شعـــــرونه

غزل ـ فضل ولي ناګار

يو قدم بل واخله مزل ډېر لږ ازادۍ ته دی
سل ځله سلام مو ستا پکول او ستا پګړۍ ته دی

يو قدم بل واخله د تاريخ باب که زرين زرين
ستا بهير پاڅون د بري ستر مثال پېړۍ ته دی

زر آتش فشانه په تندي لکه محشر لرې
شور دې د تکبير د اسرافيل ګرمې شپيلۍ ته دی

چا ويل چې امت نور ايوبي، ابدالي نه لري
ټول جهان حيران د ستا بېسارې قربانۍ ته دی

زيږي هنګامې درې، تپې، اتڼ اتڼ شولې
ښکلی د غازي مخ د تيرا د غره ږلۍ ته دی

اوس به د فتوو باتوران کوم پرتوګ وراغوندي
سيوری د صليب يې رسيدلی چې بلۍ ته دی

دا حمام د وينو زښت ډېر پکې بربنډ شولو
ستا حيدري لاس يې رسيدلی اوس مرۍ ته دی

ستا په شفقي ټنډه زمونږه د برخليک انځور
پاک آيت مبين د خدای رحمت مو نهيلۍ ته دی

ښه دی چې رنګينه دې دنيا په بې دينې نه شوه
دا پيغام ناګاره وياړ مست فقر شړی ته دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x