افغانستان

نورستان: طالبانو د دواب ولسوالۍ ونیوله

taliban_flag_on_bargmatal_baseنن ټکی آسیا: په نورستان کې وسله والو طالبانو د دوو ورځو د جګړو وروسته د دواب ولسوالۍ ونیوله.

د نورستان امنیه قوماندان جنرال شمس الرحمن ویلي چي ددوي ځواکونو تیره شپه شاو خوا یولس نیمو بجو باندي د د ولسوالۍ د ودانۍ څخه تکتیکي شاتګ وکړ.

د نومړي په وینا د ولسوالۍ په ودانۍ کې نه دولتي ځواکونه شته، او نه طالبان.

د دواب ولسوال فدا محمد ویلي چي جګړه اوس هم روانه ده، او طالبانو په غرونو کې مورچې نیولي دي، او تر اوسه ۸ طالبان او درې پولیس وژل شوي دي.

د نومړي په وینا طالبان په عصري سپکو او درنو وسلو سمبال دي، او له دولتي ځواکونو څخه ښه مجهز دي.

په سیمه کې یو د حزب اسلامي یو قوماندان پژواک خبري اژانس ته ویلي چي دوی هم د طالبانو سره په دغه جګړو کي ګډون لری، او تر اوسه دوی ته ۲۰ تنه پولیس تسلیم شوي دي، او تر ۵۰ میله زیاته وسله يې هم غنیمت کړې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله “مجاهد” ويلي چې تيره شپه د دوآب ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو لاسته ورغله.

هغه زياته کړه چې د ولسوالۍ مرکز تيره ورځ طالبانو نيولى ؤ او يواځې دوه (2) امنيتي پوستې پاتې وې چې تيره شپه د دولس بجو په شا او خوا کې ونيول شوى.

همدا راز طالب وياند د پنځلس (15) تنو دولتي سرتيرو د ژوندي نيولو ادعا وکړه او زياته يې کړه ( د دوآب ولسوالۍ په ودانۍ کي داسلامي امارت مجاهدينو پنځلس (15) تنه دولتي سرتيري ژوندي نيولي او هم  دوه (2) عرادې  رېنجر ، دوه  ټانګونه اوګڼ شمېر نور مهات دغنيمت په توګه ترلاسه شوي دي).

طالبانو ددې تر مخه د برګمټال ولسوالۍ هم نیولي وه، او تر اوسه هم ددوي په لاس کي ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x