برېکس؛ د څو-قطبي نړۍ «لایسنس!!»

ليکوال: احمد بلال خليل

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته نړیوال نظام د تحول پر درشل ولاړ و، له ملګرو ملتونو رانیولې د پيسو تر نړیوال صندوق پورې (آی ایم ایف) هر څه امریکايي «ټيپ» ته برابر کړل شول. امریکایانو د پيسو په نړیوال صندوق کې د (ماکرو اقتصاد) د وتلي انګلیسي نابغه (جان میرډ کینز) سره هم اقتصادي کرښې لاندې باندې کړې او د ده د انګلیسی‌پالو ګټو د خوندي کولو له طرحې سره یې مخالفت څرګند کړ، او پای یې نړیوال اقتصاد د سرو زرو له سیسټمه واړوه او اوسني سیسټم ته یې پکې بدلون ورکړ.

پای دوی پکې هم د ویټو خاوندان شول او هم یې د نړۍ اقتصاد په ولکه کې واخیست .د دې وروستاړي په اړه یو امریکايي ډېر په زړه پورې کتاب هم کښلی دی، چې ده پکې خپلې هغه کیسې په ډاګه کړې دي، چې دوی (اقتصادي ښکاریانو) به څرنګه د نړۍ اقتصادي بازارونه د ښکار نښې ګرځولې (Confessions of Economic Hitman).

هېره دې نه وي، چې د استعمار د همدې اقتصادي ښکاریانو پرخلاف د مالیزیا تکړه ولسمشر مهاتیر محمد هم په وار-وار خپل آواز پورته کړی دی، په تېره بیا د تېرې پېړۍ د آسیان د هېوادونو په اقتصادي بحران (1997 ASEAN Crises) کې د ده څرګندونې، چې لویدیځ د مالیزیا پرمختګ نشي هضمولای، او اوس غواړي مالیزیا په اقتصادي بحران کې لتاړ کړي، په ښه توګه څرګندیدلای شي.

لرې به نه ځو، په ترکیه کې د چاپېریال پر سر پړسول شوی انډوخر هم څه زړه بیلګه نه ده، چې پای یې اردوګان دې ته اړ کړ، چې ووايي، دا هر څه د سودي نرخ لابیانو(Interest Rate lobby) له خوا رامنځته شوي وو. البته دلته مالومه نه ده، چې د اردوګان نغوته د هېواد دننه عاملینو ته وه، او که د هېواد بهر، او یا بیا دواړو ته؟!

اوس، چې اوس دی او پکې د برېکس هېوادونو د شانګهای سازمان نه یوه لسیزه وروسته د برېکس په نامه یو پیاوړی غورځنګ رامنځته کړی دی، یو څه وخت وړاندې د آی ایم ایف په مقابل کې خپل نړیوال بانک هم پرانیست.

دا نوی سازمان (برېکس) چې د (ګولډمان ساخس) د طرحې له مخې پرمخ واچول شو، پخپل وجود کې دوه مهم خو اساسي هېوادونه لري: چین او روسیه. او نور هېوادونه یې هند، سویلي افریقا او برازیل دي. همدا لامل دی، چې نوم یې هم برېکس دی، د ټولو هېوادونو د نومونو لومړي ټکي یې راخستلي او د سازمان نوم یې پرې ایښی دی (بي: برازیل؛ آر: روسیه؛ آی: انډیا؛ سي: چین؛ ایس: سویله افریقا).

په دغو کې دوه ډېر مهم خو اساسي هېوادونه دي: چین او روسیه. دواړه چین او روسیه د سوابقو له مخې زړه راښکونکې اړیکې درلودلې دي. کله یې د لویدیځ استعمار پرخلاف آواز په ګډه (یا قربان!) کړی دی او کله یې بیا د یو بل پر غاړو هم چړې راکاږلې دي. د تېرې پيړۍ پنځمې لسیزې د دوی لپاره د فکري انډیوالۍ ډېر څه درلودل؛ خو د همدې پيړۍ اوومې لسیزې بیا پر دې ګومان د حقیقت مېخ ټک واهه، چې په نړیوال سیاست کې د ایډیالوژۍ پرځای د هېوادونو خپلې ګټې اساسي وي! نه ایډیولوژۍ! ځکه دوی دواړه که څه هم کمونیست هېوادونه وو، په ۱۹۶۹کال کې نېژدې و له یو بل سره د پولې پر سر په لویه جګړه کې ننوځي.

له شوروی سره د ګټو سیاست او د زیږیدلي اډیالوژيکي اختلافونو له کبله و، چې چین او چو این لای د پاکستان او جنرال یحیی خان پر ریبارۍ د امریکا پر لور ولاړل، چې له کبله یې دوی د نېکس او کسنجر په لاسونو کې خپل لاسونه ورکړل او شوروی ته یې برندې سترګې ونیولې او پای په ۱۹۷۲کال کې د امریکا رئیس جمهور نېکسن د شلو کلونو له ځنډ وروسته د لومړني امریکايي رئیس جمهور په توګه په چین کې قدمونه ووهل او چین ته یې د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا دروازه هم پرانیسته.

چین و امریکا بیا د سړې جګړې په پرېکنده مرحله کې د خپلو نظامي کارخانو خولې د افغان مجاهدینو پر لور راخلاصې کړې، څو امریکا پکې له شوروی څخه د ویتنام غچ واخلي او چین پکې بیا ځان د شوروی له محاصرې وباسي! ځکه هغه مهال شوروی د هند ستراتيژيک ملګری و او چین له هند سره مشهوره ۱۹۶۲جګړه کړې وه او اوس یې هند ځان ته ګواښ باله؛ ځکه خو یې له همغه مهاله راهیسې له پاکستان سره د انډيوالۍ مزی وغځاوه او نن سبا د چین-پاکستان د ملګرتوب غوټي نورې پسې هم شخې شوې دي، ستر لامل یې همدا د چین-هند اختلافات او د هند-پاکستان دښمني ده!، په کامپوچیا کې شورویانو چینایي پلوی د خپلو کمونستانو په مرسته لرې کړی و، ترڅنګ یې د بنګله دیش له ازادیدلو سره په چټاکانګ کې نظامي هډه هم ترلاسه کړې وه، او اوس یې پر یو داسې هېواد (افغانستان) یرغال راوړی و، چې له چین سره یې پوله درلودله!

له سړې جګړې وروسته نړۍ کې روسیه او چین په خپلو کې د شانګهای سازمان په بڼه کې غوټه شول، دا ځل د دوی د یوځای کېدلو خوځنده لامل بیا هم امریکا و! امریکا اوس د نړۍ یو قطبه نړیوال ځواک و، او هنتنګتن هم همدا مهال د امریکا د دښمنۍ لپاره چین او اسلامي نړۍ په نښه کړي وو، او ستراتيژيک پلار بريژنیسکي یې د امریکا د نړۍ یو قطبه ځواک د پاتې کېدلو لپاره خپله د شطرنج غټه تخته هم راباسلې وه او امریکا ته یې په یورواسیا کې مقناطیسي کښښ پيدا کړی و.

ځکه خو روسیې او چین د شانګهای سازمان تاداب پر داسې مهال کېښود، چې امریکا په دې نوې جیوپولیتیکي نړۍ (له سړې جګړې وروسته) کې خپل نوی نړیوال نظام برپا کړی و او ځانته یې پکې د دې خبرې واک ورکړی و، چې د نړیوالو چارو اجاره به په خپله قباله تېروي— له همدې امله چین و روسیې د یو بل په یو ځای کېدلو کې خپل خېر او د امریکا بربادي لیدله— او په افغانستان کې طالبان د افغانستان پر سیاسي تیاتر راڅرګند شوي وو او له امله یې روسیې او چین د انديښنو له لاسه سرونه ګرول. روسیې پکې له خپلو لاسونو وتلې منځنی اسیا ته فکر وړې وه، او دغه سیمې یې اوس هم د خپلو ګټو اجاره دارې زمکې ګڼلې. دواړو هېوادونو د طالبانو له راتګ سره د دوو څېزونو څخه وېره درلودله: مخدره مواد او جهادي کلچر! ځکه خو د شانګهای سازمان دوه مهمې موخې همدا دوه څېزونه غوره شول.

دغه سازمان (برېکس) پخپل وجود کې دوه نور داسې هېوادونه هم لري، چې تر ډېره د یو بل دښمنان او رقیبان دي: چین او هندوستان. که څه هم د هند له ازادیدلو سره او په چین کې د ماو له انقلاب سره دواړو هېوادونو ډېرې ښې اړیکې درلودلې او دغه مهال به د دوی د ملګرتوب په اړه دا شعار هم په خوند سره زمزمه کېده: چیني هندي بهایي بهايي!! (چینايان او هندوان له یو بل سره ورونه-ورونه دي!) خو د جواهر لعل نهرو لخوا د ۱۹۶۲ کال نابریالی ماجرا چې پای یې هند له چین سره په جګړه کې ننویست او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې اړیکې خرابې کړې. همدا بیا هغه پېښه شوه، چې پاکستان او چین یو بل ته نېژدې کړي او چین او هند بیا له یو بل څخه لرې. له دې وراخوا په سیمه کې د سیمه ییز ځواک په توګه د چین و هند رقابت او د نړۍ جیو-پولیتیکي بدلونونه بیا هغه نورې ریښتینوالې دي، چې له دوی څخه یې د یو بل حریفان ساز کړي دي.

پاتې شول دوه نور هېوادونه، برازیل او سویلي افریقا، دغه دوه هېوادونه د خپلو سیمو اقتصادي ځواکونه دي، په تېره بیا برازیل، چې په راروانو کلونو کې به د نړۍ په اقتصاد او سیاست کې مهم رول ولوبوي.

نړیوال بانک چې پېل یې له ۵۰ملیاردو ډالرو څخه وو او ژر به ۱۰۰ ته ورسیږي. څېړونکي اوس د برېکس د نړیوال بانک له امله د امریکا له سیاسي زوال سره سره اوس د دوی جوړ کړای شوي سیستمونه هم تر نیوکو او پوښتنو لاندې نیسي. په دې ربط کې آی ایم ایف په درېیمه نړۍ کې یو ډېر بدنامې زمانه نوم لري او په دې هېوادونو کې پر دې نړیوال صندوق د امریکا د ګټې او زمونږ د بربادۍ لېبل لګیدلی دی.

هېره دې نه وي، چې د دې ترڅنګ د هند، برازیل، استرالیا او د نورو نا ویټو هېوادونو لخوا اوس دا نیوکې هم ډېرې کېږي، چې پکار ده د ملګرو ملتونو لرغونی ډيزاین ته هم په یوه نوې نقشه کې بدلون ورکړلای شي!! ځکه دا سیسټم د هغه پخواني مهال یا نړیوال آرډر پر ریښتینواله جوړ شوی و، نه د اوسنۍ نړۍ پر ټيپ او اړتیاوو .

په دې اړه د (رضالي رفارمونه) او د (کوفي عنان طرحې) پخپله د ملګرو ملتونو دننه د دغو نیوکو ژوندۍ بیلګې دي. خو له دې ور اخوا د هند، برازیل، ترکیې، استرالیا، او اسلامي نړۍ لخوا هم نیوکې کېږي. لا تر اوسه په دې اړه پر کوم ځانګړي پلان کار ندی شوی، چې په تدریج او د ټولو په خوښه د امنیتي شورا ویټو لرونکي ځواکونه زیات کړي، او د امنیتي شورا په مجموعي غړو (ویټو او ناویټو هېوادونه) کې زیاتوالی راولي. که څه هم په دې اړه به چین او روسیه خاموشي خوښه کړي؛ خو د هند، برازیل، میکسیکو انديښنې له ورایه مالومې دي، چې دوی په امنیتي شورا کې خپلې څوکۍ غواړي.

وادیم لوکوف چې د روسیې یو زوړ ډيپلومات او سفیر دی، وايي، برېکس د نوې څو قطبي نړۍ یوه برخه ده، چې د نړیوالو چارو پخواني «تور او سپين» ذهنیت او صفر-منفي لوبه او رجحان نه مني.
د روسیې دغه زوړ دیپلومات ریښتیا وايي، ځکه د ۲۰۰۸کال د جورجیا له پېښې وروسته روسیې د امریکا نوی نړیوال نظام او د نړۍ یو قطبیتوب ننګولی و، او هغه مهال هم امریکا په دې اړه څه نه و کړي. اوس د سوریې او یوکراین پيښو هم په ډاګه کړې، چې د نړۍ امریکايي نظام (نوی نړیوال نظام او له سړې جګړې وروسته، وروستنی یو قطبیتوب) پای ته رسیدلی دی. د سوریې په لانجه کې خو روسیې او چین په ملګرو ملتونو کې څو وار قراردادونه ویټو کړل، او تر اوسمهاله د بشار الاسد له حکومته ملاتړ کوي.

په یوکراین کې خو ناټو او امریکا تر اوسمهاله بې سیکه ده، د ناټو د بهرنیو چارو په دغه تازه غونډه کې دوی د ناټو د یو بل ډول ائتلاف جوړولو پسې دي؛ ګویا دغه روان او پخواني ناټو بیکاره شوې، چې د روسیې مقابله وکړي.

که څه هم د برېکس هېوادونه په یو نااشنا او غیر طبیعي اتحاد کې ننوتلي دي، او د نړۍ سیستمونه بدلول ډېرې جدي هڅې او د نړۍ ملګري کول غواړي خو بیا هم د برېکس هېوادونو غړي په تېره بیا چین او روسیې د امریکا او لویدیځ یو قطبیتوب ننګولی، او د سوریې او یوکراین پېښو ثابته کړې، چې نړۍ نوره یوه قطبه نده، بلکې دا سازمان په ښکاره د نړۍ د څو-قطبیتوب رسمي لایسنس دی.
پای

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د