نړۍ

امريكا: لیکواله او مدني فعاله ډرون بریدونو سره د مخالفت په تور په بند محکومه شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۲۳مه ۱۳۹۳ل): د امریکا یوې ابتدايي محکمې لیکواله او مدني فعاله کیټي کیلي د بشري حقوقو په نړیوال ورځ په ۳میاشتو بند له دې امله محکومه کړې چې په افغانستان او نورو هېوادونو کې د ډرون بریدونو سره یې مخالفت کړی او د ډرون الوتکو میدان ته له اجازې پرته ننوتې.

کیټي کیلي په افغانستان او د نړۍ په نورو سیمو کې د امریکا د ډرون بریدونو له سختو مخالفینوګڼل کیږي. نوموړې د امریکا په نظامي سیاست نېوکې کوي او د بې پيلوټه الوتکو په بریدونو کې د بې ګناه افغانانو وژنه غندي.

کیټي کیلي په خپلې وروستۍ لیکنه کې چې د دسمبر پر ۱۳مه خپره شوې، ویلي چې د محاصره شوو، مایوسو خلکو په استازیتوب څه ویلو بدله په امریکا کې زندان ده.

نوموړې وايي چې یو شمېر افغانان دې ته داسې ساده پیغام چې د زړه دننه احساسات یې په کې نشو لیکلای ورکړې، دوی لیکلي: زموږ وژنه بنده کړئ.

کیټي کیلي په افغانستان کې د جګړې پای ته رسيدو، اتومي وسلو، امریکا بهرنۍ پالیسي او ډرون بریدونو پر ضد ډيری مظاهرې تنظیم کړي او همدې امله تر ۶۰ ځل زیاته په امریکا او د امریکا څخه بهر د پولیسو لخوا نیول شوې.

نوموړي په وروستي ځل تېره ورځ د امریکا محکمې د ډرون بریدونو د مخالفت له کبله په ۳ میاشتو بند محکومه کړله.

کيټي کیلي وايي چې د ډرون بریدونو قربانیان ماشومان او بې ګناه وګړي دي. نوموړې وايي چې امریکا د «ترهګرو» په تور د ماشومانو د لوبو پر ځایونو بمبار کوي چې له کبله یې اوس ماشومان یوځای نه راټولیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x