ورزش

هاکي: جرمني لوبډلې پاکستان ته سخته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۲۳مه ۱۳۹۳ل): نن د هاکی چمپینز ټرافي سیالیو پایلوبه کې جرمني لوبډلې پاکستان ته ۲-۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او د نړۍ اتلولي خپله کړه.

پایلوبې له پیل څخه جرمني لوبډلې ښه لوبه پیل کړه او پاکستاني لوبغاړي ته يي د ښه لوبې موقع ورنکړه.

د لوبې په ۱۸م دقیقه کې دجرمني لپاره کرسټوفر ویسلي لومړۍ ګول وهلو سره خپل لوبډله له پاکستاني لوبډلې څخه مخکې کړه. پاکستاني لوبډلې سره د ډیرو هڅو دغه لوبه برابره نکړه.

جرمني لوبډلې د لوبې په وروستیو شیبو کې دوهم ګول وهلو سره پاکستاني لوبډله ناهیلي کړه او دغه لوبې ګټلو سره د هاکي لوبې اتلولي وګټله.

پاکستاني لوبډلې هم د ګول وهلو ډیر چانسونه له لاسه ورکړل او د لوبې تر پایه په ګول وهلو بریالي نه شول.

هیره دې نه وي چې له نیمه پایلوبې څخه وروسته پاکستان د هندوستان په وړاندې خپل بریا په غیر اخلاقي بڼه لمانځلو په اساس خپل دوه پیاوړي لوبغاړي له لاسه ورکړ او دریم لوبغاړی ته چې د پاکستان لوبډل مشر هم دی اخطار ورکړل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x