
طلوع د اسلامي او انساني ارزښتونو په مقابل کې
امت کالم، نن ټکی اسیا: د طلوع تلویزیون د حج او اوقافو وزارت او د مليامنیت ریاست ته شکایت کړی وه چې د شېرشاه سوري جومات امام په طلوع تلویزیون پسې بدېردې وایي نو بناءً دا سړی باید د قانون (!) منګولو ته وسپارل شي. نه پوهېږم چې د امنیت او د حج او اوقافو وزارت غبرګون به ددوی د عریضې په وړاندې څّه وي خو یو څه چې ډېر واضح دي هغه د طلوع تلویزیون چشمپارګي ده چې د ټول افغان ملت پر وړاندې یې ترسره کوي. غواړم یو څه د طلوع دننه په جنسيبداخلاقیو ولیکم چې ددې تلویزیون ځینې کارکوونکې یې هم وخوړې او ځینې نورې یې د بدنامۍ لهکبله ترننه پورې ژوندۍ ورکې دي.
د طلوع پر وړاندې غبرګونونه یوازې د سوريجومات د امام د زړه غبرګون دی بلکې دا د هغو رښتینو افغانانو د زړه غږ دی چې پر وطن یې د اسلام د حاکمیت پخاطر مشروعه دفاع کوله او کوي یې. د فاحشو پروګرامونو او د افغان مسلمان نسل د بېلارې کولو او ډمکولو پر ضد هر مسلمان افغان غږ پورته کوي. طلوع د حیا، عزت او شرم ټولې پولې ماتې کړي دي او بسنه یې لا پر دې چېرې کړې، د افغانیت او اسلامیت چې کوم نورمونه او ارزښتونه دي د همدې تلویزیون له لارې پایمالېږي او تمسخر کېږي.
په ۱۳۸۴ کال کې یوه کارکوونکې چې شیمارضایي نومېدله او د ځوانانو او موسیقۍ پروګرام یې مخته ووړ د نامعلومو کسانو له لوري ووژل شوه.د طلوع تلویزیون د فحاشۍ حد تر دې ورسېد چې پروسږکال د ثور په ۲۴مه یوې ښځینه کارکوونکې “ارزو” پخپل دفتر کې ځان غرغره کړ. ویل کېدل چې آرزو د همایوندانشیار د زوی (فرهاد) له لوري د تجاوز لاندې راغلې وه او وروسته یې چې ورسره له واده انکار وکړ نو هغې هم پرته له غرغرې بله چاره نه درلوده.

د شیما رضایي د قتل په موضوع کې څارنوالۍ او د طلوعکارکوونکو هم ډول ډول خبرې کولې. ځینو منابعو ویل چې شیما رضایي د شکېب ایثار او سلیماناشنا له لوري بېحرمته شوې وه او وروسته همدې دواړو د کرایيقاتلینو له لوري په قتل ورسوله او ځینو منابعو ویل چې وروسته له بېحرمتۍ یې بله چاره نه درلوده نو خودکشي یې وکړه. څارنوالۍ ویل چې د سرایشهزاده یوه صراف چې شاهمحمود نومېده شیما رضایي په قتل ورسوله. خو هر چا چې دا جنایتونه وکړل تراوسه یې دوسیې بندې پاتې دي او نه څارنوالۍ، نه عدلي او نه هم کشفياورګانونو مجرمین پیدا کړل او نه یې علني محکمې ته راکش کړل. شکېب ایثار تر ننه پورې په اروپا کې ورک دی او سلیمان اشنا د امریکاغږ په تلویزیون کې کار کوي او ټول یې ویني چې هره شپه خبرونه وایي.
ځینو خبري اژانسونو د خپلو تحقیاتو په لړ کې دا ثابته کړې وه چې د ارزو د قتل په اړه سعدمحسني د طلوع تلویزیون رئیس چې د همایون دانشیار د خالهزوی دی، د ارزو کورنۍ او د کشفي او امنیتياورګانونو منسوبینو ته د پیسو د ورکولو په بدل کې غلي کړل او دوسیه یې بنده کړه. دوی د شیما رضایي د قتل موضوع هم په همدې ډول بنده کړه او ترننه پورې چې دادی څه باندې لس کاله یې پوره شول چا یې په اړه خبره ونکړه. د شیما رضایي جسد عدليطب ته انتقال شوی وه او هغوی پرې تحقیقات کړي ول، د هغوی د تحقیقاتو په نتیجه کې مالومه شوه چې د نوموړې په بدن د وهلو او ټکولو آثار نشته او د سترګو شاګانې یې شنې آرایش شوې وې. داکترانو وویل چې په نوموړې جنسيتېری شوی وه.
د شیما رضایي د قضیې په اړه داسې هم ویل کېدل چې سعد محسني یې کورنۍ ته ډېر مال ورکړ او د هغې مور یې دېته حاضره کړه چې د رسنیو په مخ کې ووایي چې شیما خودکشي کړې ده، رسنیو همدا خبره تاو راتاو کړه او ددې ترڅنګ یې نورو قاضیانو، څارنوالانو او امنیتي منسوبینو ته هم د رحموکرم مال عطا کړ او چوپه خوله یې هر څه تېر کړل.
په همدې ډول د طلوع د یوه ژورنالست له لوري پر یوې بلې ژورنالستې د دفتر په منځ کې زورزیاتی کېږي او جالبه یې داده چې بل ملګری یې ځان ته پټ کېنولی او خپله ننداره یې پخپله ثبت کړې. له هغې ویډیو داسې مالومېده چې انجلۍ یې بلکمېل کوله، او همداسې یې وکړل. وروسته له هغې چې دا ویډیو خپره شوه هغه انجلۍ بیا چا و نه لیده چې ژوندۍ ده او که مړه ده.
د افغانستوري په نامه د ډمتوب په پروګرام کې هغه فحاشۍ کېږي چې د افغانیت او اسلامیت ضد دي، دا د هېڅ چا له سترګو پټې ندي او داسې په ښکاره د افغانیت او اسلامیت ضد خپرونې کوي چې ګومان به کوې دوی هم دولت دي، هم حکومت او هم رسنۍ. په افغانستوري پروګرام کې پر حجاب ملنډې وهل او شعایرو ته سپکاوی کول یې عامه چاره ده.
پروسږکال چې کله په همدې برنامه کې د برنامې قاضي چې د هلکانو او انجونو د سندرو قضاوت پر غاړه لري، د یوه هلک له غږ څخه د اغېزمنېدو وروسته هغه ته په خطاب کې وویل چې ستا دومره ښایسته غږ دی چې زه فکر کوم ستا په غوږ کې (العیاذبالله) اللهتعالی د آذان پر ځای سندره غږولې… اول خو دا کمبخت پدې نه پوهېږي چې د ماشوم په غوږ کې آذان څوک کوي او دا یې له څومره جرأت څخه کار اخستی چې په یوه ۳۶ملیوني مسلمان دولت کې د مسلمانانو خدای ته داسې بد نسبت وکړي. ملایانو پرې د کفر فتوی صادره کړه خو هېڅ ځای یې و نه نیوه. نه دا ډم په دار شو، نه د آرزو قاتل، نه د شیمارضایي قاتلان او نه د هغې بلې انجلۍ د ویډیو ثبتوونکی چې اوس هم په طلوع کې کار کوي.
دا دولت له داخله دومره شړېدلی او فاسد دی چې د فساد کچه یې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې نه لیدل کېږي او همدا لامل دی چې د نړۍ د ډېرو فاسدو دولتونو په سر کې راځي. دلته د فساد له عمده عواملو د حکومت دننه موازي حکومتونه دي چې یو له هغو کولای شو بهرني سفارتونه په ګوته کړو. دا چې فساد شړولی دی نو د قضا او څارنوالۍ چې د فساد له عمده مراکزو څخه شمېرل کېږي، څه تمه او توقع ولرو چې دوی دې خپله دنده په ښه توګه سر ته ورسوي پداسې حال کې چې ددې ټولو قضیو تعقیب د کشفياورګانونو وروسته د همدوی په لاس کې دی. بهرني ډونران (بسپنهورکوونکي) چې د رسنیو بسپنې ورکوي، رسنۍ خپلې چاکرانې بولي او له خپلې اجنډا سره یې هغه ډول لوبوي لکه څنګه چې یې زړه غواړي.
پداسې یوه هېواد کې چې یوه رسمي رسنۍ د پیسو په مقابل کې قتل، فحشاء او جنسيبېلاري د حکومت په ملاتړ اخلي نو ددې جغرافیې وګړي به څنګه ددوی په بېلاريکوونکو پروګرامونو نه بېلارې کېږي او څوک به وي چې پداسې حالت کې ددوی پر خوله د سکوت مهر ووهي؟
که چېرې دا پروګرامونه او ددې پروګرامونو په ملاتړ خبرې کول د بیانآزادي او دیموکراتیکو اصولو ته ژمن پاتېکېدل وي نو زما د ټولنې د اصولو د ماتېدو ګرم څوک شول، دا پړه پر چا واچوم او څوک محکمې ته راکش کړم؟ که چېرې خپله خبره نقض کړم او ووایم چې محکمه کې ناست قاضي خو هم دوی په پیسو اخستی دی نو حتی دومره هم نشم کولای چې د خپل بچي پر بېلارۍ اوښکې توی کړم او د منبر پر سر په چیغو چیغو وژاړم…!
زه نه پوهېږم چې لدې خلکو ولې د فردي او ټولنیزو اصولو تفکیک ورک شوی دی او یا داده چې پرې پوهېږي خو قصداً او عمداً دا کار کوي. پدې کې هېڅ شک نشته چې د طلوع تر شا د امریکا سفارت ولاړ دی او دا کوم پروګرامونه چې مخته بیایي ددې ټولو سپانسر د امریکا سفارت کوي – کله چې د امریکا سفارت یې سپانسر کړي نو باید د هغوی اجنډا هم پلې کړي.
ملت او د دولت دننه باوجدانه او مسؤولیت پېژندونکي چارواکي باید دغه ظرافت او باریکي درک کړي او د افغانیت او اسلامیت پر وړاندې ددې دښمنې رسنۍ مخه دې ونیسي کنه هغه وخت کې چې اوبه له ورخه تېرې وي لاس مروړل څه فایده نلري. همدا یې وخت دی، جنګ شودیار سر شودیار…!
امت، د عبدالبصیر عتیقزي کالم، نن ټکی اسیا
کله کله چی دا تلویزون ګورم نوماغزه می ورته سوزیګی و د طالبانو نه می ګله داده چی ولی پری حمله نکوی – او یا خلک دی ورته اور واچوی
دا تلويزون خو دجهاد او مقاومت دبر كت نتيجه ده …مقاومتي او جهادي رهبران ورته اوس هم لاس به ست دي
زما په نظر د خارجيانو د پر مختللو وسلو او جنګ پر څاي اطلا عاتي وسلي او جنګ ډير اغيزناک او خطرناک دي۔ د ټولو مسلمانانو ورونو،خصوصا ګرانو هيواد والو،په تيره بيا څوانانو ورونو او خويندو څخه دا غوښتنه کوم چي په قرآن کريم او نبوي(ص) سنتو باندي منګولي ټينګي ولګوي، د علما حق سره اړيکي او مېنه پيدا کړي، دغه يوازني لاره ده چي داسلام او هيواد د دښمنانو طوطې ور شندي کړو۔
طلوع تلویزون باید د یوی مظاهره په بهانه وسوزول شی. دا یواځینی د حل لار ده
زما په فکر غرب د خپل ملاتر لپاره طلوع تلویزون ته دیری پیسی ورکوی او هغه سیاسی پروکرامونه چی جوریری دهغوی اجندا هم د بهرنی سفارتونو لخو ورته برابر کیری . او بله داچی نومری تلویزون د دولت پتو اسنادونو ته هم لار کوی او هغه خلا کوی تر څو په ځینو وختونو کی تری کټه واخلی . او هغه جنایتونه جی دی کوی په دولت پاندی پټ کری . زه ولسی جرکی ته حیران یم چی ملالی خو یی په بوتلونو ویشتله مکر دلته ولی چوپ ناست دی . لعلی
سلام
ګرانه واقعیت خو واقعیت وی
مشران وای : پاټی تول وخوړ اوس هم وای موږک دی