fbpx

افغانستان؛ سیاسي کمزوري اوبهرنۍ مداخله

محمدالله احساس

«افغانستان؛ سیاسي کمزوري او بهرنۍ مداخله» د هغه مهم، تاریخي، سیاسي، تحلیلي او څېړنیز کتاب نوم دی، چې لیکوال یې د هېواد مشهور او نوموتی ژورنالیست ډاکتر نبي مصداق او ژباړن یې وتلی څېړونکی او برلاسی لیکوال ډاکتر نثار احمد صمد دی.

د کتاب اصلي ژبه انګریزي او په ۲۰۰۶م کال کې چاپ شوی او ژباړه یې درې کاله وړاندې چاپ شوې. د ژباړونکي په قول ژباړې يې هم ډېر وخت ونیو، بالاخره په ۲۰۱۱م (۱۳۸۹هـ،ل) کې په کندهار کې د علامه رشاد خپرندويه ټولنې له لورې د زر ټوکه په تېراژ خپور شوی دی.
کتاب «ټولو هغو کسانو ته چې خپل ګران ژوند یې د افغانستان د یووالي، آزادۍ او خپلواکۍ لپاره ورکړی دئ!» ډالۍ شوی دی.

پر دغه کتاب د انګلستان سیسیکس پوهنتون د اجتماعي او انساني پوهني متقاعد پروفیسر رالف ګریلو او د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې د امریکايي پوهنتون د اسلامي څېړنو رئیس ډاکتر اکبر ایس.احمد ابن خلدون او دافغانستان مطرحې سیاسي او علمي څېرې ډاکتر فاروق اعظم نظرونه ورکړي، چې دلته به د درې واړو پوهانو له نظرونو لنډیز راوړو:

د انګلستان سیسیکس پوهنتون د اجتماعي او انساني پوهني متقاعد پروفیسر رالف ګریلو د دغه کتاب په اړه لیکي: «نبي مصداق څو اړخیزه مهارتونه لري، د یو بشر پېژندونکي په حیث ده معاصره افغاني ټوله څېړلې او بیا یې د یو ژرنالیسټ په توګه د بي بي سي په خارجي سرویس کې ډېر کلونه کار کړی، چې په دې وظیفه کې یې د افغانستان د اکثریت سروالو سیاست پوهانو سره کتلي او مرکې يې کړي دي. ده د دغو لیاقتونو سره د افغاني تاریخ څخه د خپلې ژورې پوهې له ګډولو څخه داسي جذابه څېړنه رامنځته کړې، چي هغه اساسي ستونزي را بهر کوي، چي ګڼ افغاني واکمنان د یو مشروع او مرکزي افغان دولت د ایجاد په خاطر ورسره مخامخ ول، یعني هغه مشکلات چي نبي مصداق هم ښودلي، حتی د افغانستان د نننۍ ورځي مشران هم ورسره لاس او ګریوان دي.»

ښاغلی ډاکتر فاروق اعظم د کتاب په اړه خپل نظر داسې څرګند کړی : «په دې کتاب کې دا واضحه شوې، چي افغانانو څنګه د سر تر پایه تاریخ په ځانګړو شرایطو کي د خپل هویت یعني افغانستان دفاع کړې ده، د دې کتاب خپرېدنه، د افغانستان د اوسنیو حالاتو په پاملرنه سره، پخپله د دغسي دفاع یوه ښه بېلګه ده دا یو کاملاً څېړنیز او د زړه سواندۍ له مخې مستدل کتاب دئ، زه ټولو هغو کسانو ته دا یو اړین کتاب بولم، چې د افغانستان د جیو پولیټک سره مینه لري.»

دا کتاب د افغانستان په معاصر تاریخ، په ځانګړې توګه په تېرو دوو نیمو پېړیو کې را منځته شویو تحولاتو ته د ژورې کتنې ترڅنګ، د پېښو او اوضاعو صحنې په خورا مستنده او ژوندۍ بڼه راسپړلي، دلته باید یادونه وشي، چې لیکوال د افغانستان د معاصر تاریخ لومړۍ دوه پېړۍ ته اجمالي او لنډه؛ خو وروستیو پنځو لسیزو ته خورا مفصله، هر اړخیزه او په عیني واقعیتونو ولاړه او مستنده کتنه کړې ده.

لیکوال لیکي، چې ډېری پېښې په ځانګړې توګه د تېرو څه باندو دریوو لسېزو پېښې یې د ښکېلو غاړو او مطرحو څېرو سره د ترسره شویو مرکو په استناد ترتیب او وړاندې کړې دي.

«افغانستان؛ سیاسي کمزوري او بهرنۍ مداخله» کتاب ټولټال ۶۳۸ مخه دی، چې په دریوو برخو (۱- دولت د جوړښت په حال کې، ۲- د ناکرارۍ د تخم شېندل، ۳- د سترو ځواکونو جبهه) ویشل شوی. په دې سربېره پکې لومړني یادښتونه، هره اړخیزه سریزه ،شپږ مهم جدولونه، نقشې او په پای کې څوارلس ملپاڼې (ضمیمې) او نتیجه را اخیستل شوي دي.

د کتاب درېیمه برخه، چې تېرې پنځه لسیزې يې تر بحث لاندې نېولي، تر ډېرو د لیکوال په شخصي لیدنو کتنو، مرکو او د ژوندیو سرچینو په معلوماتو اتکاء لري.

همداراز د کتاب په ضمیمو کې د افغانستان په هکله د کتابونو طبقه‌بندي، د پښتونولۍ څانګې، دولت او اسلامي فقه، د پارسیانو پر ضد په لوېدیځ کې مبارزه، ابدالي پاڅون چل ول او غولول، د احمدشاه مخکنی ژوند، د نادرشاه وژنه، د برتانیې مخکښه تګلاره او ستره لوبه، په افغانستان کې برتانوي او روسي ګټې، د پښتونستان مسأله، د مجاهدینو مقاومتي تنظیمونه،په قدرت کې د کمونیسټانو لومړۍ څو میاشتې او د افغانستان په اړه د روسیې طرحې تر عنوانونو لاندې د اړونده موضوعاتو په اړه خورا مهم معلومات وړاندې شوي.

د افغانستان، سیاسي کمزوري او بهرنۍ مداخله کتاب ژباړن کتاب ته د یو آفاقي اثر په توګه ګوري او د دریوو موخو لپاره یو لوستنه او مطالعه اړینه او لازمي بولي:

الف- د افغانستان او سیمي په ارتباط د تحقیق په خاطر؛
ب- د افغانستان د هر اړخیزه را پېژندلو په خاطر؛
ج- په علمي او اکاډمیکو مرکزونو کي د افغانستان د ستراتيژیکي دریځ د اهمیت ښودلو په خاطر.

په لنډو کې ویلای شو، چې دا کتاب خپل لوستونکي ته د افغانستان د یوه هر اړخیز سیاسي تاریخ او د واکمنانو د سیاسي کمزوریو او په دغه هېواد کې د پر له پسې بهرنیو لاسوهنو په اړه د یوه باوري، تحلیلي، مستند او له حقایقو څخه د ډک ماخذ په حیث ځان ثابتوي.

دا کتاب د هغو کسانو لپاره هم ضروري او اړین دی، چې د افغانستان او منځني ختیځ د سیاست او تاریخ له څېړنو سره مینه لري او هم د دغې ستراتیژيکي سیمي او هېواد په تړاو ډېره پوهه تر لاسه کړي.

په پای کې یوه یادونه اړینه بولم او هغه دا چي د کتاب د مطالعې په بهیر کې مي څو ځایه داسې نیټې تر سترګو شوې، چې هيڅ پوه نشوم، چي ولي نیمګړې او ناسمې لیکل شوې دي.

د بیلګې په توګه د ۳۰ مخ په دوهم پرګراف او نهمه کرښه کې لیکل شوي…په ــ ۱۹۹ کي د بي بي سي او د۵۹ مخ په لومړي پراګراف درېیمه کرښه کي ..او په ــ۱۸۸ کې روسانو بنچده ، ذوالفقار او پامیر پسې ونیو، همدا راز د همدې صفحې د درېیم پراګراف په لومړۍ کرښه کې هغوی لیون پولادا (۲ ۱۹- ۱۹۷۳) او ګریکورین (۹ ۱۹) دي…

په دې هېله چي د کتاب په دوهم چاپ کي د چاپ متصدیان، دروند لیکوال او قدرمن ژباړن دا سمونې له پامه ونه غورځوي.

ځوانو، وطن‌ پالو او د افغانستان د تاریخ، ستونزو او جیوپولیټیک موقعیت د مینه والو له پاره یې د لوستلو هیله کوم.

تر بل کتابه او نورو خبرو مو الله مل!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د