ورزش

اشرف غني کرکټ بورډ ته نوي عمومي او اجراییه رییسان وټاکل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۲۳مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان کرکټ بورډ اداره وايي چې اشرف غني د یوه ځانګړي فرمان په لړ کې دغې ادارې ته نوي عمومي او اجراییه رییسان ټاکلي دي.

د کرکټ بورډ لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نسیم دانش د عمومي رییس په توګه او شفیق الله ستانکزی د اجراییه رییس په توګه ټاکل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې حاجي عزیز الله فضلي په ادارې چارو او تاج ملوک عالم په تخنیکي چارو کې د کرکټ بورډ د عمومي رییس مرستیالان ټاکل شوي دي.

د کرکټ بورډ نوي رییس نسیم الله دانش تر ټاکنې وروسته نن په یوې خبري ناسته کې خبریالانو ته ویلي چې ددوی ټول تمرکز د نړیوال جام د سیالیو لپاره د غوره پلانونو عملي کول او د نړیوال جام څخه ډک لاس بېرته ستنېدل دي.

کرکټ بورډ ادراه وايي چې نويو عمومي او اجراییه رییسانو نن سهار رسماً پر دندو کار پیل کړ.

تر دې وړاندې شهزاده مسعود د کرکټ بورډ عمومي رییس او ډاکتر نور محمد مراد اجراییه رییس و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x