نړۍ

د استراليا چارواکي پر هوټل بريد کوونکو سره مذاکرات کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۲۴مه ۱۳۹۳ل): نن سهار وختي د استراليا تر ټولو ستر ښار سډني کې دوو ناڅرګندو وسله والو پر يو هوټل بريد کړی او ګڼ کسان يې په کې يرغمل کړي دي.

استراليايي چارواکي وايي، چې هوټل اوس هم د وسله والو له خوا يرغمل دی او خلک يې ځان سره برمته کړي او دوی په دې اړه وسله والو سره خبرې اترې پيل کړي دي.

د سډني پوليس وايي، چې بريدګرو سره يې د مذاکراتو لپاره دوه کسيز هیئت لېږلی، مګر تر دې دمه د برمته شوو کسانو کره شمېر او مذاکراتو پايله نه ده معلومه.

استراليايي «۷» تلويزون وايي، چې هوټل کې برمته شوي خلک تر اوسه ژوند دي او درې تنه يې د هوټل له شاتنۍ دروازې راوتي او پوليسو هوټل او شاوخوا سيمه کلابنده کړې ده.

لبناني رسنۍ د چارواکو له قوله وايي، چې د دوی د معلوماتو له مخې کېدای شي، دغه هوټل کې دوه لبنانيان هم برمته شوي وي.

استراليايي تلويزون يو شمېر لنډ ويډيو کليپونه خپاره کړي، چې د هوټل مشتريان هوټل کې وارخطا يو خوا بلخوا ګوري او د اسلامي دولت بيرغ ته ورته يو بيرغ هم و سله والو سره ليدل کيږي، چې کلمه پرې ليکل شوي ده.

بريدګرو سره تور بيرغ دی، چې کلمه پرې ليکل شوې ده
بريدګرو سره تور بيرغ دی، چې کلمه پرې ليکل شوې ده

د سډني پوليس وايي، چې دوی څو ځله هڅه وکړه، چې يرغمل شوو کسانو سره اړيکه ونيسي، مګر تر اوسه نه دي توانيدلي.

د يادو بريدونو له امله د سيمې نژدې دوکانونه، بانکونه، اورګاډی او نورې دولتې ادرې د حکومت له لوري بندې شوي دي.

د استراليا لومړي وزير ټوني ايبټ وايي، چې کېدای شي، د يادې پېښې تر شا يو شمېر سياسي انګېرنې وي او په دې اړه يې د هېواد د ملي امنيت بېړنۍ غونډه رابللې او هڅه کوي، چې د پېښې بيړنی حل راوباسي.

د استراليا پوليسو تېره مياشت د هېواد په ګڼو ښارونو کې د اسلامي دولت د پلوۍ په تور ګڼو ښارونو د مسلمانانو پر کورونو، ښوونځيو او کورونو چاپې وهلې وې.

د روان کال اکتوبر مياشت کې استراليايي حکومت د اسلامي دولت پر ضد د نړيوال ايتلاف ملاتړ اعلان کړ او د اسلامي دولت پر مرکزونو يې د هوايي بريدونو لپاره خپلې جنګي الوتکې هم عراق ته لېږلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x