ټولنیزه برخه

که پرمخیون ونه کړئ مرئ

حامد افغان

د پنځه کاله پخوا کیسه ده، هغه وخت چې د رواجي موبایلونو په مارکیټ د “نوکیا ” Nokia کمپنۍ سلطه او ولکه لرله، او په نویو موبایلونو بلاک بیري حاکمه وه، آن تردې پوري چې د دې دواړو کمپنیو مشران په ځانونو پوره باوري شول، د بلاک بیري کمپنۍ په وهم او خیال کې هم د آيفون د رامنځته کیدلو کیسه نه راتله او کله چې انډي روبن د نوکیا کمپنۍ مشر ته د موبايل د نوي سیسټم “انډرویډ ” وړاندیز وکړ هغه رد کړ او ویې نه مانه، او وروسته یې په ګوګل Google خرڅ کړ.

اوس نوکیا په 7.2 ملیارد ډالره مایکروسافټ واخیستله خو شپږ کاله مخکي نوکیا 125ملیارد ډالره قیمت لاره، او بلاک بیري په څلور ملیارد ډالره غوښتل شوې ده او په کال 2008م جون کې یې 83 ملیارد ډالره ارزښت لاره!! . د دومره شاته تګ لامل څه دی؟ راځئ پایلې ته ځیر شئ.

پایله: الله جل جلاله دا نړۍ خوځنده او روانه پنځولې ده او دا حرکت به جاري وي، که ته ودریږې او حرکت نه کوې د دې مطلب دا نه ده چې ته ثابت او قائم یې د دې ښکاره مطلب دا دی چې ته شاته او پاته شوې ځکه نړۍ او کائنات روان دي تا پریږدي، بلاك بيري او نوكيا لوی بریالیتوبونه ترلاسه کړل له هغه وروسته یو څه وخت ودریدل د زمانې له تیز تګ سره یې ګامونه پورته نه کړل غړند شول بدلون او پرمخیون یې ودراوه، نو پایله یې تاسو په لوړو کرښو کې وليدله، نوکیا او بلاک بيري په ډېره لنډه زماني مقطع کې د تېر وخت کیسې وګرځیدلې او د تاریخ کندې ته ولويدل، مطلب داسو چې هر وخت باید د نوښت، بدلون او تطور په لټه کې شو دریدل او لټي مو شاته ټيل وهي که نوې موندني او لاسته راوړنې ونه لرئ پوهه او وړتیاوې زیاتې نه کړئ نو پوه شئ چې شاته پاته شوئ او که کال یا څو کلونه بې له کوم تغیر او بدلون نه تېر شي نو له نړۍ پاته کیږئ، او که پرمخیون ونه کړئ مرئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x