افغانستان

مسلم دوست: د خراسان امیر نه یم ټاکل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۲۳مه ۱۳۹۳ل): دیني عالم او لیکوال عبدالرحیم مسلم دوست وايي چې د اسلامي دولت سره یې بیعت کړی خو ددغې ډلې لخوا د خراسان امیر نه دی ټاکل شوی.

څه موده وړاندې پاکستاني رسنیو خبر ورکړ چې اسلامي دولت یو افغان دیني عالم عبدالرحیم مسلم دوست د خراسان د سیمې د مشر په توګه ټاکلی.

د خراسان په سیمه کې افغانستان، پاکستان، هند، منځنۍ اسیا، بنګلادیش او د سیمې نور هېوادونه شامل دي.

خو عبدالرحیم مسلم دوست نن /یکشنبه، لیندۍ ۲۳مه/ رسنیو ته یو غږیز پیغام په لېږلو سره د پاکستاني رسنیو راپورونه په کلکه رد کړي دي.

نوموړي ویلي چې ځينې پرديپالې کړۍ ددې بې اساسه خبر تر شا لاس لري او ددغه ډول خبرونو په نشرولو سره دوی غواړي چې ده [مسلم دوست] ته ستونزې پیدا کړي.

مسلم دوست په دغه غږیز پیغام کې همدا راز ویلي چې په نړۍ کې اسلامي خلافت ته اړتیا ده او له همدې امله یې د اسلامي دولت سره بیعت کړی دی.

د نوموړي په وینا کوم کس چې د اسلامي دولت لخوا د خراسان مشر ټاکل کیږي، ددغې ډلې د رهبري شورا لخوا يې نوم اعلانیږي.

مسلم دوست د امریکايي یرغل په پيل کې پاکستاني ځواکونو ونیولو او امریکا ته یې وسپارلو.

نوموړي د ګوانتنامو په زندان کې ۴ کاله بند تیرولو وروسته بېرته خوشې شو.

مسلم دوست تر خوشې کیدو وروسته د «ګوانتنامو ماتې زولنې» په نوم کتاب ولیکلو، په دغه کتاب کې د ګوانتنامو، پاکستاني او افغانستان زندانونو په اړه د نوموړي خاطرې لیکل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمرعامر

چی اسلامي امارت وي همداغه اسلامي خلافت دی، دنوروسیمو مجاهدین چي په خپلوسیموکي خپلې ډلې وساتي ښه به وي دخراسان لپاره دتشکیل اړتیا نشته

ابواحمد

نه پوهیږم چی دنن ټکي اسیا چلوونکي ولي دعراق داعش ډلې لپاره داسي شپه اوورځ کمپاین چلوي، دافغانستان اسلامي امارت ته دطالبانوډله وایئ اوداعش دلې ته داسلامي خلافت مقام ورکوي،؟ که څه هم ددی لپاره چی په مسلمه امت کي اختلاف اودرزرانه شي داډول مسائل شنل ښه نه دي خو دداعش لخوا داسلامي امارت دبیعت پرخلاف توره له تیکې ایستل اودلته سیمه یز تشکیلات کول کومه ایدیالوژي ده؟

ابن شهید ين

الله عزوجل دي تول مسلما نان سره اتفاق كري ….. خو مسلم صاحب دخبل شهرت لباره به لمري زل داسي اوزاي خبري كري جي زه والي شوي يم غير مسقيم يي ملكرو هم به مجاليسو كي داسي اوزاي خبري كري خوكله جي خلكو داسلامي دولت رسمي نشراتي سيدونه وليدل هلته دافغانستان به رابطه هيس هم ندي ويل شوي فقط دمسلم دوست به بيعت يي اعتراف كري اوبس . دوالي مالي به رابطه كوم بيان نشته زكه مسلم دوست اوس له دي خبري انكار كوي جي زه والي نيم ……هغوي دافغانستان به اروند داسلامي اما رت خبرونه له اماراتي رسمي صفحي… نور لوستل »

مصطفی

اوس ده اختلافات وخت نده اوس مسلمانان اتحاد کیدل وخت تر سو ده مظلومو مسلمانان انتقام واخلو البته ده امارت او خلافت تر مینز فرق شته خلیفه یو وی هر منطقه لپاره امیر تاکلی شی لکه چه خلفای راشده وه شام فلسطین او نور یو ولایت وه هغه بیا امارتونه وه

ابواحمد

مسئله حساسه ده، مصطفی جانه! امیرالمؤمنین ته چی بیعت ورکړشو همداغه دخلافت بیعت وو، ګني له والي سره بیعت نه کیږي بل امیرالمؤمنین هم په هماغه وخت کی نه وو موجود چی عالیقدرامیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد حفظه الله دی دهغه لپاره بیعتونه ټول کړي وي،اوهمداغو دوزیراکبرخان مینې هستوګنوهم ټولو دلته بیعتونه ورکړي دي نودمسلم شریف/۱۸۵۳/نمبرحدیث وګوره بیانوستاتحلیل پرهغه باندی عرض کړه، ،،،،،،،،،،،،،. وبس

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x