چين هوټلونو کې د خدماتو لپاره روبوټ ماشينونه جوړ کړي

نن ټکی اسیا (يکشنبه،لیندۍ ۲۳مه، ۱۳۹۳):د انسان په څېر يو خوا بلخوا ګرځېدونکی او کار کوونکی روبوټ به يو وخت افسانو او فلمي خبرې ښکارېده، مګر چين دغه تصور په رښتوني حقيقت بدل کړ او اوس د ژوند په ډېرو برخو کې روبوټ عملي کارونه کوي او د چين په ګڼو هوټلونو کې پر وخت او معياري خدمتونه هم کوي.

د چين ختيځ زي جيانګ ايالت کې د يو هوټل څښتن د خلکو د خدمت په موخه پنځه روبوټ ماشينونه لګولي او د خلکو توجه يې ځانته را اړولې ده.

يو ميټر لوړ روبوټ ماشين په ښکلي غږ د هوټل مشتريانو ته هر کلی وايي او بيا د هوټل مينيو مخته ورته ږدي او له هغې وروسته د مشتري د غوښتنې مطابق خوراک او څښاک ورته راوړي.

د هوټل څښتن وايي، چې يو روبوټ يې په ۹۷۰۰ امريکايي ډالر پېرلی دی او پنځه کاله ګارنټي لري.

د هوټل منيجر وایي، چې د روبوټونو له امله د هوټل مشتريان بيخي ډېر شوي او درې روبوټان د هوټل په دروازه کې سندرې وايي او خلکو ته ګډيږي او دوه نور يې مشتریانو ته خوراک او څښاک راوړي.

د هوټل څښتن وايي، چې د روبوټ رانيول ورته د مزدورانو له تنخوا ارزانه پرېوځي او له همدې امله يې دغه پنځه روبوټونه رانيولي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د