په فراه ولایت کې د امنیتي شرکت زیات شمير ساتونکي وژل شوي دي
نن ټکی آسیا: د فراه ولایت امنیه قوماندانی نن خبر ورکړ چي تیره ورځ د دغه ولایت د بکوا په ولسوالۍ کې د امنیتي شرکت یو کاروان د طالبانو د کمین سره مخ شو، چي د جګړې په ترڅ کې د امنیتي شرکت ۸ تنه ساتونکي ووژل شوه، او دوه نور ټپیان شوه.
امنیه قوماند سید محمد روشندل ویلي چي طالبانو ۲ تنه ساتونکي له ځانه سره هم بیولي.
نومړي زیاته کړه چي د شرکت ساتونکو پرته له دې چي د امنیتي ځواکونو سره په همغږي سفر وکړي، دداسي یو پيښي سره مخ شول.
ددې تر مخه د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي وه چي دغه برید طالبانو د نومړي ولسوالۍ په سیاو اغا سیمه کې پر یو امنیتي شرکت تر سره کړ، چي د جګړې په ترڅ کې ۱۹ ساتونکي ووژل شوه، او پنځه نور ټپیان شول.
هغه زاته کړه چي طالبانو په دغه برید کې د دوه تنه ساتونکي د یو شمیر وسلو او مهماتو سره نیولي هم دي، او پر دغه سربیره يې د ساتونکو د سپرلۍ پنځه عرادې موټر هم سوځولي دي.
باید وویل شي چي تیره ورځ په دغه ولایت کې د فرنسې یو جیټ جنګي الوتکه هم لویدلې وه، چې په اړه يې د قاري یوسف احمدي وویل چي دا الوتکه ددوي په ډزو را لویدلې.