اردوګان: مسلمانان له يو والي او ورورولۍ پرته بله لار نه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۲۴مه ۱۳۹۳ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان وايي، چې د نړۍ په لر و بر کې د مسلمانانو د خوارۍ او ستونزو يوازنی لامل د دوی بې اتفاقي او خپلمنځي شخړې دي او تر څو چې مسلمانان د وروڼو په توګه سره يو شوي نه وي، ښه ورځ به ونه ګوري او مسلمانان له يو والي او ورورولۍ پرته بله چاره نه لري.

رجب طيب اردوګان استانبول کې د مولانا جلال الدين بلخي په ياد يوې غونډې ته په خپلې وينا کې نوموړی د اسلامي امت يو خواخوږی مبلغ وباله او زياته يې کړه، چې مولانا جلال‌الدين بلخي له افغانستانه د ترکيې سيمې ته د اسلام د دعوت او د مسلمانانو تر منځ د مينې او يو والي په موخه راغلی و او د مسلمانانو د اوسنيو ستونزو يو لامل دا دی، چې د مولانا په څېر د مينې او يو والي درس ورکوونکي فلسفي څېرې د نشت برابر دي.

اردوګان زياته کړه، چې مولانان بلخي اووه پېړۍ وړاندې د قران او حديثو په رڼا کې نړۍ ته د مينې او يووالي درس ورکاوه او د دې لپاره يې خپل عمر وقف کړی و.

اردوګان پر اسلامي نړۍ غږ وکړ: «قبله مو يوه ده، اذان او قران مو يو دی او پيغمبر مو د ګردې نړۍ لپاره د مهربانۍ او خلاصون استازی و او تر څو مو چې خپل صفونه يو کړي نه وي، نو ښېرازي او خوښي ناشونې ده او د همدې لپاره بايد ټول مسلمانان د وروڼو په څېر ژوند وکړو.»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د