نظــر

مدني ټولنې، د ښکېلاک ژبې

حسن بشردوست

د امریکا له یرغل سره په ارګ کې د ریبوټونو نصب پر نورو غضبونو سربېره افغاني ټولنې ته د مدنیت تر شعار لاندې د مدني فعالانو په نامه یو بل ناسور هم راووړ، کېدای شي چې دا مدني حرکتونه او د مدنیت په نامه د ټولنو رامنځته کېدل په غربي ټولنو کې ځکه مؤثرې وي، چې هغوی د راټولېدو لپاره کومه بله وسیله نه لري. هغوی هڅه کوي چې خپل ځوانان تر یوبل نوم لاندې راټول او خپلې ګټې پرې خوندي کړي. زموږ په هېواد کې چې روڼ قرآني نظام مو درلود، د داسې ټولنو د رامنځته کولو هیڅ اړتیا نه وه، ځکه چې په غرب کې دا حرکتونه کوم کارونه کوي، نو دلته به خیریه ټولنو بې له کوم نومه دغه فعالیتونه ترسره کول.

د جمهوریت لارویانو زموږ په بې زغمه ټولنه کې د دې ټولنو له رامنځ ته کېدو نه ځکه پراخ ملاتړ وکړ، چې هم پرې خپلې کلتوري ګټې خوندي کړي، هم پرې پرېمانه تبلیغات وکړي، ځکه خو مدني فعالان په پټو سترګو د ملت د ملاتړ پر ځای د ملت د قاتلینو«حکومت» ملاتړي دي. د دې ټولنو لومړی کار او د دوی په نظر غټه توره داده چې د بلې مقابلې مدني ټولنې مخالف واوسو، ځکه چې هغه بیا تر دوی وړاندې د حکومتي چارواکو جېبونه لوټي او د دوی ګټې له خطر سره مخ کېږي، ځکه خو باید هره مدني ټولنه د کوم والي، قومندان یا وکیل لمن ونیسي، چې هم خپله پرې وپایي او هم هغه ولوټي.

په کابل کې چې د مدني ټولنو کارونه څرک نه لري، خو نومونه يې پرېمانه دي، په دې ټولنو کې هڅه کېږي چې د ادب، هنر او تاریخ تر عنوان لاندې په غونډو کې نویو ځوانان او ځوانېدونکي نسل ته د کلتوري غلامۍ تر څنګ د فکري غلامۍ مستحکمه کړۍ ور په غاړه کړي. په دې ټولنو کې د «بشریت دوستي» هغه شعار دی چې ډېری نوي ځوانان پرې غولول کېږي. د مدني ټولنو د ځان د مطرح کولو لپاره یو دا شفر لري، چې دوی پخپلو کې تر ټولو لوی فکري اوښتی د استاد ـ محترم ـ دروند ـ او نورو نومونو یادوي، دوی لومړی د خپلو تبلیغاتو له لارې هڅه کوي چې دا استاد، محترم، دروند دومره مشهور کړي، چې بیا يې نوي نسل ته د خبرې نه منل ګناه ښکاري. دوی له همدې لارې غواړي چې خپل ځان مطرح کړي او ولس د ګمراهۍ کندې ته ور ټېل وهي.

دغه مدني ټولنې د بشریت دوستۍ شعار ګرځوي او لوی کار يې دا وي، چې له همدې شعار نه په ګټې غواړي په مطلق ډول جګړه وغندي، وینه تویونه بده وګڼي، خو هغه هم یو طرفه، دوی ځانونه بې طرفه بولي او وايي چې ملت ته کار کوي، خو که په اوسنۍ جګړه کې فرضاً په یوه ورځ د سلو طالبانو د وژلو خبره کېږي نو دوی هیڅ د یادولو هم نه بولي، خوکه بیا د جګړې د بل لوري له خوا په یوه ورځ لس عسکر ووژل شي نو په خپلو غونډو کې څو ورځې دا شعارونه ورکوي، چې جګړه ناروا ده او انسان باید ونه وژل شي. دوی په مطلق ډول طالب نه د افغانستان اوسېدونکی او نه هم آن انسان بولي، دوی که څه هم پخپلو منځو کې پوره سره خلاف دي، خو د اسلامي ارزښتونو او د جهادي حرکتونو په وړاندې په یوه خوله مخالف دي، د دوی مخالفت د کوم عقیدې او باور له مخې نه دي، بلکې دوی د خپلوګټو او خوندونو له منځه وړونکي دملت دښمنان بولي. دوی وايی چې که هر اسلامي حرکت واک ته ورسېږي، نو نه به په غونډو کې د چرسو لوګي وي، نه به د غونډې په هر کونج کې د نجلۍ دورو کښېکاږل وي او نه به هم د بچه بازۍ داسې پراخه زمینه برابره وي.

طالبانو ډېر ناوخته د پوچو او فحش تبلیغاتو دې فعالانو ته ګوت څنډنه وکړه، خو بیا يې هم ښه وکړل، د فرانسې په کلتوري نندارې يې برید یو کاري غشی و، چې ډېر پر ځای ولګید. پر دې تمه چې د اسلامي فکر د تبلیغ ارمانجن د ادیب، استاد او نورو په نومونو په چا تېر نه وځي، بلکې په اوسنیو غونډو کې د استاد یادول مانا داده چې دا شخص تر هرې بې لارۍ په نورو کې وړاندې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x