ټکنالوژي

د نړۍ تر ټولو نری سمارټ فون

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۲۳مه ۱۳۹۳ل): سمارټ فون تولیدونکي کمپنیو تر منځ د نړۍ تر ټولو نری سمارټ فون جوړولو رقابت ډیر زور اخیستی.

کوم سمارټ فون چې تاسې په تصویر کې ګورئ د ایکس ۵ مکس (X5Max) په نوم نومول شوي چې یوازې ۴.۷۵ ملي میتره پنډوالی لري او د (Vivo) کمپنۍ نوی وړاندې شوی محصول دی.

له دې مخکې د نری سمارټ فون جوړولو تر ټولو سخت رقابت د ایلف ایس ۵.۱ (Elife 5.1) د (Gionee) کمپنۍ محصول چې ۵.۵ ملي متره پنډوالی لري او ار ۵ (R5) د (Oppo) کمپنۍ محصول تر منځ و.

ایکس ۵ مکس سمارټ فون ۵.۵ انچه ډسپلې لرلو سره ۱۰۸۰ ریزولوشن لري. د دغې سمارټ فون مخکینۍ کامره ۵ او شاتنۍ کامره ۱۳ میګا پکسله ده. دغه سمارټ فون کې د ایفون په څیر المونیم کارول شوی.

دغه سمارټ فون کې دوه سیم کارت کارول کیدی شي چې ۲ ګیګابایټ رېم او ۱۶ ګیګا بایټ فایل ثبتولو وړتیا لري.

په دې سمارټ فون کې ۲۰۰۰ ملي امپیر باطری کارول شوی چې ډیر چټک چارج او یو ورځ چارج ساتلو وړتیا لري.

د دې سمارټ فون بیه ۴۹۵ ډالره ټاکل شوې او تیره ورځ د چین په بازارونو کې کاروونکو ته وړاندې شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حقاني

دي ظالمو کمپنیو مونږ دکاره ویستو
هغه ځکه چي کله راته یو سیټ وړاندي کړي کله بل
ګلکسی ۴ پورته وګوره ګلکسی ۵ او او ګلکسی نوټ ۳او ۴ څه ناشنا موبایلونه دي چی هرڅومره یی واړوي خو ګلکسی نه ښه کمپني نشته

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x