fbpx

اسټراليا: سډني ښار کې وسله والو پر يو هوټل بريد کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۲۴مه ۱۳۹۳ل): د اسټراليا هېواد تر ټولو ستر ښار سډني کې دوو ناڅرګندو وسله والو پر يو هوټل يرغل کړی او هوټل کې يې ناست کسان يې يرغمل کړي دي.

د سډني پوليسو په خپله رسمي فيسبوک پاڼه کې ليکلي، چې دوی حالات څاري، سيمې ته يې امنيتي ځواکونه لېږلي او هڅه کوي، چې هوټل کې بندو کسانو سره اړيکه ونيسي.

دا هوټل د سډني مارټن پليس سيمه کې دی او پوليسو خلکو ته ويلي، چې له کورونو راونه وځي او د خپلو کورونو په کړکيو کې هم باید سيل ونه کړي، ځکه چې حالات ډېر ترينګلي دي.

د استراليا رسمي رسنۍ وايي، چې له هوټله د ډزو او چاودنو غږونه اوريدل کيږي او تر اوسه دا نه ده، څرګنده، چې هوټل کې دننه څومره کسان بند پاتې دي.

د استراليا د رسمي تلويزونو له قوله د نوموړو بريدګرو په لاسونو کې تورې جنډې دي او په عربي پرې څه شی ليکل شوي، خو لوستل کيږي نه.
پوليسو هوټل ته نژدې د سډني تاريخي ودانۍ «اوپراوا هاوس» هم خالي کړې او خلک يې خوندي سيمو ته لېږدولي دي.

د استراليا صدراعظم ټوني ايبټ د دغه هېواد حالات ترينګي ښوولي او خلکو ته يې د احتياط او خپلو کورونو کې د اوسېدو امر کړی دی.

راپورونه وايي، چې ياد هوټل کې شاوخوا دېرش تنه موجود دي او امنيتي ځواکونه تر اوسه د دغو کسانو په ژغورلو نه دي بريالي شوي.

د يادو بريدونو له امله د سيمې نژدې دوکانونه، بانکونه، اورګاډی او نورې دولتې ادرې د حکومت له لوري بندې شوي دي.

استراليايي چارواکي وايي، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې دغه بريدګر اسلامي دولت سره اړيکې نه لري او په دې اړه به رسنيو سره وروسته معلومات شريک کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د