نظــر

افغانستان د مرضي غوښتنو قرباني

نعمت الله اسحق‌زی

د ټولنپوهنې له مخې هر ټولنیز جوړښت ځانته د قوت او کمزورتیا برخي لري. ټولنیز جوړښت کې نظم او د پکې میشتو وګړو لپاره امنیت او هوساینه لازمي اړتیا ده. ټولنیزه اجماع هم د همدې موخې لپاره جوړه شوې، تر څو موجوده نظم له منځه لاړ نه شي.

سره له تاریخي هڅو بیا هم انساني ټولنې له بې نظمۍ خوندي نه دي پاتې شوي.

د نړیوالو جګړو نه بیا د سیاسي، اقتصادي او اتومي جګړو پورې تل په بشري ټولنه کې بې نظمي په ځانګړې توګه نا امني لا هم د انسانانو امنیت او ارامښت له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

د ګواښونو پر وړاندې په ملي او نړیواله کچه ګڼ مخنیوونکي سازمانونه فعالیتونه کوي تر څو بشري ژوند د سوکالۍ په لور بدرګه کړي او د جنګ او ناامنيو لمنه ټوله کړي.

پوښتنه دا ده چي ولې تر اوسه بشري ټولنه د جنګ او تاوتریخوالي قرباني ده؟
ځواب يې شاید ساده نه وي؛ مګر هغه څه چې تر اوسه له ګڼو فلسفي نظریاتو څخه اخیستل شوي، هغه دا ده چې جنګ نه ختمیدونکې پدیده ده.

تر څو چي انساني ټولنه وي تر څنګ به يې خپلمنځي شخړې هم روانې وي.
د دوی په باور د هر تاوتریخوالي او جګړې تر شا انساني غوښتنې نغښتي دي، تر څو چي جنګ پلوه لوري خپل هدف او ګټو ته نه وي رسیدلي جګړه به خامخا روانه وي.

افغانستان (افغان ملت) هم یو له هغو بشري ټولنو له ډلې څخه ده، چي کلونه کیږي د دغه انساني غریزې قرباني دی.
جګړې دومره دوام وکړ، چې اوسنی نسل داسې فکر کوي چي انساني ژوند يعنې (تاوتریخوالی) حتا په مواردو کې که چیرې د امنیت د تعریف په هکله وپوښتل شی، شاید امنیت او تاوتریخوالی د مترادفو کلماتو په توګه وګڼي.
افغانان تل د دین اواعتقادي باورنو په پلمه د شرق او غرب سیاسي او اقتصادي غوښتونکي ښکیلاک له لوري جنګول شوي او لا هم دغه لړۍ دوام لري.

پر افغانانو دغه تپل شوې جګړه شاید مختلف لاملونه ولري، اما هغه څه چې د استعماري، سیاسی او اقتصادي قدرتونو لپاره د خپلې واکمنۍ د دوام په ګټه دي او هغوی ته دا چانس ورکوي، چې خپل حضور تلپاتې کړي، هغه د افغانانو د کمزورتیا او د قوت برخې په نښه کول دي.

سره له دې، چې افغانان په سیمه کي د امپراطورۍ او شاهانه قدرت په توګه لوی تمدني تاریخ لري او تل يې د سیمې او نړۍ سیاسی، اقتصادي او فرهنګي اوښتون کي مهمه ونډه درلودلې، مګر اوس د جګړې او تاوتریخوالي قربانيان دي او داسی قرباني چي رغیدل يې ستونزمن کار دی.

یو له هغو هیلو څخه، چي کیداشی، افغانستان د رغیدلو موخې ته ورسوي او تل د افغانانو د ویاړ قوت برخه ګنل شوې ده، هغه د افغانانو یو موټي کیدل دي.

هر افغان پر دې باور دی، چي په افغانستان کي د مېشتو توکمونو لپاره راټولیدل ضرور دي.
شاید په هغو هیوادونو کې، چې د جګړې او تاوتریخوالي تجربې لري او یا هم له دغه حالت څخه د خلاصون په وضعیت کې قرار لري، د ثبات او یو موټي کیدو لپاره سیاسي او اقتصادي طرحې لومړیتوبونه ولري، اما افغانستان کې تاریخي تجربې ښيي، چي افغان ملت تر ډېره بریده د ملي یووالي د نشتون به پرخه کې هر څه له لاسه ورکړي دي.

هر کله چې دښمن د کوم ناوړه هدف د ترسره کیدو هڅه کړې، لومړی ګام يې دا و چي د نفاق ناروغۍ پر افغاني چاپیریال خپره کړي.

دښمن هم د افغانان و تاریخي قوت (ملي یووالي) ته په کتو هڅه کړې تر څو، د افغانانو د قوت دغه برخې باندي خپل فشار متمرکز کړي او له دغې لارې خپلې موخې عملي کړي.
په تیرو۱۳کلونو کي د دښمن یو شمیر غرضي او مرضي هڅې هم ولیدل شوې.
د ملي مصطلحاتو د له منځه وړلو نه شروع، د افغانستان تجزیه او په دې وروستیو کې بیا د بریښنايي تذکرو څخه د افغانیت او اسلامیت کلمو وېستل هغه طرحې وې، چې دښمن يې د عملي کلو هڅې کوي.
تاریخ ښوولې، چي افغان مشرانو هم دغې مسئلي ته ډیره توجه کړې او د افغانستان د نجات لاره يې ملي یووالي پوري تړلی بللی دی.

د همدې موخې لپاره لومړی میرویس خان نیکه او حمدشاه بابا د جرګې د سیاسي او ټولنیز جوړښت له لارې تل هڅه کوله تر څو د افغان ولس د ملی یووالي او افغاني روحيې ناسیونالیستي فکر عام کړي.
دوی باور درلود، چې که چېرې افغانانو سیاسی او ټولنیز عام فکر د افغانیت او اسلامیت په روحیه او ایمان ورزول شي، یقینا دښمن ته به دا چانس ور په برخه نه شي، چي افغانستان د خپلو غریزوي غوښتنو د تقابل په میدان بدل کړي.
د افغاني زعامت تاریخي اندیښنو ته په پام، افغانستان یو ځل بیا هغه حالت چي کلونو وړاندې يې ملي مشرانو په هکله اندیښنه درلوده، هماغه حالت سره مخامخ شو.

د انګلیس استعماري جګړې له لاسوهنو نیولې د تزاری روسي یرغل پسې او اوس د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټولنې حضور په افغانستان کې پرته له دې چي شته قوتونه خپلې خپلي موخې وګټي او خپل سیاسی او نظامي زور وازمايي، افغانانو ته پکي د جګړي او ویراني بل څه ور په برخه نه شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x