نظــر

هولوکاسټ او یوولسم سپټمبر (لومړۍ برخه)

لیکوال: اسدالله رزین

اسلامي نړۍ هره روځ د زاړه جهالت زړه بوږنوونکې نارواوې د نوي جهالت په نوې او عصري بڼه کې د تراشل شویو دلائلو په غاښ چیچونکي او وېرجن حالت کې زغمي او د بې مخینې حقیقي اور په قهرجنو لمبو کې يي په بې شمېره بې ګناه مسلمانان یوازې او یوازې د اسلام په ګناه لولپه کیږي.

ښکاره خبره ده چې د اسلامي نړۍ په مخالفت کې ټول جنګونه که هغه د ایران – عراق جنګ و، عراق – کویت جنګ و، که په عراق د امریکا بې دلیله برید و، که په عراقي ولس د دښمني په رنګ کې رنګېدلي بندیزونه وو؛ ځکه چې د دې مسلمان ولس اړیکې یوازې او یوازې له اسلامه سره وي، خو د دې بربري بندیزونو په اوږده لړۍ کې لس لکه عراقي مسلمانان یوازې او یوازې د خوراکي شیانو د کمي او نیستي له کبله چې نیمایی شمیر یانې پنځه لکه یی معصوم ماشومان وو، د مرګ شومه شول او د صلیبي عدالت او انصاف لړۍ لا په هغه وحشت روانه او د مړو او ټپیانو د شمیر ډیروالی يې په ټنډو کې د خوښي نښې ور جوړوي.

صهیوني مسیحي اوصلیبي زورواکانو دامام اعظم ابوحنیفه (ح)په هیواد کې توی شوې وینې بس ونه بللې، نوهغه و چې د یوولسم سپټمبر په غمو لړلې پیښې ته یی شالید برابر او خپلې له مخکې اوډلې او پتېیلې حملې ته یی ځان جوړکړ. او د یوولسم سپتمبر له ناسمي بهانې په ګټه اخستو سره یی په ټوله بې رحمي او قساوت له ځمکې ،هوا او اوبو پر افغانستان بریدونه پیل او په لږ وخت کې یی د وړو او زړو، نر او ښځو د شهیدانو شمېر تر زرهاوو واړاوه او د جنازو لیکې لا په هغه غټ شمیر کې د مړستونونو لور ته ور روانې دي.

د یوویشتمې پیړۍ د ټولو آزادیو د ډ نډوره چیانو زړونه لانه وو تش نو ځکه یی په اسلام هر اړخیز بریدونه چې له ټولو نړیوالو او انساني اصولو سره په ټکر کې و پیل کړل، ټول اسلامي شعائر یی څومره چې کیدای شوای تر سختو تهدیدونو لاندې را وستل، آن تردې چې د بشرد ناجي حضرت محمد مصطفی (ص) پروا هم چا ونه کړه.

د صهیوني مسیحي سلابلا کینې او دښمني څپې روانې او نورې هم خپریږي. او دغه اوس اوس د اسلامي نړۍ په بڼه کې ځان ښکاره کوي او د اسلامي نړۍ هرګوټ هره شیبه د وینو د سخت باران او د مظلومیت د نارو، سورو ګواه ده.

دا د یو ځنځیري ناروا جنګي عمل پیل دی چې ترډېرو به اوږدېږي ،تر هغو به اوږدیږي ترڅو صهیوني، مسیحي او صلیبي موخې نه وی لاس ته ورغلي. له بله لوری په ډیرافسوس سره وینو چې په اسلامي نړۍ کې رښتینی ناورین جوړ او په لمبو کې یی ستې کیږي چې ادعا یي هولوکاسټ هم نه ده ،خو له بده مرغه هیچا سترګې پرې لمدې نه کړي او نه یې ناورین منلو ته تیارشو. له صهیوني مسیحي او صلیبي ځواکونو، خو ګیله نه شې کیدای خکه چې هغوی خو د دښمني غږ کړی دی او د دښمني غږ ته یې دومره په ښه سترګه کتلي چې ځان ورته له سرو زرو او مسلمان ورته له خټو جوړښکاریږي.

نوره انساني نړۍ هم د روانې غمیزې په هکله وړ ګام نه پورته کوي او نه اړ ینې څیړنې ته زړه ښه کوي. او نه هم مسلمان دا ورپیښ شواخون داسې توجیه کولای شي چې په انسان کې شته رحم وپاروي، ویې خوځوي، ویده ضمیر یی دارنګه راویښ کړي چې له سترګویی اوښکې او له زړه یی وینې وڅڅیږي اود نندارچي په ډول دغه له شرمو ډک او مجرمانه غفلت ته د پای ټکی کیږدي. مسلمان پخپله هم په ځان د خوا بدون سویچ ته لاس نه وروړي . داسې مالومیږي چې نه مسلما ن د مسلمان پر حیث د ځمکې په مخ خپلې د اوسیدو فلسفې ته پام کړی او نه هم انسان د انسان پر حیث د ژوند کولو حق ته د حق په سترګو کتلي او دواړو په ګډه صهیوني مسیحي او صلیبي لیونې سپي ته د مسلمان د داړلو، خوړلو او سوځولو اجازه لیک ورکړی دی. چې هغه باید پرې د بل اور په څرخونو کې خپلې د مظلومیت او بې وزلۍ نارې اسمانونو ته ور واوروي.
زما په اند خو دا د مسلمان او انسان دواړو ذمه واري ده چې د ځمکې په مخ د اوسیدو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې او د انسان په ډول د اوسېدلو د ټولو شونتیاو چوکیداري وکړي. او د مسلمان خو د شتون د فلسفې حقیقت او حکمت هم د ځمکې ابادول اوزرغونول دي. ځکه چې ځمکه خو د صالحو خلکو میراث دی نه د جبارانو. او چې کله هم نوموړي میراث ته د میراث په سترګو کتل شوي هلته انسان معزز شوی .او د ډېرو نورو رحمتونو دروازې پرې راپرانیستل شوې هم دي. او هم هغلته خلیفه ځان ته خلیفه ویلي . او د خلیفه په ډول یی د ځان ښوونې همت هم کړی دی. دوست او دښمن دواړو د خلیفه پرحیث منلی دی. د منلو ده چې د مسلمان په کور روانه غمیزه، غمیزه او هرو مرو دردونکې هم ده، خو د حل تر سیمې نه د اوښتې .او دومره نه د لویه چې مسلمان یې له حل کولو لاس په سرشي. دا ځکه چې د یادې ذمه وارې د وړلو وړ پیټی هغه مهال د الهي عادل ذات له لوری مسلمان ته په اوږو ورکیښودل شو چې کله په مسلمان کې دغه وړتیا، واک او ځواک ولیدل شو که لږ د خپل نومیالي تاریخ لورته ور چکراو پاڼې یی سره راوپلټو نوپکې پیدابه کړو چې ټولې پاڼې یی د یاد واک او وړتیا پر ځای کارولو ډکې دي. آن تردې چې هسې د پاڼو اړولو په مهال کې لا انسان د ډاډ او په ستونزو د غلبې احساس کوي.

دا ځکه چې هلته احساس هسې په الفاظوکې نه و او د کلام د حسن او ځان ښوونې لپاره نه کاریده، هلته احساس ذمه واري وه، هلته احساس په ډیره هوښیاري دستي راپورته کیدل و، هلته احساس نه د خاصې جامې او نه د کوم کاذب شهرت په واک کې و او هلته احساس په یوازې دعا او ښیرا کې هم نه راخلاصه کیده، هلته د احساس تعبیر د هري خوښې تعبیرهم نه و هلته د احساس تعبیر د سرمایه د اراو مزدور له دروغجنې داعیې نه و زیږیدلی، هلته احساس د ګام اخستلو او څه کولو نوم و، هلته د احساس تعبیر پخپله په احساس کې و.

هغه احساس چاته اجازه نه ورکوله چې په کاغذونو دې باوراوحساب وشي. هلته باوراو حساب دواړه په صلاحیتونو کیده. هلته احساس له وحې په اغیز کې احساس و او هلته احساس (خیرالناس من ینفع الناس) ته په کتوکې احساس و. نو چې بیا کله هغوی راووتل ټول کائناتي نظام ورته په ننداره وو ځکه چې د ځمکې په مخ یی هم خپل ملګرې ولیدل، خو د هغوی هرکلی اوښه راغلی د ګلانو په ګیډیو او زنده باد په نارو نه دی شوی، د هغوی په لارو کې اغزي وشندل شول، هغوی په نیزو ووهل ،په غیشو وویشتل او په اورو وسوځول شول، بندیزونه پری ولګیدل په واروله کلی اوکورو په ایستواړشول .دا ځکه چې هغوی له زاړه جهالته سره مخامخ وو، هغوی له اصلي جهالته سره مخامخ وو او هغوی د صلیب له پلارجهالته سره مخامخ وو، خو د وحې په رڼا او حکم کې راوتلې وړې او ظاهرا کمزورې ډلې خپل ټول کړه وړه د وحې په پلوشو کې مخ په وړاندي تلو.

تاریخ درواخلئ او د فتحو نه تمامیدونکی لړلیک در وګورئ چې زړه موښاد او سترګې مو سړې شي.

هلته فتحې قومي، عربي، قریشي، هاشمي او وطني نه وې، هلته فتحې له وحې په راټوکیدلې نظریه کې فتحې وی، هلته مثالې فتحې وې، هغه فتحې د تاریخ نه وې په یاد، هغه خوږې فتحې وې، هغو فتحو ته په دره ناوې کې ولسونو خپله مورنۍ ژبه شاته وغورځوله ، هیره یی کړه او د فاتحینو ژبه یی خپله کړه او هغو فتحو ته د تصور تصور هم ایښ بیښ پاته وو او دی.

که رښتیا ووایو نو موږ خو اوس د هغو فتحو له برکته . او که یو مخ رښتیا ووایو نو زموږ دغه شته مسلمان شتون خو هسې په هغه شاندار یاد کې مسلمان شتون پاته دی اوبس. له هغوی سره چې کومې هستې وې او شونتیاوې وې هغه هستې وې له موږ سره هم شته او شونتیاوې خو مو څو واره تر هغو شونتیاو ډیرې دي، خو دغه د وینو چې موږ هیڅ هم نه شو کولای او د دروازو له مخې لاس ترزنې ناست یو. یاڅرخې کوو او یا دری ګاټې. که د دغې نیژدې ترکیې دغه دستې حالات لږ راوګورو او بریاوې یې راوشمارو چې هسې په مټې هغو واکونو او وړتیاو ته په کتو کې ور ترلاسه شوي، نو بې اختیاره به یی په حال د خوښې څرګندولو لپاره له خولې د (الحمد لله ) الفاظ راوباسو.

زما په باور که مسلمان دغه ورپیښ ناورین ته د خپل کورد چرګې د یو چوچوڼې په سترګو هم وګوري ،او د راوتلیو احساس ته په ورته احساس کې راووزې نه یواځې به مسلمان له صلیبي او صهیوني مسیحي بربریته وژغوري بلکې ټول انسانیت به د جبارانو له جبره وژغورلای شي.

صلیبیان تراوسه پوري توانیدلي چې خپلې ډرامې داسې توجیه کړي چې د انسانې ټولنې ډیرې یی ورسره ومني او ډرامې یې پیښې وبولې. او دوی کولای شي چې خپلې ډرامې د هغو د منلو وړر نګ کې ورنګوي او دغومره یی وپړسوي لکه څومره چې د منلو لپاره په کاروي .دا ځکه چې د دوی ټول ژوند د په لاس جوړکړیو مصنوعیتونو او پړسونو ټولګه ده ،خو کوم چې یی ډیرمهم دي هغه هولوکاسټ او یوو لسم ستمبردي.

هولوکاسټ:

هولوکاسټ یوه یونانې کلمه او د ټول سوځنې مانا لري. چې نن سبا یی لغوي مانا د ورته وضعه شوي مفهوم تر سیورې لاندې راغلې ده، نو کله چې یاده کلمه له شونډو او یا د قلم له ژبې را جلا کیږي هرڅوک د هغو هیوادو نو په حکم کوم چې ځانونه د ټولو آزادیو ځانګو ګانې او پیژندلې سوې نښې ښئ دا مني چې دا خو په دويمه نړیواله جګړه کې د هتلر په حکم د شپږو میلیونو یهودانو د مظلومانه قتل یادونه ده چې ډیری یی د ننه نهیلیستان په ګازي کوروکې له منځه تللي دي. ټول څیړونکي او متخصیصین او په ځانګړي ډول سره غرب او صهیوني مسیحیت ته منسوب څیړونکي ، متخصیصین او د بشر د حقوقو ادارې تر اوسه هم لګیا دي چې ترڅو د دې شواهد او اسناد پیدا کړي چې دا پیښه د هیتلر، هیملر، هیس، هیدرش د کوم یوه د لیکلي حکم له مخه سرته رسیدلې ده، خو د دی ډ یرې اوږدې زمانې له تیریدو سره سره نه دي توانیدلي چې کوم بی باوره او یا د باور وړ لاسوند پیدا کړای شي .

(پینتر) نومي امریکایی قاضي او حقوق پوه لیکې چې زه له جګړې (۱۷) میاشتي وروسته د یهودو د ټول وژنې ادعا یې ځای ته ور واستول شوم ، خو زه د یوه قاضي او حقوق پوه پر حیث ګواهې ورکوم چې له ډیرو ګرزیدو او څیړنو وروسته مې هم دا دعایی ټول وژنې په ځای کې د د غسې کیدو هیڅ ډول نښې نه ترسترګو شوې او نه مي له چا اورید لي دي.

کارپوهانو ثابته کړې ده چې که په اروپاکې شته (۴۶) د انسان سوځونې ادعایې کور و په ډیره لوړه کچه کارکړی وای بیا هم په کار و چې شپږ میلیونه یهود ایله په څلورو کلو کې وسوځولای شي.

څیړونکو او متخصیصینو نه په هغه مهال اونه اوس وکولای شوای چې د دغومره لوی شمیر یهودو قبرستان پیدا اویا د یادو مراسمو کوم سترګو لیدلی ګواه وویني او یایی له چا نوم واوري.

ټول بی پری متخصیصین ، څیړونکي او نورې د ادعایی هولوکاسټ په اړه لګیا اداری له ډیرو او هر اړخیزو هلوځلو وروسته دې پایلې ته رسیدلی هغه څه چې ثابت ، رښتیا او د منلو دي هغه دادي چې :

هولوکاسټ د اسرائیلو د شتون له فلسفې ، نړیوال صهیونیزم او غرب له حیاتې ګټو سره نه شلیدونکی تړاولري . او د ټول انساني تاریخ یواځینۍ درواغجنه پیښه ده چې تر نن ورځې پورې ممنوعه سیمه پاته او هیڅ متخصیص او څیړونکی یی په اړه د څیړنې ،استناد، د نظر د بیان او تاریخي حقایقو د پلټلو او بیان حق او اجازه نه لري.

د فرانسې حکومت په (۱۹۹۰)م کال د جون په میاشت کې پریکړه وکړه چې د هولوکاسټ نه منل ګناه او ګناهکار به یی له یوې میاشتې تر یوه کاله پورې بندی کیږي. او له (۲۰۰۰-۳۰۰۰) فرانکو پورې به جریمه ورکوي.

چې وروسته بیا د امریکا ،انګلستان او فرانسي د فشار له کبله یاده پریکړه د ټولې اروپا په پریکړه بدله شوه.

ملګروملتو هم په یاد پله پل کیښود اود هولوکاسټ خیالې کیسې ته یی نړیواله جامه ور واغوستله او د هر کال لپاره یی دجون دمیاشتې (۲۷)نیټه د هولوکاسټ پر نامه ونوموله. د المان دمطالعاتې ډلې رئیس (موشه زیمرمن) دیورشلم په عبري پوهنتون کې په ټول باور اوټینګوالفاظوکې وایی چې: هولوکاسټ داسرائیلو ددولت دتا سیس تعبیراوتفسیرده.

د عادت له مخې هره جګړه شاته څه ګډوډی پریږدي چې دوهمي نړیوالې جګړې هم ګډوډی لرلي ،خود دوهمي نړیوالې جګړی له ګډوډیو ټوله ګټه نړیوال صهیونیزم واخسته اودځان مظلوم ښوولو ډیره ښه موقع یی ډیره ښه اوپه ځای وکارولای سوای.

صهیونستانو خپل میراثي مکر رامخ ته او تری په ګټه اخستو سره یی اروپایانو ته خپله غم ځپلې ،ژړانده اوپه تصوری ګازی کوروکې ستې سوې څیره وروښودله اودهغوی اوشکې یی په ځان توکړی.

اروپایان یی دومره اغیزمن کړل چې نور صهیونستان پوه سوو چې همدغه شیبه ده چې خپله اساسې غوښتنه یانې په فلسطیني عربي خاوره کې دخپلواوسیدو  غوشتنه په داسې بڼه کې یاده اودمنلو وړوګرزوچې هغه رشتیا هم یوازې دوی کولای سوای چې ویی هم کړل .

دوی اروپایانو ته داروپایانودخیالې ظلمونودارنګه خاکه وروښودله چې ددوی د بنسټیزې موخې له منلوپرته په بل څه نه شوای ځواب کیدلای.

د منځني ختیځ د چارو مشرصحافي (ایلن هارټ) د یهودي هولوکاسټ خاکه داسې بیانوي : دا یوه خیالې کیسه ده ،خو دوی وایي چې اروپایانو یهودو ته په اروپا کې له فناه ورکولو ډه ډه وکړه، نو ځکه دوی اړ و چې د نازیانو له ظلمه د خلاصون لپاره د فلسطین خاوره غوره کړي.

رښتیا خبره دغه نه بلکې دغه ده چې : په اروپاکې د اوسیدو شونتیا پخپله صهیونستانو دخپل خټه ایز خباثت اوشرارت په واسطه له منځه وړې و.نه داروپایانو دظلم له کبله .

(ونسټون چرچل) دانګلستان مشهور ولسمشر دبرطانیی په پارلمان کې وویل چې :

د نړیوال دوهم جنګ په اوږدوکې برطانیه او متحدین یی د صهیونستانو اثر او رسوخ ته بیخې ډیر اړ و، نو ځکه داسرائیلو د هرې غوښتنې منلوته تیاروو.

د اسرائیلو پخواني ولسمشر (هائم وائز مین) مشهوره خبره داوه چې :

له جګړو تر هر ا ډیره ګټه صهیونستي سودخورو ترلاسه کړه .صهیونستانو د جړو پاره ټول اړین توکې تیار او جنګي جال کې راګیر کړل چې برطانیه هم له هغو یوه وه،خوبرطانیی له دغه جنګي جاله دوتولپاره موږته په فلسطین کې د اوسیدو ټینګه ژمنه را اوهمدغسې یی سرته هم ورسوله.
یهودو په فلسطین کې دیهودي حکومت له جوړیدو پرته نورې موخې هم لرلی:

په دی ډول لکه څرنګه چې نن روځ د یهودودخپل ذاتي هراړخیز وبدوله کبله نړی تر دوو سپژمورسیدلې اوشیبه په شیبه له یهودو د کرکې او نفرت څپې پراخیژي او د نړیوالو د ضمیراو زغم پیمانه بیخې ترڅوکو سوې چې نړیوالې دنفرت اوکرکې څپې اوس دامریکا متحده ایالتونو اویادیهودو دیوازنې ملاتړې هیواد په ښارونو کې هم سرراپورته کوي.

دنړیوال دوهم جنګ په مهال کې هم په ځانګړې ډول په اروپاکې حالات دغه برید ته رسیدلی وچې په هره شیبه کې کیدای سوای چې اروپایان یی دخباثتونو په وړاندې راووزي اوځان یی له شره وژغورې ،خو یهودو دغه بدله ایز قهریدلی خوځښت ددوهم نړیوال جنګ په لمبوکې دارنګه وسوځاوچې هم یی دانسان وژنې تنده یوڅه ماته سوه ، هیواد یی پیداکړاوله غربه یی تراوسه پوری باج اخلي اوهم په ابرومندانه بڼه کې له اروپاراووتل.

د یهودوسیاسي یووالی هم وساتل شو.

په فلسطین کې دنوې یهودي دولت جوړیدل هرومرو ډیرې سرمایی ته اړتیا درلوده چې د وی نه لرله . دوی دهمدغې اړینې سرمایی د لاس ته راوړلو لپاره د تصوري هولوکاسټ ترسرلیک لاندې په المان ،اتریش، لهستان ،سویس او نورو اروپایی هیوادونو حقوقي دعوې وکړي چې دامریکا ،انګلستان اوفرانسي په ملاتړ ې یی تراوسه له یادو هیوادو او ټولې اروپا په میلیاردو ډالر ترلاسه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

ای کاش چی دا خبره دا اوسنی مسلمانان او به ځانګړی توګه عرب درک کړی ځکه هغوی تر ټولو زیات د یهودو په پیسو مزی کوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x