تښتي او له دې هم مهم دا چې د افغانانو په زندانونو کې بندیان شکنجه کیږي. نو ځکه باید بندیان په بګرام کې او د امریکایانو تر کنټرول لاندې پاتې شي. صافي ویلي وو چې ستاسو دا استدلال سم نه دی ځکه چې د امریکایانو تر سرپرستۍ لاندې د بګرام زندان څخه څو ورځې مخکې د القاعده پنځه تنه بندیان وتښتېدل او بل دا چې د عراق د ابوغریب زندان تصویرونو او د بګرام زندان په اړه راپورونو وښودله چې امریکایان له نورو څخه بدتره بندیان شکنجه کوي.

د صفت الله صافي دې استدلال جنرال الن په غوسه کړی وو او جاوید لودین هغه ته ډاډ ورکاوه چې نور به څوک د دې جرئت ونکړي چې دا ډول خبرې وکړي.

ما جاوید لودین ته چې هغه وخت د بهرنیو چارو سیاسي معین ؤ وویل:« منظور دې صفت الله صافی دی؟»
ویې ویل: « هو». ومې ویل هغه یو ژورنالیست دی، د دولت د رسنیو مسوولیت لري او له ټولو مهمه داچې د هېواد د ولسمشر له دریځ څخه یې ننګه کړې. وروسته له دې زموږ ډیالوګ داسې دوام وکړ:
هغه وویل: …یې خوړلي چې ژورنالیست دی، پر پلار دې یې لعنت وي، نور حق نه لري چې داسې خبرې وکړي.
ما وویل: هغه د خپل وطن له ملي حاکمیت څخه دفاع کړې، د ولسمشر له دريځ یې دفاع کړې، ستا پر پلار دې لعنت وي او ستا د پلار پر پلار دې لعنت وي.

هغه وویل: ما تر اوسه څه نه درته ویل احترام مې دې کولو، ستا پر پلار دې لعنت وي، داسې فکر ونه کړې چې ما به ارګ ته له راتلو منع کړای شې.

په ځواب کې مې یې وویل: ته خاین او هېوادپلوره د خپلو بادارانو په منځ کې دا خبرې کوې او د افغانانو حقوق تر پښو لاندې کوې.

ځواب یې راکړ: ته د پاکستان نوکر یې او هغوی ته کار کوې.

زموږ غږونه لوړ شول، د امریکې سفیر راین کراکر او جنرال الن په بیړه له کوټې ووتل او د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رئیس په وارخطایۍ کوټې ته راننوت.

څو ورځې وروسته یو ژورنالیست چې له یوې بهرنۍ رسنۍ سره کار کوي زما د سکرټریت له لوري احوال راکړ چې زه خبر شوی یم چې تا او جاوید لودین لفظي شخړه کړې او هغه تاته د پاکستان د نوکر خطاب کړی، ستاسو نظر په دې اړه غواړم، ما له نظر ورکولو څخه ډډه وکړه. وروسته دغه موضوع په یو اړخیز ډول رسنیو ته ننوته او وویل شول چې ما جاوید لودین ته ویلي چې ته د امریکا نوکر یې او هغه ماته د پاکستان نوکر ویلی دی.

څو کارپوهانو او سیاستمدارانو په دې موضوع کې نظر ورکړ او د ژبې تېره څوکه یې زما پر لوري وه.

ما د خپلو خلکو له حقونو دفاع کړې، ما د خپل دولت له خپلواکۍ او حاکمیت څخه دفاع کړې او بالاخره ما د خلکو په رایه ټاکل شوي ولسمشر له دریځ څخه دفاع کړې وه او که د نظر مخالف یې وای له حکومت څخه مې یې استعفا ورکوله.

زه په دې هم پوهیدم چې څوک د نني عصر د استکبار او استعمار پر وړاندې ودریږي یا لیونۍ بلل کیږي، یا خاین، جاسوس، اما تاریخ بل ډول قضاوت کوي.

اوس چې د امریکې سنا د سي آی اې د شکنجو او ظلمونو له ښکاره او پټو زندانونو څخه پرده پورته کړه او له شپږو زرو پاڼو څخه یې یوازې پنځه سوه پاڼې د خلکو لاسونو ته ورسېدې. شاید ساده ذهنونه هم دې نتیجې ته رسیدلي وي چې د بهرنیو زندانونو پر وړاندې خاموشي خیانت ؤ، په دوه دلایلو:

لومړی دا چې زموږ ملي حاکمیت تر پښو لاندې شو بل دا چې د دې بندیانو اکثره یې بېګناه وو چې بشري حقونه یې د زمانې د سرزوره ابر قدرت له خوا تر پښو لاندې شوي وو.

له «ژمن» څخه په مننه 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ساپي

درنولوستونكوسلامونه . دښاغلي خرم صيب گيله دلودين څخه په ځاي ده اودخرم صيب سپكاوي يي كړي دي بايد بخښنه تروغواړي ځكه خرم صيب ترلودين څوبرابره پنډ دي لودين خپل ځان دلوي زبرځواك نوكربولي اوهغه خواركې ته دهغه دپنډوالي سربيره دكوچني مملكت نوكرئ مقام وركوي چي دادخرم صيب دتني،ديرغلگروپه نوكرئ كي صداقت اودهغودټولوجناياتوچي زمونږپه مظلوم ملت يي رواء گڼلي همغږي اوتوافق چي دا دانصاف څخه ليري ده چي دهغه نوكري په لوړه كچه ده پس لآاقل دكاناډا،استراليا اويايي پخپل خواكي دامريكاپه دوهمه درجه نوكرئ كي حساب كړي واي نوبياكولاي شول چي دخرم صيب نه معذرت وغواړي مگراوس لودين هيڅ دبخښولونه دي… نور لوستل »

غوربندي

د برغنډ صیب په حق کې رښتیا هم لودین زیاتی کړی ده دا د ### جیوال صیب باید له هغو زندانیانو پوښتنه وکړي چې د خاد جهنمي ریاستونو کې یې شپې تیرې کړې دي او بیا یې باګرام او پلچرخي هم لیدلي دي. بی خبره له دی چی کورني لاسپوڅي په ظلم و ستم کې تر اشغالګرانو ډیر کافران دي کرزي چی هغه وخت دا کوششونه روان کړي وو هدف یې د طالبانو په وړاندې د فشار د الی په توګه د زندانونو په خپل واک کې راوستل او د زندانیانو لا کړول او شهیدانول وو، دا دقیقا هغه وخت… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x