ټاکنیز کمیسیون: د ولسي جرګې ټاکنې پخپل وخت نه ترسره کېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسوولین وايي چې روانو حالاتو ته په کتو به د ولسي جرګې ټاکنې پخپل وخت ترسره نه شي.

تر دې وړاندې ټاکل شوې وه، چې د ولسي جرګې ټاکنې به د را روان لمریز کال په پیل کې ترسره شي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسوولین وايي، چې د دولت اوسني اقتصادي وضعیت ته په کتو دولتي بودیجه نه شي کولای چې د دوی مالي لګښتونه پوره کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي چې په راتلونکو ټاکنو کې به ۲۵۰ میلیونه ډالره لګښت وشي، چې د ماليې وزارت اوسني حالت ته په کتو، د دوی له وسه پوره نه دی.

تر دې وړاندې د ماليې وزارت مسوولینو ویلي و، چې که نړیواله ټولنه ژر تر ژره مرسته ونه کړي، دولت د خپلو کارکوونکو او د هغو د ادارې د لګښتونو لپاره پیسې نه لري.

د ماليې وزارت د خزانو رییس محمد اقا کوهستانی وايي، چې دوی له نړیوالې ټولنې د ۵۳۷ میلیونو ډالرو غوښتونکي دي، او په خبره يې که ور نه کړل شي نو د کارکوونکو معاشونه او د ادارو لګښتونه به راتلونکي کال ته پاتې شي، چې د راتلونکي کال په بودیجې به ډېره بده اغېزه وکړي.

له بلې خوا نا تاييد شوي راپورونه وايي چې له امریکا سره د امنیتي تړون په بدل کې امریکايي مشرانو له افغان پارلمان سره ژمنه کړې، چې د دوی د دندو موده به یو کال نوره هم وغځوي، ځکه خو ښايي ټاکنې پخپل وخت ترسره نه شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د