ننګرهار: چپرهار کې چاودنې دولس پوليس وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۲۴مه ۱۳۹۳ل):د ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ غر اباد سيمه کې طالبانو د پوليسو پر يوه پوسته تکتيکي چاودنه کړې ده.

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، چې په ياده چاودنه کې څلور پوليس ټپيان شوي دي.

د ننګرهار ولايت امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال وايي، چې طالبانو دغه چاودنه د موټر په واسطه کړې، مګر يوازې څلور پوليس يې ټپيان کړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دوی ملګرو تېره شپه نهه بجې غراباد سيمه کې د پوليسو پر يوه پوسته تکتيکي چاودنه وکړه او د چاودنې په نتيجه کې ۱۲ پوليس وژل شوي دي.

مجاهد زياتوي، چې د وژل شوو پوليسو جسدونه اوس هم د پېښې ځای کې پراته دي.

د عبدالصبور په نوم د چپرهار ولسوالۍ يو اوسيدونکي نن ټکی اسيا ته وويل، چې طالبانو د کرولا ډوله موټر په واسطه د پوليسو پر پوسته تکيتکي چاودنه کړې او پوسته يې په بشپړه توګه له منځه وړې ده.

دغې سرچينې زياته کړه، چې چاودنه د سرتېري بريد په واسطه نه، بلکې کرولا موټر له چاوديدونکو توکيو ډک د پوستې خوا ته درول شوی و او طالبانو له لرې چاودنه ورکړې ده.

سيمې څخه د نن ټکی اسيا همکار وايي، چې نن سهار د خان کلي د پوستې پوليس د پېښې ځای ته را روان و، چې د طالبانو په کمين کې ګير شول او د دواړو لريو تر منځ اوس هم نښته روانه ده.

راپورونه کاږي، چې وروستۍ جګړه کې تر اوسه دوه پوليس وژل شوي او څلور طالبان ټپيان دي.

ذبيح الله مجاهد وايي، چې د ګډ حکومت له لوري امريکا او ناټو سره امنيتي تړونونو د دوی غوسې او قهر راپارولی او له همدې امله يې خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکړی دی.

د يادونې وړ ده، چې د ننګرهار ولايت خوږياڼو، شېرزادو، حصارک، چپرهار، شينوارو او ګڼې نورې ولسوالۍ له مرکزونو پرته د طالبانو په کنټرول کې دي او خلک خپلې دعوې او حقوقي مسايل د دولتي قاضيانو پر ځای د طالبانو پر محاکمو حلوي.

د ستراتيژيکو چارو څارونکي وايي، چې ننګرهار د افغانستان هغه ستراتيژيکه سيمه ده، که سقوط وکړي، نو د پلازمېنې کابل سقوط ورسره هم نژدې ګڼل کيږي.

کارپوهان وايي، چې د ننګرهار خوږياڼو، حصارک، تورغر، چپرهار، سرخرود، شينوارو او يو شمېر نورو ولسواليو په ګډون د پلازمېنې کابل شاوخوا ولسوالوالۍ د طالبانو په واک کې دي.

ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازی اکبر ستانيکزی وايي، چې د لوګر ازره، خروار، برکي برک، د کابل موسهي او سروبي ولسوالۍ ډېرې برخې د طالبانو په واک کې دي او همدا رنګه د ميدان وردګ، چې د کابل دروازه بلل کيږي، ډېرې سيمه کې له طالبانو سره دي او د حکومت واک يوازې پلازمېنه کابل او د ولسواليو په مرکزونو پورې محدود دی.

د ملي امنيت سرپرست ريس رحمت الله نبيل څه موده وړاندې ولسي جرګې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې د لوګر ولايت ازره او خروار ولسوالي په بشپړه توګه د طالبانو په لاس کې دي او که کابل سقوط کوي، نو له ازرې به يې کوي او دوی هڅه کوي، چې دغه سيمې له طالبانو پاکې کړي، مګر د ښاغلي نبيل له وينا وروسته هم دغه سيمې د طالبانو په واک کې دي، بلکې طالبانو د خپل واک او ځواک ساحه نوره هم پراخه کړې ده.

طالبانو د پخوا په پرتله پلازمېنه کابل کې هم خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکړی او په تل په خپلو اعلاميو کې دا څرګندونې کوي، چې د ګډ حکومت له لوري امريکا او ناټو سره د شوي تړون په غبرګون کې يې خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکړی او دغه لړۍ به نور هم زور ونيسي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د