نړۍ

امریکا: د تورپوستو لاريونونه؛ امریکا د توکمپالنې د اور په څو قدمۍ کې – تاریخي شالید

نن ټکی اسیا (يکشنبه،لیندۍ ۲۳مه، ۱۳۹۳): د امريکا پلازمېنه واشنګټن او نورو سترو ښارونو کې زرګونو تورپوستانو دوی سره د توکميز چلند او د پوليسو له لوري د تورپوستانو د وژلو په غبرګون کې مظاهرې او لاريونونه پيل کړي دي.

په دې وروستيو کې امريکايي پوليسو بې ګناه تورپوستي وژلي او د خلکو غبرګونونه يې راپارولي او د سختې يخنۍ او سړې هوا سربېره هم زرګونه خلک لارو او واټونو ته راوتي او تورپوستانو سره د توکميز چلند پر ضد نارې او شعارونه ورکوي.

مارش کوونکو ځانونه سره لوحې او شعارونه راخيستي او پرې ليکلي يې دي، «د توکميز چلند له امله اسمان ژاړي» «زه دې هېواد کې د ساه اخيستو توان نه لرم» «توکمپالنه مرض دی او حل يې ولسي انقلاب دی» «دلته خلک موږ سره زموږ د تور رنګ له امله ناوړه چلند کيږي» «پوليس به

بل وار ما وژني» او داسې نور شعارونه او نارې ليکل شوې دي.

washington-demo888-400x280

په دې وروستيو کې ۱۷ کلن تورپوستی مايک براون فرګوسن ښار کې، ۴۳ کلن سالا ګارنس واشنګټن کې او ۱۲ کلن تامير رايس کليفلانډ اوهايو کې پوليسو وژلي وه او محکمې د دغو تورپوستانو قاتلينو ته براءت ورکړی و، چې له امله يې د امريکا په لر و بر کې تورپوستانو سره د توکميز چلند پر ضد لاريونونه او مظاهرې پيل شوي دي.

موږ مه وژنئ او موږ ساه نه شو اخيستی شعاورنه
موږ مه وژنئ او موږ ساه نه شو اخيستی شعاورنه

د يادو تورپوستانو قاتلينو پوليسو ته د براءت ورکولو په غبرګون کې د فرګوس او پلازمېنې واشنګټن په ګډون د امريکا شاوخوا اتيا ښارونو کې تورپوستانو له يوې مياشتې د پوليسو او محکمې پر ضد لارو او واټونو کې مارشونه پيل کړي او دغه لاريونونه اوس په تاوتريخوالي اوښتي او ګڼو کسانو او عامه املاکو ته په کې زيانونه اوښتي، مګر واشنګټن کې اوسنی مارش تر اوسه سوله ييز روان دی.

د واشنګټن په ګډون، نيويارياک، بوسټن، کليفورنيا او ګڼو نورو ښارونو کې اوس هم د پوليسو پر ضد او د وژل شوو تورپوستانو په ملاتړ مارشونه روان دي.
د مظاهرې يو مشر ويناوال او مذهبي مشر ال شارپټن په خپلې وينا کې وويل، چې دا لاريونونه او مارشونه د سپين پوستانو پر ضد نه دي، بلکې ګرد هېواد د ټولو اتباعو د يو شان حقونو د غوښتلو په موخه راوتي دي.

بارک اوباما د امريکا لومړی تورپوستی ولسمشر دی، چې د تور پوستانو د مظاهرو او لاريونونه له امله انديښمن دی او وايي، چې دی د محکمې پرېکړې ته درناوی لري، مګر د خلکو غوسې او غبرګونونه ته يې هم پام دی.

د پېښو څارونکي وايي، داسې ښکاري، چې امريکا کې د سپين پوستو او تورپوستانو تر منځ يو ځل بيا د توکمپالنې لمبې په تازه کېدو دي او که امريکايي چارواکو پر دغه اور ژر تر ژره اوبه وانه چولې، نو نړۍ ته د زغم او صبر درس ورکوونکی هېواد به يو ځل بيا د اوږدې مودې لپاره د توکمپالنې په اور کې لولپه شي.

امريکا کې د تورپوستو او سپين پوستانو د جګړو تاريخي شاليد

د تورپوستو او سپين پوستو امريکايانو تر منځ د توکمپالنې او تاوتريخوالي لړۍ ان لسګونو کلونه پخوا پيل شوې ده.

دغه جګړه د لومړي ځل لپاره ۱۹۶۵م کال د اګست په مياشت کې پيل شوه.
هغه مهال د لاس اينجلس ايالت ووټز ښار کې پوليسو د تفتيش پر مهال يو تورپوستی ځوان مارکتي فرای بندي کړ او له هغې وروسته يې د نوموړي کورنۍ سره شخړې رامنځته شوې او له هماغه ځايه د ووټز بې وزله تورپوستو اوسيدونکو سرکشي پيل کړه او د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره لارو او کوڅو ته راووتل.

ووټز کې شپږ کاله پرله پسې د سپين پوستو او تورپوستو لږه‌کيو ترمنځ جګړې روانې وې، چې له امله يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او شاوخوا څلور زره يې بنديان شول او امريکا ته هغه مهال له څلوښت ميليونه ډالرو زيات مالي زيان وواښت چې بالاخره امنيتي ځواکونو دغه سيمه کې پر ګرځيدو بنديز ولګاو او دغه جګړه يې غلې کړه.

ورپسې راتلونکي ۱۹۶۶م کال د نيوجرسي نيوآرک ښار کې د جولايي مياشت له ۱۲-۱۷ تاريخه يو ځل بيا دوو سپين پوستو پوليسو او يو تور پوستي موټر چلوونکي تر منځ شخړه وشوه او د نيوآرک ښار کې يو ځل بيا د اور لمبې پورته شوې او د پنځو ورځو په ترڅ کې ۲۶ تنه ووژل شول او ۱۵۰۰ ټپيان شول.

۱۹۶۷ د جولايي ۲۳-۲۸ ډيټرويټ ښار کې يو ځل بيا هغه مهال تورپوستان قيام وکړ، چې سپين پوستي پوليس د دوی سيمې ته ورغلل او د تورپوستانو او پوليسو تر منځ اخ و ډب کې لږ تر لږه ۴۳تنه ووژل شول او شاوخوا ۲۰۰۰ نور ټپيان شول او دغه جګړه د امريکا نورو ايالتونو ايليوني، شمالي کارولاينا، ټينسيسي، او ماريلانډا ته هم وغځيده.

د ۱۹۶۷م کال په ترڅ کې د امرکا ۱۲۸ ويشت ښارونو کې د سپين پوستو او تورپوستانو تر منځ شخړو او جګړو کې لږ تر لږه ۸۳ تنه ووژل شول.
۱۹۶۸ اپريل۴-۱۱مې نېټې يو ځل بيا هغه مهال د تور پوستو او سپين پوستو تر منځ خونړۍ نښتې پيل شوې، چې د تور پوستو مذهبي او سياسي لارښود مارټن لوتر کينګ د ياد کال د اپريل په ۴ نيټه ترور شو.

د مارټن لوټر کينګ د وژنې په غبرګون کې يو ځل بيا تور پوستانو ۱۲۵ ښارونو کې قيام وکړ د يوې اوونۍ په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۶ تنه ووژل شول او ۲۶۰۰ تنه ټپيان شول.

د امريکا پلازمېنه واشنګټن کې، چې دوه چند اوسيدونکي يې تورپوستان دي، د خلکو کورونو او مارکيټونو ته اورونه واچول او تاوتريخوالی د سپينې ماڼۍ پنځه سوه مترۍ ته ورسيد او د امريکا د هغه مهال ولسمشر لينډون جانسن هوايي او ځمکني ځواک ته امر وکړ، چې شخړې او تاوتريخوالی ختم کړي.

۱۹۸۰م د جولايي۱۷-۲۰مې نېټې د ميامي ليبرټي ښار کې د توکمپالنې له امله درې ورځې پرله‌پسې نښتو کې لږ تر لږه اتلس تنه ووژل شول او له څلور سوو زيات ټپيان شول.

د يادې جګړې لامل دا ښوول شوی، چې پوليسو له سرې اشارې تېرېدونکی تور پوستی امريکايي موټرسايکل چلوونکی په وهلو ډبلو وژلی و.
۱۹۹۲ د اپريل ۳۰مه: لاس انجلس ايالت کې تور پوستانو يو ځل بيا هغه مهال قيام وکړ، چې محکمې څلور سپين پوستې پوليس له بنده ازاد کړل. دغو پوليسو د ۱۹۹۱م کال مارچ مياشت کې يو تور پوستی موټر چلوونکی وژلی و، له امله يې لانجلس ايالت کې لانجې او شخړې رامنځته شوې او د دغو لانجو او شخړو لوګي نورو ايالتونو، لکه سانفرانسيسکو، لاسفيګاس، اټلانټا، او نيويارک ته وغځيدل.

دغه جګړه کې ۵۶ تنه وژل شوي وه او ۲۳۲۸ ټپيان شوي وو.

۲۰۰۱م کال د اپريل نهمه، سينسياتي اوهايو: يو سپين پوستي پوليس د تيموتاوس په نوم يو ۱۹کلن تورپوستی ځوان وواژه او دغې وژنې د تور پوستانو غبرګونونه راوپارول. دغه جګړه کې شاواخوا اويا تنه ټپيان شول او هغه مهال چارواکو سيمه کې بېړنی حالت اعلان کړ او پر ګرځيدو يې بنديز ولګاو.

۲۰۱۴م کال د اګست ۹-۱۹ فرګوسن- ميسوري ايالت: يو بل سپين پوستي پوستي پوليس اتلس کلن تور پوستی مايک براون وواژه او دغه قتل د تور پوستو غبرګون راوپاراوه او لس ورځې د امنيتي ځواکونو او تورپوستانو تر منځ اخ و ډب روان و، چې بالاخره خلکو ته د محکمې له خوا ډاډ ورکړای شو، چې محکمه به دوی سره انصاف کوي.

د تېر نومبر په ۲۴مه يو ځل بيا د مايک براون کورنۍ او نورو تور پوستانو لاريونونه او مظاهرې پيل کړې، د خلکو کورونو او موټرو ته يې اورونه ورته کړل، د پوليسو او مظاهره‌چيانو تر منځ اخ و ډب کې لسګونو کسان وژل شوي او د تاوتريخوالي دغه لړۍ د امريکا شاوخوا اتيا ښارونو ته وغځيده او لا هم روانه ده.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د مايک براون کورنۍ ته ډاډ ورکړی، چې دی به په خپله د دوی کور ته ورځي، خبره به يې اوري او د مايک براون له کورنۍ يې غوښتي، چې سوله ييز لاريونونه دې وکړي او له تاوتريخوالي دې لاس واخلي.

له تېرو لسو ورځو د امريکا لسګونو ښارونو کې د سپين پوستانو او محکمې پر ضد لاريونونه او مظاهرې روانې دي او ورځ تر بلې لا هم زور اخلي.
د کارپوهانو په اند که امريکايي چارواکي ژر تر ژره د مايک براون د کورنۍ غږ وانه‌وري، نو امريکا به يو ځل بيا د تور پوستو او سپين پوستو تر منځ د اوږدې مودې لپاره د کورنۍ جګړې ښکار شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x