افغانستان

کندهار: په چاودنه کې ۷ امریکايي عسکر ووژل شوه

AfghanistanAmericanSoldierKilledنن ټکی آسیا: د افغانستان په جنوب کې د ماین په یوې چاودني کې د بهرنیو ځواکونو ۷ تنه عسکر وژل شوي دي.

په کابل کې د بهرنیانو رسنیز دفتر په یوه خبر پاڼه کې ویلي چي نن د افغانستان په جنوب کې د یوې چاودني له کبله د ایساف ۷ تنه عسکر ووژل شوه.

اعلامیه وايي چی ایساف خپل د پالیسي له مخي نه غواړي چي د وژل شوو عسکرو هویت څرګند کړي.

خو له بلي خوا د بهرنیو ځواکونو یو جګ پوري افسر اسوشیټد پریس ته ویلي چي وژل شوي عسکر ټوله امریکایان دي.

د یوې بلې سرچیني له قوله اسوشیټډ پریس ویلي چي د وژل شوو عسکرو شمير اتو بهرنیانو ته رسیږي.

په کابل کې د الجزیرې خبریال سامر علاوي ویلي چي په پيښه کې دوه تنه سرحدي پولیس هم وژل شوي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چي نن د غرمې وروسته د کندهار ولایت د شورابک د ولسوالۍ په اړونده سیمه (ولي شاه مغزي) کې په یو ټراکټور کې چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوي وه، چي د بهرنیو ځواکونو د پلټني پر مهال پر هغو وچاودیدل او پر ترڅ کې ۸ تنه سرتیري ووژل شوه.

ددغو سرتیرو د مرګ په اعلان سره ایساف دا ومنله چي په روانه میلادي میاشت کې د دوی ۳۸ عسکر ووژل شوه.

او نن ورځ د بهرنی ځواکونو لپاره د مي د میاشتي تر ټولو خونړی ورځ بلل شوې، ځکه چي یوازي نن د بهرنیانو ۸ سرتیري ووژل شوه او یو چورلکه يې هم په پکتیکا کې را وغورځیده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x