پکتیکا کې دایساف یوه چورلکه راوغورځیده
دایساف ځواکونو ویاند ومنله چې دافغانستان په ختیځ کې یې یوه اپاچي هلیکوپتر غورځیدلې له امله یې یو عسکر وژل شوی.
خبر زیاتوي هلیکوپتر اپاچي دي دپکتیکا ولایت په نکه ولسوالي کې لویدلي ،دایسا ف ویاند ویلي چې چورلکه دبیړنۍ ناستې پر مهال دتخنیکي ستونزو له کبله غورځیدلې .
طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهددپیښې پړه پر غاړه اخیستې وايی چې ، مجاهدینو یې نن سهار لس بجې شا وخوا دپکتیکا ولایت دنکه ولسوالي دجنت خیلو په سیمه کې یې دخارجیانو یوه چورلکه په ډزو ویشتلې او راغورځولې یې ده ، دنوموړي په وینا په چورلکه کې ناست کسان ټول وژل شوي .