افغانستان

په ننګرهار کې د چاودني له امله د یوه پولیس په ګډون لس تنه ټپيان شول

crime_scene_tape_after_kabul_hospital_attackMay2011نن ټکی آسیا: نن سهار د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد په ښار کې د یوې چاودني له امله یو تن پولیس په ګډون لس تنه ټپیان شول.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاء ویلي چي پيښه په سیمه ایز وخت لس بجې او پنځه څلویښت دقیقې د جلال اباد ښار د څلورم ماموریت اړوند د (غنمو مندوی) سره نيژدې را منځته شوله، چیري چي یو بایسکل په چاودېدونکو توکو بار درول سوی وو،

او د ریموټ په ذریعه چاودنه ورکړه شوه.

هغه د مرګ ژوبلي په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د بلي خوا د ننګرهار د عامي روغتیا د روغتون مشر ډاکټر سیف الرحمن ابراهیم خیل ویلي چي تر اوسه روغتون ته د یوې لس کلني انجلۍ په ګډون نهه تنه ټپيان راوړل شوي دي، چي ټوله يې ملکي وګړي دي.

د پيښي د ځایه یو عیني شاهد ویلي چي چاودنه هغه وخت وشوله، کله چي د جلال اباد د ښار د څلورم ماموریت موټر د تیریدو په حال کې وو، چي له امله يې یو تن د پولیسو افسر او څو تنه نور لاریون کوونکي ووژل شوه.

تر اوسه ددې چاودني مسؤولیت چا پر غاړه نه ده اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x