افغانستان

ننګرهار: په بهسودو کې چاودنې شپږ زده کوونکي ټپیان کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): نن سهار شاوخوا شپږنیمي بجې د ننګرهار په بهسودو ولسوالي کې یوې چاودنې شپږ زده کوونکي ټپیان کړل.

د ننګرهار د والي ویاند وايي چې چاودنه وايي چې چاودنه د یو ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.

احمد ضیا عبدالزی وايي چې دغه ماین تېره شپه په ښوونځي کې ځای پر ځای شوی و، چې نن سهار په زده کوونکو ور وچاودید.

د ننګرهار د مرکزي روغتون مسوولین هم وايي چې دوی ته له پېښې نه شپږ تنه ټپیان ور وړل شوي دي.

د ننګرهار د ملکي روغتون مشر ډاکټر همایون زهیر وايي چې د ټپیانو حالت د اندېښنې وړ نه دی.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x