دیني، سیرت او تاریخ

حجاب په اسلام اوساينس کی(۱۱)

لیکوال: عبدالغفارجُبیر

چی دافتنې هغه وخت په اسلامی امت کی وخپل اوج اوموج ته رسیږی چی کله دحجاب جنازه پورته شی، اوښځې به پردې ګرځې راګرځی، چی لویځ اوس په کوم فساد، اوبې حیایۍ اخته دی اوس دوی هرکال په بیلیونوډالره خرڅوی چی داکنترول کی خوداهرڅه په صفرکی ضرب دی، اواوس په اعلانیه سره په اسلامی هیوادونوکی ددیموکراسۍ ترنامه لاندی دافسادخپروی، اوهرهغه مسلمان که چیری داکارپه ښکاره ډول سره په اعلانیه سره کوی نودخوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم ددې حدیث مصداق ګرځی:

کُل امتی معافی الاالمجاهرېن

دحضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چی نبی کری صلی الله علیه وسلم وفرمایل:چی زمادامت ټول خلک به معاف کړل شی، نه هغه څوک چی په ښکاره اواعلانیه سره ګناه کوی۔ (الحدیث، مسلم واحیاء العلوم ج 2 قسط 4 ص 490)

ښه مېرمن کومه يوه ده؟؟؟

داسلام خوږپیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل: ایازه تاسی دېوې ښې خزانې څخه خبرنکړم، چی ترټولوښه ده، هغه نیکه ښځه ده، چی کله دهغی مېړه ورته وګوری اوهغه ورڅخه خوښ شی، اوخاوندچی دهرجایزکارامرورته وکی هغه وکی، اوکله چی دخاونددکوردباندی څخه ولاړشی نو دا(مېرمن) دخپل کور، عزت اوناموس ساتنه وکی۔ (ابوداوود)

حجاب (پرده) حياء ده اوحيادايمان يوه ټوټه ده

نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی:

الحياء شعبة من الايمان

حیادایمان یوه برخه ده۔

ددې څخه مطلب دادی که چاحیاء نه درلوده نوهغه دپوره ایمان څښتن نشو

په بل حدیث شریف کی راځی:

وعن ابن عمررضی الله عنهما ان النبی صلی الله علیه وسلم قال: ان الحيا والايمان قرناجميعافاذارفع احدهما رفع الاخر۔ (رواه البیهقی، فی شعب الایمان)

دحضرت عبدالله ابن عمررضی الله عنه څخه روایت دی چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چی ایمان اوحیادواړه سره جوړه دی، اوکه ددوی څخه یوکم شی اویالری شی نوهغه بل پخپله ځی۔

چی ددې حدیث شریف څخه په ښکاره ډول داجوته شول چی که یوچاایمان درلودی نوهغه به حیالری، اوکه یوه چاحیانه درلودل نوهغه ایمان نلری، اودحیاء دتګ سره ایمان هم خپل کډه کوی۔

حجاب پردرې ډوله دي:

۱: دلاسونوورغوی اومخ چي ښکاره شي داادنی حجاب دی.

۲: که یوه ښځه په مکمل ډول سره برقعه وکړی اوبیادضرورت لپاره دباندی دیوکارلپاره راووځي دامیانه حجاب دی.

۳: داهغه حجاب دی چی یوه ښځه په مکمل ډول سره په حجاب کي وی اودباندی نه راوځي دااعلی حجاب دي.(خیرالفتاوی ټوک ۱ پاڼه: ۲۳۶)

دحجاب حکم:

حجاب کول فرض دی (فتاوی محمودیه ۱۹ټوک پاڼه ۱۶۶)، اوهرهغه څوک چی دحجاب څخه منکروي نوداخبره وکفراوارتدادته رسیږی.
په دې هکله په احسن الفتای ۹ ټوک کی یوه مستقله رساله لیکل شوی ده د(هدایة المرتاب فی فرضیة الحجاب) همدارنګه فتاوی رحمیمه ۱۰ ټوک، فتاوی محمودیه ۱۹ ټوک اونوروډیرفتاواوو کی دحجاب دفرضیت په هکله مکمل معلومات شتون لری.

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه
ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x