افغانستان

طالبانو سنګين کې د ملي اردو قرارګاه نيولې او جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (يکشنبه،لیندۍ ۲۳مه، ۱۳۹۳): د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې ويناپاڼه کې څرګنده کړې، چې نن سهار اووه بجې د دوی نظامي ملګرو د هلمند ولايت سنګين ولسوالۍ څاروان کلا زيدانانو سيمه کې د ملي اردو يوه ستره قرارګاه د چاوديدونکو توکو پر مټ والوزوله.

احمدي زياتوي، چې له چاودنې وروسته د دوی سلګونو ملګرو پر ياده قرار ګاه او شاوخوا امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړل، چې له څه وخت مقاوت وروسته يې نوموړې قرارګاه په بشپړه توګه ونيوله.

د ښاغلي احمدي په وينا په ياده جګړه کې ۱۲ عسکر وژل شوي او او سيمه کې اوس هم د ملي اردو او طالبانو تر منځ خونړۍ نښته روانه ده.

قاري محمد يوسف احمدي وايي، چې ياد بريد کې د دوی سلګونو نظامي ملګرو برخه اخيستې او جګړه اوس هم روانه ده.

د هلمند ولايت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x