نظــر

افغانستان؛ نشنلېزم، «افغان» ملي هویت او څو واقعیتونه

لیکوال: ذاکر جلالي

په افغانستان کې د ملي هویت مسئله لکه د کال خونړی فصل چې توند بادونه په کې الوځي او د وګړو ژوند له خنډ و ځنډ سره مخ کړي، اوس وخت نا وخت د رسنیو سرټکی او له افراطي پلوۍ او توند مخالفت سره مخ کېږي. یوه خبره دلته مخکې له مخکې سپینوم چې دا مخالفت او موافقت په هېڅ ډول سره برابر نه وو. په افغانستان کې موږ قومي ستونزه لږ تر لږه د سیمې د هېوادونو په کچه ډېره لږه، یا ان د نشت برابر ګڼلی شو. دا چې دغه لږ مخالفت ولې دومره راپورته کېږي، د هر مجلس و بحث د سر ټکی ګرځي، دا هغو رسنیو ته ورګرځي چې په افغانستان کې ځانګړې اجنډاوې لري، له ښکاره او پټو لوریو څخه تمویلېږي او دغه اور ته لمن وهل یې له بارزو موخو څخه دي. همدا ځینې ښکاره و پټې رسنۍ دي چې تل یې ډېر جزوي اختلاف ته دومره هوا ورکړې ده چې انسان ګومان کوي چې افغانستان کې له قومي ستونزې پرته نور هر څه ګل و ګلزار دي او یوازې باید همدې ستونزې ته د حل لار په لټه کې شي!
ملي-دولت او قومي هویت
د «ملي-دولت» یا Nation-State تاریخي ریښه اروپا ته ورګرځي. نشنلېزم یا ناسیونالېزم زموږ شرقي هېوادونو یا اسلامي نړۍ ته له اروپا څخه راغلي دي. د ملي دولت یا Nation-State پیل هم له اروپا شوی. په اروپا کې د ویسټفالیا تړون (۱۹۶۸) د ملي حاکمیت لرونکي ملي دولت پیل ګڼل کېږي. مګر د فرانسې تر ستر انقلابه (۱۷۸۹) پورې دومره عام او ټولمنلی نه و.
اروپا په ټوله کې د فرانسې له انقلابه وړاندې د شاهي-مذهبي واکمنیو ټاټوبی و. پاچایانو خپل ولس په دولتي زور او مذهبي نفوذ تر خپلې اغېز لاندې راوستی و. هلته حاکمیت یا Sovereignty د خدای ګڼل کېده چې له همدې نه په ګټې اخیستو سره اروپايي واکمنو چې هر څه غوښتل د مذهب پر مټ او له مذهبي مشروعیته په ګټه اخیستو یې پر ولس تپل. دا چې هغه مهال کوم دین پر اروپا واکمن و، څنګه عیسویت و، رښتینی عیسیویت و کنه، په دې اړه افغان علمي شخصیت ډاکټر صاحب مصباح الله عبدالباقي د «د غربي تمدن» تر سرلیک لاندې مفصل بحث کړی. ډاکټر مصباح الله لیکي: «د دې پر ځای چې د هغه وخت پوه او روشنفکره خلک دې نتیجې ته رسېدلي وای چې دا اختلاف د علم او د کلیسا د محرف [تحریف کړای شوي] دین ترمنځ دی، له بده مرغه دې نتیجې ته ورسېدل چې دا اختلاف د مطلق دین او علم (ساینس) ترمنځ دی، له دې امله دا روشنفکره قشر د مطلق دین په مخالفت کې ولوېد او د دې مخالفت له لارې ورو ورو د الحاد په لمن کې پرېوت». ۱
له دې سریزې موخه دا ده چې وښيو اروپا له مذهبه په خلاصېدو څه مشکل سره مخ شوه؟
اروپا چې کله مذهب شاته وغورځاوه، د داسې یوې قوې له نشت سره مخ شوه، چې وګړي او حکومت دواړه یې بې له کوم بحث و مباحثې ومني. یعنې اروپایان له داسې یو ټولمني ارزښته بې‌برخې شول چې دوی ټول پرې منګولې ښخې کړي. دلته دی چې اروپایان نشنليزم او «ملي» حاکمیت ته –چې پر نشنليزم تکیه لري- پناه وړي. نشنلېزم دوی داسې یو ځای ته ورساوه او تقدس ورته قایل شول لکه موږ مسلمانان چې خپل دین ته تقدس قایل یو او بله خبره په کې نه شو کولای. «ملي حاکمیت» د دوی د پرېکړو، قانون‌جوړنې او د سم او ناسم ترمنځ د توپیر کولو بنسټ وګرځېد. د بېلګې په ډول، که ټول ولس یا یې اکثریت یوه غوښتنه لري، هغه به «حقیقت» یا «مشروع» وي او که یې ردوي؛ نو هغه به ضرور «ناسم» وي.
د اروپایانو دغه د حکومت دود، بلکې د ژوند دود او د بنسټ ډبره ورو ورو اسلامي نړۍ ته راغله. دلته هم د نشنلېزم نغاره وډنګول شوه. شلمه پېړۍ کې د اتاترک له پان ترکيزم تر بعث پان عربېزم هغه څه وو چې زموږ د اسلامي نړۍ وګړو له اروپا زده کړي وو. که څه هم اروپا کې توندو نشنليستي تمایلاتو اروپا هم د نړیوالو جګړ پر پله ودروله؛ خو لا هم درېیمې نړۍ کې ځینو نشليزم ته د یوه حل په سترګه وکتل. په داسې حال کې چې موږ د اروپایانو د نشنلیستي احساس په پرتله څو برابره پوخ دیني یووالی او پوخ باور درلود. زموږ په اسلامي نړۍ کې دین و چې اوله خبره یې کوله، دین و چې له حکومته نیولې تر قضا و ښوونې و روزنې و فرهنګه پورې يې هر څه په ځان کې رانغاړلي وو. اسلامي نړۍ چې د دین په حاکمیت کې کوم ځلانده تاریخ لري، تر اوسه یې بېلګې نه شو په ګوته کولای. همدا راز اسلامي نړۍ چې له هغې راهیسې دین ته شا کړې ده او سیکولرې اروپا پسې يې اقتدا کړې ده، ورځ تر بلې يې حالت د ورانۍ او دربدرۍ پر لور واټن لنډوي.
کله چې اروپایانو Nation-State ملي دولت د واکمنۍ اساس وګرځاوه، د Nation یا ملت د کلمې تعریف کې له ستونزې سره مخ شول. که رښتیا هم نشنلستي تعریف په پام کې ونیول شي؛ نو ملت هغو انسانانو ته ویل کېږي چې یوه قوم پورې تړلي وي، ګډه ژبه یې وي؛ کله چې یو قوم او یوه یې ژبه شوه؛ نو طبعا به ګډ کلتور، عنعنات او تاریخ لري. اوس له اروپا نیولې تر اسلامي نړۍ پورې ستونزه دا ده چې که همدا تعریف وشي؛ نو داسې ډېر کم هېوادونه پیدا کېږي چې هلته دې ټول وګړي په یوه ژبه خبرې وکړي او یوه قوم پورې دې تړلي وي. ملت ته اروپايي فیلسوفانو او ټولنپوهانو ګڼ تعریفونه وکړل؛ خو داسې کوم تعریف چا وړاندې نه شوای کړای چې نننۍ ستونزې ته حل لار وي. د دې له پاره چې اوس له کړکېچه خلاص شي، داسې یو تعریف ورته کوي چې «د وګړو هغه ټولنه چې د یوه حکومت تر واک لاندې وي، مشترکې ګټې او ګواښونه ولري، ګډ تاریخ ولري… یو ملت بلل کېږي!». دا نو داسې تعریف دی، چې د ملت د کلمې د رښتینې معنا پلټلو هڅه په کې نه ده شوې، بلکې د یوه پېښ حالت څخه د وتلو په موخه داسې یو څه راټول شوي دي چې د ملت له پاره تعریف وړاندې کړي.
ملي هویت او افغانستان
کله چې د دولت د بنسټ ډبره قومي شوه؛ نو طبیعي ده چې هویت هم باید پر قومی احساساتو ولاړ وي. د ملي هویت انتخاب په خپله یوه ستونزه شوه. ان تر ننه د ملي هویت انتخاب په ډېری هېوادونو کې پر خپل ځای ده، بلکې همدا د ملي هویت کړکېچ ښکېلاکګرو هېوادونو ته د دېیمې نړۍ په هېوادونو کې د لاسوهنې زمینه برابره کړې ده. په ایران کې بلوڅ بېلتون غوښتونکي مبارزه کوي، ترکیه کې کردان «ترک» هویت نه مني او جلا دولت غواړي، عراق کې کردان مبارزه کوي، پاکستان کې بلوڅان خپلواکي غواړي… دغسې دا مشکل تر اوسه پر خپل ځای پاتې دی.
په افغانستان کې «افغان» تر ډېره منل شوی هویت دی. د دې هېواد ډېری وګړي، بې له کوم توپیره ځانونه «افغانان» ګڼي او د «افغان» تر هویت لاندې ځانونه ویاړمن احساسوي. افغان اوس د دې هېواد د وګړو سټیزنشیپ یا نشنلټي ګڼل کېږي. افغان اوس په هېڅ صورت د یوه خاص قوم یا اتنیکي ګروپ هویت نه دی. لکه مخکې چې وویل شول، په افغانستان کې یو ډېر محدودیت اقلیت دی چې ځینې رسنۍ ورته د غږ پورته کولو زمینه برابروي، کولای شي چې «افغان» هویت سره مخالفت وکړي او په اصطلاح ویې ننګوي. افغانستان د سیمې د هېوادونو په پرتله له ډېر لږ قومي مشکل سره مخ دی. که چېرته واقعاً په افغانستان کې د قومونو په کچه داسې ولسي احساسات وای چې «افغان» یې خپل هویت نه مانه، څه عملي ستونزه به رامنځ ته شوې وای. له بده مرغه ځینې بهرنۍ رسنۍ په افغانستان کې د پښتون-تاجک یا پښتون-نورو قومونو ترمنځ ټکر ډېر ستر ښيي، یا ان د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ اوسنۍ جګړې ته هم قومي رنګ ورکوي. دا ادعا په ډېرې سادګۍ سره رد کېدای شي. د بېلګې په ډول، تېرو دوو کلونو کې د سویل (پښتون مېشتو) په پرتله د بدخشان، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې د طالبانو حملې که ډېرې نه وې، نو کمې خو هم نه وي. په بدخشان کې اصلا پښتانه نه شته، که جګړه رښتیا هم قومي وي؛ نو ولې په بدخشان کې طالبان راپورته کېږي؟
له بده مرغه ځینې داسې استدلال کوي چې افغانستان کې په مسلسل ډول پښتانه واکمن پاتې شوي دي او دا ګواکې یو ډول د پښتنو له خوا پر نورو استبداد ګڼي! که دې مسئلې ته له تعصب پرته او په ازاد قضاوت وکتل شي، دلته چې تر اوسه کوم پښتانه وکمن تېر شوي، هغوی که هر شعار ورکړی، یا یې په هر نامه ولس سره جنګولی یا یې په خپلو کې سره اچولي، یوازنی هدف یې د خپلې واکمنۍ دوام او پايښت و. محمدظاهر شاه اصلا پښتو خبرې نه شوای کولای. که چېرته دغو افغان واکمنو د نورو په پرتله پښتنو سره ښه کړي وي، پښتانه یې پر نورو واکمن کړي وای؛ نو نن به د پښتو ژبې، فرهنګ او پښتنو د ژوند وضعیت له دوی سره توپیر درلود! په داسې حال کې چې پښتانه له نورو سره برابر د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو نه دي برخمن او ژبه یې اوس نوې نوې راډیو، ټلویزون او کتاب و فرهنګ ته ننوځي چې هغه هم په فردي هڅو سره کېږي نه دولتي. د پښتنو ژوند او هر اړخیز حالت که له نورو سره پرتله کړو، دا ښيي چې تېرو واکمنو سره یوازې د خپلو واکمنو د پایښت غم و، نه د پښتون د پرمختګ او نورو د ځپلو؛ نو ځکه دلته هېڅ قوم پر بل قوم برلاسی نه دی پاتې شوی. ټول مظلوم پاتې شوي، یوازې واکمنې کورنۍ وې چې پر خلکو یې راج چلولی.

په افغانستان کې قومي مسئله تر ډېره رسنیزه ده، واقعي نه ده. که دا بحث له تلویزیونونو ووېستل شي، په حقیقت کې او په عملي ډګر کې د ولس ترمنځ هېڅ ټکر نه شته. په افغانستان کې د قومونو ترمنځ دوستۍ، خپلوۍ او راشه درشه ډېر پراخ دي. تېر جهاد د ملي یووالي طلايي عصر ګڼل کېږي. ډېر پښتانه د استاد رباني (تاجک) په مشرۍ په جهاد بوخت وو او همداراز پروان (تاجک مېشتی ولایت) د ښاغلي حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي قوي مرکز و.
افغانستان؛ ملي او اسلامي هویت؟
دا بحث خو پورته وشو چې درېیمې نړۍ یا اسلامي نړۍ ته نشنلېزم له اروپا څخه راغی او اروپایانو د خپل مشکل په پام کې نیولو سره د دین پر ځای پر نشنلېزم منګولې ښخې کړې. اوس موږ د اسلامي نړۍ ولسونه په وړو او سترو هېوادونو وېشل شوي یو. زموږ د هېوادونو نومونه تر ډېره قومي دي، هویت مو قومي دی، حاکمیت مو د الهي (دیني) پر ځای ولسي یا ملي دی؛ دا یو مجبوریت دی، یو راغلی حالت دی، ښايي له همدې راغلي حالت سره او له خپلو دیني لارښوونو سره ځانونه عیار کړو. دا چې «ملي یووالي» او «اسلامي اخوت» څنګه سره تړلی شو، دا په خپله بېل بحث دی چې ډېرې څېړنې ته اړتیا لري. افغان جهادي رهبر او دیني عالم، مرحوم مولوي محمد یونس خالص او افغان روڼ اندي ارواښاد عزیزالرحمان الفت ورته د «متدین نشلنېزم» حل لار راوباسي. دغه حلو پر خپل ځای؛ خو لا هم دغه رابطه ډېره رڼه او واضحه نه ده.
په هر صورت، په افغانستان کې چې ملي هویت یې د نژدې اسلامي هېوادونو په پرتله ډېر منلی دی، دلته هم که د ولس په کچه خبره وکړو، د ملي هویت په پرتله اسلامي هویت ډېرې ولسي ریښې لري. د بېلګې په ډول، که د عادي افغانانو ورځنیو مکالمو او غوښتنو یا خطابونو ته غوږ شو، د «افغانه!» پر ځای د «مسلمانانو» یا «مسلمانانو وروڼو!» خطاب ډېر کوي. دا بېلګه د دیني علماوو نه راوړم. دا د هغو عادي افغانانو له ژبو راوځي چې د دې بحثونو په لومړنیو ټکو یې هم سر نه دی خلاص. یا که کومه ټولنه په ښار کې یا کومې بلې د ګڼې ګوڼې سیمې کې له ولسه همکاري غواړي، باید د «مسلمانانو» خطاب ورته وکړي، د اسلام د دین په رڼا کې ورته د اجر او خیر دعا وکړي، چې دا ټول زموږ دیني فرهنګ او دیني هویت ډېر ښه په ډاګه کوي. په افغانستان کې ډېرې دیني مدرسې د ولس په لګښتونو او بسپنو چلېږي؛ خو غیردیني بنسټ څوک په ولسي بسپنو نه شي چلولای. دلته د دین ريښې دومره غښتلي او پیاوړي دي، چې د ولس یووالي، خپلوۍ او د دوستۍ مزي يې تر بل هر تړاو څخه ډېر ټینګ تړلي دي. یا که په افغانانو کې پښتانه په پام کې ونیسو. که کوم بل پښتون وویني چې له اسلام څخه انحراف کوي، یا دیني ارزښتونو ته سپکاوی کوي، ډېر به ورته ووایي چې «ته بېخي پښتون نه یې!». په دې معنا چې اسلام او مسلماني يې د پښتونولۍ یو ډېر مهم جز ګڼلی دی. دا او ګڼ نور مثالونه شته چې ښيي د افغانانو ترمنځ لا هم د ملي هویت او ملي فرهنګ په پرتله اسلامي هویت او فرهنګ ډېرې ريښې غځولي او پیاوړی دی.
ولې جنرال طاقت؟
تېر کال جنرال طاقت یوه تلویزیون کې ناپښتنو قومونو ته سپکاوی وکړ. سږ کال یې بیا تر ډېره هماغه خبره؛ خو یو لړ قیدونو سره تکرار کړه. شاید دا پوښتنه هر چا سره راولاړه شي؛ ولې هویتي یا قومي بحث له پاره جنرال طاقت؟؟ جنرال طاقت کوم مورخ دی، ټولنپوه دی، په ټولنیزو پوهنو کې کوم تخصص لري، اخر ولې طاقت په دغسې یوه بحث کې غږول کېږی؟! جنرال طاقت جنرال دی، د خلقیانو د واکمنۍ پر مهال په پکتیا کې د استخباراتو رئیس و! که د دې سړي شخصیت نور ونه سپړو، یوازې يې همدا برخه په پام کې ونیسو، له وطن، وطنوالو او ملي ارزښتونو سره یې مینه او اخلاص راڅرګندېږي. افغانان چې په خلقي و پرچمي واکمنیو کې له څومره وژنو او مهاجرتونو سره مخ شوي، په نژدې تاریخ کې يې بېلګه نه لرو.
زه د خلقي و پرچمي واکمنيو د هر وړوکي کارمند ملي احساس او وطندوستي تر سوال لاندې نه راولم؛ خو لږ تر لږه د مشرانو په کچه شاید دا پرېکړه ډېره ظالمانه نه وي. له بده مرغه د هویت او قومي بحثونو کې تل دغسې کسان ځانګړې رسنۍ وربولي، د دوو تنو مخالفت او توندې څرګندونې بیا غواړي چې په ټول ولس وروتپي.
افغانان او د هویت حل
په افغانستان کې لکه پورته چې یادونه وشوه د ملي هویت پر ځای لا هم د اسلامي هویت ریښې ډېرې غځېدلې دي. دلته ولس ملي هویت هم نه دی رد کړی؛ خو تر دې لا زیات یې پر اسلامي هویت منګولې ښخې کړي دي.
اروپا نشنليزم ته ځکه اړ شوه چې د یووالي بله لار نه وه ورپاتې؛ خو موږ یو غني، ټولمنی او متحدکوونکی دین لرو چې د تاریخ په اوږدو کې يې سره تړلي ساتلي یو. په افغانستان کې ستونزه دا ده چې پردۍ نسخې د افغانستان د ناروغ له پاره تجویزېږي. له ۲۰۰۱راهیسې دلته د «ملت‌جوړونې» سرینده غږول شوې ده. ایا موږ له ۲۰۰۱وړاندې ملت نه و؟! د افغانانو یوازې دیني باورونه دومره ټینګ دي، چې پر خپلو وطنوالو سربېره د لرې اسلامي هېواد استوګن ورته ورور برېښي. مثالونه یې ډېر دي.
دلته «افغان» ټولمنی دی. که یې ځینې نه مني، ورسره شخړه، ټکر او سپکاوی د حل لار نه ده. په زړه پورې دا ده چې د ډیموکراسۍ سرسخته پلویان بیا هغوی ته چې «افغان» نه مني پر هېڅ سپکاوي هیله نه کوي. دا حکم ډېر عمومي هم نه دی، متاسفانه دلته د ستونزې جرړه –تر ډېره- لیبرال فاشیستان دي. داسې کړۍ دواړوو خواوو کې شته چې رسنۍ يې بیا غږ ته نوره هوا هم ورکوي. دوی په هېڅ ډول ولسي ځای ځایګی نه لري. دوی له ولس څخه پرې دي.
افغانان متحد دي. د دوی یووالی تر ملي هویته وړاندې اسلامي هغه راټینګ کړی دی. له ملي یووالي زموږ هدف د ټولنې یووالی او له پاشلتیا مخنیوی دی. دا هدف لومړی په اسلامي یووالي ښه راتلای شي؛ ملي هویت یې ښه مرستندوی کېدای شي، که یې څوک نه مني –چې بې له شکه پاموړ شمېر کې نه دي- هغوی خپل نظر لري. ډېر توند، احساساتي او له ولولو ډک چلند ښايي دغه کوچنی اختلاف تر ولس پورې ورسوي چې بیا يې مهار کول د هر چا د وس خبره نه وي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

جلالی صاحب السلام علیکم : ډیره ښکلی او به ځای لیکنه دی لیکلی ، زه ورسره سل په سلو کی توافق لرم آو ځينی برخی یی زما د باره اموزنده هم وی ، په رشتیا هم مونږ انسانان څومره د ځانو سره په دښمنی کی یو ، الله ج زمونږ خالق دی زمونږ دفطرت له مخی یی مونږ انسانانو ته اسلامی نظام مونږ ته تحفه کړو ولی زمونږ ناپوهه انسانان شیطان ته پناه وړی شیطان ورته کله د یوه او کله د بل ایزم ګلدسته ورکوی ، دا سمه ده چه قومیت ، ژبه ، رنګ او سمت د پيزندنی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x