افغانستان

اشرف غني: سرتيري بریدونه له زغمه وتلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): اشرف غني د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وینا وکړه او سرتيري بریدونه يې سخت وغندل.

اشرف غني وویل چې دغه بریدونه نور زموږ له زغمه وتلي دي او په خبره يې دا یو غیر انساني عمل دی.

اشرف غني وویل چې په سرتيرو بریدونو کې ډېری له نظامي کسانو پرته عام وګړي مري او په خبره يې خلک باید په یوه خوله ووايي چې دوی د دې بریدونو مخالف دي.

نوموړي په دیني عالمانو هم غږ وکړ، چې خلکو ته د عامه پوهاوي په برخه کې له دولت سره همکاري وکړي، خو پخپله يې وویل چې دوی د نا امنیو د مخنیوي لپاره په اساسي حل لاره «فکر» کوي.

اشرف غني په داسې حال کې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د سرتيرو بریدونو غندنه کوله، چې د تېرې جمعې په ورځ د ملي اردو یو کاسټر موټر او په استقلال لېسه کې د فرانسې د کلتوري اتشې په ننداره هم سرتيري بریدونه وشول.

پرون هم کابل ښار د دریو حملو شاهد و، چې د ګڼو عسکرو په وژلو سربېره پکې د سترې محکمې د دارالانشاء رییس هم له منځه لاړ.

د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ګډ حکومت مشر اشرف غني د بهرنیانو له لوري د بشري حقونو د نقض اړوند څه ونه ویل او نه يې هم د تېرې پنجشنبې په ورځ د پروان په سیاه ګرد کې د بهرنیانو په بمباري کې د زده کوونکو د شهادت اړوند څه ونه ویل.

په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازی عبدالستار خواصي وايي چې د دولت دغه چوپتیا د اندېښنې وړ ده، او په خبره يې باید نوی حکومت د بهرنیانو له لوري د داسې جنایتونو اړوند چوپه خوله پاتې نه شي.

سره له دې چې وړاندې اشرف غني د سې ای اې له لوري د زندانیانو «وحشي ځورونه» وغندله، خو د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت يې پر دې اړه هم څه ونه ویل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x