افغانستان

نورستان: د بهرنیانو په بمبارۍ د پولیسو، ملکي کسانو او طالبانو په ګډون تر ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي

shendand_airstrike_siteنن ټکی آسیا: د نورستان په ولسوالۍ دوآب کې د بهرني ځواکونو په بمباری کې تر ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي، چي زیات شمیر يې ملي پولیس او ملکي وګړي دي.

دغه خبر د نورستان ولایت یو شمیر مسولینو ورکړی، او زیاته کړې ده چي بهرنیو ځواکونو په دغه ولسوالۍ کې کلي او امنیتي پوستې بمبار کړي، چي له امله يې زیاته مرګ ژوبله را منځته شوې، هر خواته مړي پراته دي، او د ولسوالۍ سره رابطه قطع ده.

د نورستان ولایت سناتورانو هم ددغو مرګ ژوبلو خبر ورکړی او ویلي دي، چي ددغي ولسوالۍ ولسوال او امنیه قوماندان هم په ټپیانو کې شامل دي.

ویل کیږي چي په دغه بریدونو کې هغه طالبان چي د شاوخوا غرونو څخه يې د ولسوالۍ پر ودانۍ او امنیتي پوستو بریدونه کول، هغو ته هم مرګ ژوبله رسیدلې خو دقیقه شیمره يې نه ده مالومه.

ددې تر مخه طالبانو او د حزب اسلامي له خوا ویل شوي وه چي دوی دغه ولسوالي په بشپړه توګه فتحه کړې او حکومتي چارواکې يې شړلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x