افغانستان

د هیواد په جنوب کې د بهرنیانو یو سرتیري ووژل شو

a_woundedsoldier_inMarjah_districtنن ټکی آسیا: ایساف اعلان وکړی چي په جنوب کې یو تن عسکر وژل شوی.

په کابل کې د ایساف رسنیز مرکز په یوه اعلامیه کې وویل چي ددوی یو تن سرتیری د هیواد په جنوب کې وژل شوی، ایساف دا هم ویلي چي دغه عسکر ددوی په اصطلاح د مخالفینو په برید کي وژل شوی.

ایساف د خپلي پالیسي له مخي نه غواړي چي د وژل شوو عسکرو هویت څرګند کړي،

او نه يې د پيښي دقیق ځای په نښه کړی.

خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چي نن سهار طالبانو د هلمند ولایت د ګریشک په ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو سره جګړه وکړه، او د مرګ ژوبلي په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

باید وویل شي چي تیره ورځ د بهرنیانو لپاره په افغانستان کې تر ټولو خونړی ورځ وه، ځکه چي اته تنه امریکايي سرتیري یوازي د کندهار په ولایت کې او یو بل د پکتیکا په ولایت کې ووژل شو، او په دغه سربیره يې یوه جنګي چورلکه هم په زرمت کې را وغورځیده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x