ورزش

بوکسنګ: عامر خان خپل امریکايي سیال ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۲۳مه ۱۳۹۳ل): برتانوي سوک وهونکی عامر خان خپل امریکايي سیال ډیون الیکساندر ته د ټولو څارونکو په موافقو رایو ماتې ورکړه.

محمد عامر خپل وزن لرونکي لاسونو، سرعت او زور له استعمالولو سره ۱۲ راونډه لوبه وکړه چې دغو لوبو کې يي خپل سیال ته په ښکاره توپیر ماتې ورکړه.

دغه لوبه کې چې دریو څارونکو له لوري څارل کیده عامر خان خپل سیال ته هیڅ ډول موقع په لاسه ورنکړ. د لوبې په پای کې د څارونکو له خوا ورکړل شوي نمرې په دې ډول وې ۱۲۰-۱۰۸، ۱۱۹-۱۰۹ او ۱۱۸-۱۱۰.

عامر خان دغه لوبه کې ډیره غوره او دقیقه لوبه وکړه او د څارونکو توجه يي جذب کړ او دغه لوبه يي یو ستر توپیر سره وګتله.
دغه لوبه کې د عامر خان دفاعي تخنیکونه هم ډیر پیاوړي شوي ول کوم چې د نوموړي سیال ته د نمرې اخیستلو موقع ورنکړه او د عامر خان په بریا پای ته ورسید.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x