نړۍ

یمن: شيعه وسله‌ والو د شیخ عبدالمجيد زنداني او نورو سني علماوو کورونه او مدرسې نړولي دي

نن ټکی اسیا (يکشنبه،لیندۍ ۲۳مه، ۱۳۹۳): يمني رسنيو په خپلو نننيو ګڼو کې د يمن ارحب ولايت کې د ايران پلوو شيعه وسله والو «حوثيانو» د پرمختګ په اړه بحثونه کړي.

يمني رسنۍ وايي، چې د پلازمېنې شمال ارحب ولايت، چې د سني علماوو او اصلاح ګوند مرکز بلل کيږي، حوثيانو د يمن د دولتي عسکرو په ملاتړ دغه سيمه نيولې او ارحب ولايت کې يې د مشهور سني عالم شيخ عبدالمجيد زنداني او نورو سني علماوو کورونه او د اصلاح ګوند دفتر نړولی دی او د شيخ زنداني په ګډون د سيمې سني علماء له سيمې وتلي دي.

«الشارع» يمني ورځپاڼې ليکلي، چې حوثيانو ارحب ولايت کې د اصلاح سني ګوند د مرستيال عبدالخالق الجندي، شيخ عبدالمجيد زنداني او نورو سني علماوو کورونه، مدرسې او د اصلاح ګوند دفتر نړولی دی.

ورځپاڼه زياتوي، چې حوثيانو ارحب ولايت په بشپړه توګه نيولی او بيت مران سيمه کې يې د شيخ کهلان کور په توپونو ويشتی، د هغه ورور او خور يې وژلي دي.

الشارع ورځپاڼې د حوثيانو د سرچينې له قوله ليکلي، چې د دوی وسله‌ والو ارحب ولايت نيولی او سيمه کې د دوی په قول «سني تکفيريان» وژلي او نور يې په تېښته بريالي شوي دي.

ارحب ولايت کې د حوثيانو يو وسله‌ وال قوماندان الشارع ورځپاڼې ته ويلي، چې دوی د شيخ زنداني، د هغه د زامنو او نورو سنيانو په لټه کې دي او د دوی په ګومان دغه سني علماء د سيمې لوړو غرونو ته تښتېدلي دي او دوی يې د نيولو په موخه نوموړو غرونو ته ور روان دي.

د حوثيانو يو قوماندان فارس الجباري الشارع ورځپاڼې ته ويلي شيخ زنداني دوی ته مطلوب دی او د ده په وينا نوموړی د اسلامي دولت لارښود دی.
راپورونه وايي، چې د اصلاح ګوند يو شمېر ځواکونو ارحب ولايت کې حوثيانو سره خونړۍ نښتې پيل کړي او د حوثيانو يو شمېر شوبلې او پوستې يې هم نيولي دي.

د ارحب ولايت د مأرب ولسوالۍ مشهور سني عالم حمدبن وهيط ګواښ کړی، که حوثيان د د وی له سيمو ونه وتل، نو دوی به د وسلې او ټوپک په زور حوثيان له د ې سيمې وباسي.

شيخ حمد بن‌ وهيط يمني ورځپاڼې «اخباراليوم» سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې دوی په خپل سر او مال د خپلې ځمکې دفاع ته تيار دي او حوثيان د ايران لاسپوڅي او غلامان دي او ټولې منډې ترړې يې د ايران د ګټو لپاره دي.

شيخ حمدبن وهيط يمني ولسمشر او دفاع وزرات د حوثيانو په ملاتړ تورن کړ او زياته يې کړه، چې غواړي د ايران د ګټو لپاره يمن د حوثيانو په واک کې ورکړي.

د حوثيانو پرمختګ د سعودي لپاره ستر ګواښ دی

د منځني ختيځ د چارو کارپوه او د ګارډين ورځپاڼې ليکوال نېل پيټريک په خپله نوې مقاله کې ليکلي، چې سعودي عربستان د اسلامي دولت پر ضد نړيوال ايتلاف کې ستره ونډه لري، مګر دا کار د سعودي په زيان دی، ځکه چې سعودي اسلامي دولت ځپي، مګر بل پلو ايران پلوې شيعه مليشې د سعودي سويل يمن کې مخ پر وړاندې روان دي او دغلته د سعودي پلويان او حکومت يې کمزوري کړي دي.

نېل پيټريک زياتوي، چې د حوثيانو پر مختګ د سعودي عربستان لپاره ستر ګواښ دی.

د پيټريک له قوله، سعودي عربستان سيمه کې اسلامی دولت او نورو جهادي ډلو سره دښمني پالي او دا کار د ايران په ګټه دی؛ ځکه چې ايران غواړي، سيمه کې سني جهادي ډلې له منځه يوسي او ميدان به عراق، شام او يمن کې ایران پلوو مليشو او حکومتونو ته پاتې شي.

پيټريک ټينګار کوي چې «د اسلامي دولت پر ضد د هوايي بريدونو له امله سعودي له کورنيو او بهرنيو ستونزو سره مخ دی، ځکه چې سعودي ولس هم د دغې روانې جګړې پر ضد دی او هغه خلک له اسلامه وتلي بولي، چې د بل مسلمان په وژلو کې مرسته کوي او همدا رنګه يمن او شام کې ايران پلوه شيعه ملېشې او د بشارالاسد حکومت د سنيانو پر ضد قوي پوځي عمليات کوي او دا هر څه د ايران په ګټه او د سعودي عربستان په زيان دي»

حوثيان څوک دي؟

انصار الله ډله، چې په يمني حوثيانو پيژندل کيږي، ۱۹۹۲م کال د حسين حوثي له خوا جوړه شوې او يمن کې د ايران په مرسته د حکومت ولسي سنيانو پر ضد وسله وال عمليات کوي، مګر اوس يې له حکومت سره روغه کړې ده.

راپورونه وايي، چې دغه ډله يمن کې د سنيانو پر کورونو بريدونه کوي او د هغوی ښځې، ماشومان او سپين ږيري وژني او کورونه يې لوټي او تر اوسه د سعودي عربستان، امريکا او نړيوالو بشري ټولنو په ګډون هيچا د حوثيانو د ظلمونو او تېريو په اړه څه نه دي ويلي.

دمنځني ختيځ د چارو کارپوهان وايي، چې د حوثيانو د وسله وال پاڅون ستره موخه د يمن پر ځای سعودي عربستان دی او د وخت په تېرېدو به دغه هېواد کې هم خپل قوي فعاليتونه پيل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x