افغانستان

د طالبانو او اکمالاتي کاروان د ساتونکو په جګړه کې ۵ ماشومانو ته مرګ ژوبله ورسیده

girl_injured_in_warنن ټکی آسیا: نن د وردګ ولایت د سید اباد په ولسوالۍ کې د طالبانو او اکمالاتي کاروان د ساتونکو تر منځ خونړی نښته وشوله، چي له کبله يې پنځه کوچنیانو ته مرګ ژوبله ورسیده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي نن غرمه په یاده ولسوالۍ کې طالبانو د بهرنیو ځواکونو پر یو اکمالاتي برید وکړ،

چي د جګړې په ترڅ کې ددغه کاروان ۹ تنه ساتونکي ووژل شوه او ۱۰ نور ټپیان شول، او د اکمالاتي کاروان ۳ عرادې موټر وسوځول شوه.

د وردګ ولایت د والي ویاند شاهد الله شاهد ویلي چي د مخالفینو په دغه برید کې یوه پنځه کلنه انجلۍ مړه او د څلور تنه نور کوچنیان ټپیان شوه، چي ۳ يې انجوني دي.

د نومړي په وینا ټپي شوي کوچنیان د امنیتي ځواکونو له خوا په وردګ او لوګر کې روغتونونو ته رسول شوي دي، خو شاهد د امنیتي ځواکونو او نه هم د طالبانو په منځ کې د کومي مرګ ژوبلي خبره کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x