کور پاڼه / دیني، سیرت او تاریخ / په څو کرښو کې لوی مفاهیم ـ ۷

په څو کرښو کې لوی مفاهیم ـ ۷

حامد افغان

1) سجده

کله چې کوم کبرجن ووينئ پوه شئ چې دی به لمونځ ښه نه کوي او یا به یې بیخي نه کوي، څوک چې ښه لمونځ کوي نو ډېري سجدې او کِبر نه شي سره یوځای کیدلی: قرانكريم وایي: سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِمْ مِنْ أَثَرِ السُّجُودِ . سورة الفتح 29. له امام مجاهد رحمه الله نه په صحي روایت کې راغلي چې دلته مراد “عاجزي ” ده. نو ډېر سجده کوونکي کبرجن نه وي عاجزه وي. اللهم اجعلنا ساجدین لک مخلصین.

2) د مومن دوه مهم صفتونه

او د مهربانه ذات بندګان هغه دي چې په ځمکه درانه او عاجزه روان وي، او کله چې جاهلانو ته مخاطب شي ښه او کره خبره او سلام ورته کوي . وَعِبَادُ الرَّحْمَٰنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا (سورة الفرقان63).

په دې ایت کې د مومنانو دوه مهم صفتونه بیان شوي دي یو دا چې هغوی درانه او محترم وي او له کبر او غرور نه لري وي او بل دا چې له جاهلانو او ناپوهانو سره د اړیکو په مهال د هغوی جهالت او ناپوهي په درنښت او کره او نرمه خبره ځوابوي محمد بن الحنفیه وایي: مومنان به درانه او پاک وي د ناپوهي کارونه به نه کوي که څوک د ناپوهي چلند ورسره وکړي دوی درانه وي او ورته چلند نه ورسره کوي.

3) نن د پرون په هينداره کې

او ځیني خلک چټي خبرې اخلي چې (خلک) د الله له لاري بیلاري کړي. وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ . [لقمان:6]، ویل کیږي دا ایت د النضر بن الحارث په باره کې نازل شوی دی، هغه به د فارس د ځیني پاچاهانو لکه رستم او اسفنديار خبرې او کیسې اخیستلې، په دې به یې د قریشو مجلسونه ښایسته کول څو قران ته غوږ ونه نیسي، [تفسير الطبري].

نن څومره پرون ته ورته حالات دي، نن سبا څومره اخلاق خرابوونکي لیکنې، فلمونه او نور .. خپریږي، خلک د قران او قراني اخلاقو په اړه موضوعاتو ته څومره کمه توجه لري او د ادب او ترفیه په نوم په موضوعاتو او خواله رسنیو شپه ورځ بوخت وي. نن ته که د پرون په هينداره کې وګورو د النصر بن الحارث پریمانه پیروان زموږ ځوان کوول ته د داسې اسبابو په برابرولو بوخت دي چې هغه یې له قرانکریم او نبوي لارښوونو راګرځوي او بیلاري کوي.

4) صلاح او اصلاح

او ستا رب په ظلم سره کلي نه هلاکوي که خلک یې اصلاح راوستونکي وي. وما كان ربك ليهلك القرى بظلم وأهلها مصلحون، [هود:117].

“مصلح” هغه کس ته وایي چې پخپله صالح او نیک عمله وي او اصلاح راوستونکی هم وي، او “صالح ” هغه چې پخپله ښه وي ، دلته الله جل جلاله (واهلها مصلحون) ویلي دي ” صالحون ” یې نه دي ویلي ځکه یواځي د ځان اصلاح نجات ورکوونکې او د الله له عذاب نه خلاصوونکې نه ده، باید ځانونه پخپله هم اصلاح او اصلاح راوستونکي وګرځوو. نو له صلاح (ځان سمولو) سره اصلاح (نور سمول) لازمه شوه

5) په دعوت کې حرص او اخلاص

ثُمَّ إِنِّي دَعَوْتُهُمْ جِهَارًا ثُمَّ إِنِّي أَعْلَنْتُ لَهُمْ وَأَسْرَرْتُ لَهُمْ إِسْرَارًا .سورة نوح. یعني بیا مې دوی ته په ښکاره دعوت ورکړ، بیا مې هغوی ته دعوت اعلان او په ډاګه کړ، او په پټه مې هم دعوت ورکړ.

نوح علیه السلام د خپل دعوت خبره کوي چې خپل امت ته یې په ښکاره او پټه هر ډول دعوت ورکړی، د ( اعلنت) او (اسررت) په تفسیر کې د تفسیر وتلی امام مجاهد بن جبر المکي رحمه الله وایي: چیغې او نارې مې ورته وکړې او کورونو ته یې ورغلم. د نوح عليه السلام د دعوت په دې چلند کې د داعي له پاره ډیر څه پراته دي داعي باید د دعوت په لاره کې ډېر حریص واوسي هغه باید خپل قوم ته په ډاګه او پټه هره لاره دعوت ورکړي، لکه څوک چې خپل اولاد ته په ډېر اخلاص سره په پټه او ښکاره نصیحت او لارښوونه کوي؛ د الله دین ته رابلونکي هم باید په دعوت کې همداسي مخلص او حریص وي. ځکه په دعوت کې حرص او اخلاص د انبیاو علیهم السلام لاره ده.

6) د کمې ډالۍ منل

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرایي: که زه تش وزر ته وبلل شم ورځم ، او که ماته تش وزر یا د پسه پښه په تحفه کې راکړل شې قبلوم یې .عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: لَوْ دُعِيتُ إِلَى كُرَاعٍ لأَجَبْتُ، وَلَوْ أُهْدِىَ إِلَىَّ ذِرَاعٌ أو كراع لَقَبِلْتُ ، رواه البخاري،

ذراع د پسه یا بل څاروي وزر ته وایي او کراع یې لینګي ته وایي او هغه لینګی چې له غوښې خالي وي، علماء وایي: د دې مطلب دا ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هر څومره کمې تحفي او ډالۍ ته هم په درنه سترګه کتل او منله یې او خلک یې دې ته هڅول چې هر څومره کمه ډالۍ وي هم باید درنه وبلل شي او ډالۍ ورکونکی خپه نه کړل شي .

7) کامل مومن نه دی

انس بن مالک رضی الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه چا په ما ایمان نه ده راوړی (کامل مومن نه دی) چې په ډکه ګېډه شپه سبا کړي او څنګ ته یې ګاونډی وږی وي او دی پرې خبر هم وي. عن أنس بن مالك ـ رضي الله عنه ـ قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ما آمن بي من بات شبعان وجاره جائع إلى جنبه وهو يعلم به. رواه الطبراني في الكبير والحاكم في المستدرك و صححه الذهبي.

د حدیثو شارحین لیکي چې د {ما امن بي} (په مایې ایمان نه ده راوړی) مطلب دا ده چې دا کس پوره او کامل مومن نه دی، ځکه ده د ګاونډيتوب حق نه ده پوره کړی، بخيل، بېغوره او ناترسه دی، که څوک د ایمان تکمیل غواړي او له نقصانه یې ځان ژغوري د خوار او بې وزله ګاونډي د حال پوښتنه باید هېره نه کړي، او د اړتیا په صورت کې دي مرسته ورسره وکړي.

8) شک او تردد مه کوئ

رښتیني مومن چې له کره علماو دین او ایمان ترلاسه کړی وي او هغوی د کتاب او سنت په رڼا کې ورته روښانه کړی وي، نو په دین او ایمان دي ثابت او ولاړ اوسي د بې دینه خلکو او آیتیستانو په پوچو او سطحي دلایلو دي نه دوکه کیږي او له حالاتو سره دي لوری نه بدلوي.

د اسلام د ټولو یا اکثره احکامو او اخلاقو په اړه تفصيلي علم او په هغو د مستشرقینو او آیتیستانو د نیوکو ځوابونه یواځي د جیدو او کره علماو د وس خبره ده نو د دوی په نیوکو سره باید عام سړی د شک او تردد ښکار نه شي دا نیوکې باید علماو ته وړاندي او د حل کوښښ یې وکړل شي.

9) حق او عدل

عمر بن عبد العزيز رحمه الله ته چا وویل: خلک سرکښه او بداخلاقه شول له لښتې پرته په بل شي نه سمیږي. ده ورته وویل: دروغ وایئ عدل او حق یې سموي.

په عدل او حق سره د خلکو سمول د رباني، عادل او حقپرست عالم کار ده متاسفانه نن سبا دا صفتونه په خلکو کې کم شوي دي ځکه لښتو او زورکارولو ته پناه وړي.

10) تار او ستن

کورته یې مسکین ورغی او د خیرات غوښتنه یې وکړه، ده ورته وویل: لیږ صبر وکړه، کور ته ننوت ليږ ځنډ وروسته په داسي حال کې راووت چې تار او ستن یې په لاس کې و او مسکین ته یې وویل: باور وکړه په کور کې مي هیڅ شی هم نه و او دا مي هم زړه نه غواړي چې تش لاس ناامیده دي ولیږم، مهرباني وکړه لیږ راته کښېنه چې جامې دي در وګنډم، هغه ورته کښېناست او ده یې جامې وروګنډلې!.


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ