افغانستان

کندز: د اربکیو یو تن قوماندان د خپلو دوو تنو ساتونکو سره ووژل شو

Arbaki_in_the_Kote_Tazagul_area_in_Marjah_districtنن ټکی اسیا: د کندز ولایت د خان اباد په ولسوالۍ کې د یوې نښتې له امله یو دولت پلوه قوماندن د دوو ساتونکون په ګډون ووژل شو.

د کندز امنیه قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني ویلي چي تیره شپه د خان اباد ولسوالۍ په چهار توت سیمه کې د وسله والو سره په نښته کې د اسماعیل چونټه په نوم یو قوماندان د خپلو دوو تنو ساتونکو سره ووژل شو.

نومړي وویل چي دوی په دغه اړه تحقیقات روان کړي دي، چي دا معلومه کړي

چي ایا دغه قوماندان د طالبانو سره په نښته کې وژل شوی او که د شخصي دښمنۍ کې له منځته تللی.

د بلي خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي د غه قوماندان د طالبانو له خوا تیره شپه د وسله وال برید په ترڅ کې ووژل شو.

ویل کیږي چي اسماعیل چونټه په خان اباد ولسوالۍ کې د اربکیو مشري په غاړه درلودله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x