افغانستان

مشرانو جرګه: وروستیو ناامنیو کې لوړ پوړي چارواکي لاس لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۲۳مه ۱۳۹۳ل): د مشرانو جرګې یو شمېر غړو نوی حکومت د امنیت په تامین کې ناکام بللی او تور یې پورې کړی چې لوړپوړي چارواکي په ناامنیو کې لاس لري.

په دې وروستیو کې د پلازمېنې کابل په شمول په ډيری ولایتونو کې د طالبانو بریدونه زیات شوي دي.

د مشرانو جرګې لخوا خپاره شوي راپور په اساس په تېرو پنځو ورځو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو په شمول ۳۴ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.

په دغه جرګه کې د کابل د خلکو استازي هدایت الله رهايي په نننۍ ناسته کې وویل چې نوی حکومت په دوو میاشتو کې ونه توانید چې د هېواد امنیتي وضعیت کې تغییر راولي.

نوموړي زیاته کړه چې که حکومت امنیت نشي تامینولی باید خلکو ته اعلان وکړي چې خپل امنیت په خپله ونیسي.

په مشرانو جرګه کې د بدخشانو د خلکو استازي میربهادر واصفي وویل چې د پردیو هېوادونو جاسوسان د دولت په چوکاټ کې ځای لري او په هېواد کې يې د ناامنۍ له پاره ملاوې تړلي دي.

د واصفي په باور تر هغې چې حکومت دغه «جاسوسان» پیدا نه کړي او د خپلو اعمالو جزا ورنه کړي په هېواد کې امنیت نشي راتللی.

د کابل ولایت د خلکو یو بل استازي خالقداد بلاغي په نننۍ ناسته کې وویل چې حکومت دې د هېواد د امنیت تامین لپاره باید نوې ستراتيژي جوړه کړې څو د امنیتي او ملکي وګړو د وژنې مخه ونیول وشي.

نننۍ ناسته کې د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د دغې جرګې په استازیتوب په هېواد کې د ناامنیو وروستۍ پېښې په کلکو ټکو وغندلې. نوموړي وویل چې په وروستیو کې د نا امنیو کچه زیاته شوې.

د مسلمیار په وینا حکومت باید هغه دولتي کسان چې د وسله والو مخالفینو او ناامنیو کې لاس لري پیدا کړي.

مسلمیار همدا راز د سي آی ای لخوا په بهرنیو زندانونو کې د افغانانو شکنجه کول هم په کلکو ټکو وغندل او دغه ناسم چلند يې په هېواد کې د ناامنیو ستر عامل وباله.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو بریدونو زیات شوي دي.

یوازې په پلازمېنه کابل کې په تېرو څلور ورځو کې ۳ بریدونه وشول. دوه بریدونه د ملي اردو په دوو بسونو او یو هم د فرانسویانو په کلتوري مرکز وشو.

همدا راز په پروان ولایت کې د یوې چاودنې په ترڅ کې ۲ امریکایي پوځيان ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x