افغانستان

د نن په خونړی ورځ ۱۹ تنه ملکیان شهیدان او زیات شمېر ټپیان شوه

injured_childنن ټکی آسیا: د نن ورځي په شروع کې د افغانستان په جنوبي ولایت کندهار کې یوه دردوونکي پيښه د یو څرک د غاړي د بم د چاودني په صورت کې را منځته شوله، چي له کبله يې د کندهار د عامي روغتیا رئيس په وینا ۱۱ کسه مړي او ۲۸ ټپیان د کندهار روغتون ته راوړل شول.

د کندهار د امنیه قومانداني دامنیت امر شیرشاه یوسفزي ویلي وه چي ۲۰ کسه مړه او ۲۰ نور ټپیان شوه.

دغه چاودنه چي د سړک جوړوني پر یوه مازدا ډوله موټر باندي شوې وه، چي د سړک جوړوني کارکوونکي په کښي تر خپلو کارو روان وه، د افغانانو له خوا په کلکه وغندل شوه، او په اړه يې د افغانستان ولس مشر حامد کرزي د یو اعلاميي د خپرولو په صورت کې وویل چی: اسلام د سولي او امن دین دی، او دغه سپيڅلی دین د انسانانو تر منځ د سولي او اخوت پر ټینګښت امر کوي، خو هغه کسان چې د سولې پر خلاف وسله پورته کوي د اسلام له دایرې څخه وتلي دی).

خو باید وویل شي چي تر اوسه ددې پيښي مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، او نه يې په اړه افغان حکومت په اړه د پلټنو او تحقیقاتو امر یا غوښتنه کړې ده چي ددې کار تر شا د چا لاس دی.

په یوه بله ورته پيښه کې چې دا ځل د هیواد په شمالي ولایت مزار شریف کې را منځته شوله، څلور تنه ماشومان ووژل شوه.

د بلخ ولایت امنیه قومانۍ ویاند شیرجان دراني وویل چي نن سهار څو تنو کوچنیانو د مزار شریف اړوند د کارته سایه نور خدا په سیمه کې په خاورو کې یو ځای پر ځای شوی ماین وموند، او لوبي يې پرې شروع کړې، چي په پایله کې یې ماین پر دوی باندي وچاودید، او څلور تنه کوچنیان يې ځای پر ځای ووژل.

ددغي پيښي مسؤولیت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو شیرجان دراني وویل چي په اړه يې تحقیقات پیل کړي دي.

د افغانستان په غربي ولایت کې هم یو ماین وچاودید چې له کبله يې دوه تنه مړه او یو کوچنی ټپی شو.

دا پيښه د المار ولسوالۍ په یو اړونده سیمه کې را منځته شوله، کله چې یو زرنج ډوله ریکشا موټر په یو ځای پر ځای شوي ماین وخوت.

د المار ولسوالۍ ولسوال حاجې محمد عمر وویل چې دا ماین د وسله والو مخالفینو له خوا د دولتي کارکوونکو لپاره ځای پر ځای شوی وو.

ددې پيښي مسؤولیت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.

او همداسي نن د وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له کبله یوه کوچنۍ انجلۍ مړه او بله ټپي شوه.

په دغه اړه د وردګ ولایت د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې وویل شوه، چې چاودنه د یادي ولسوالۍ په ریاب کلي کې را منځته شوه، کله چې ۲ تنو کوچنیو انجونو خپل څاروي څرول.

د خبرپاڼي پر اساس ویل شوي چې ددغو انجونو عمرونه څلور او پنځه کاله وو، چې یوه يې مړه او بله يې سخته ټپي شوې ده.

په اخیر کې نن د ایساف مطبوعاتي دفتر خبر ورکړ چي تیره ورځ د عملیاتو په ترڅ کې د هلمند ولایت د موسی کلا په ولسوالۍ کې دوی په خطايي سره ۱ ملکي وګړی مړ او ۲ تنه شکمن کسان ونیول، ایساف وویل چې دغه کس يې هغه وخت مړ کړ کله چې ددوی عسکرو د هغه څخه خطر احساس کړ، خو د هغه د وژلو وروسته دوی ته دا معلومه سوله چي د وژل شوي کس په لاس کې لاسي څراغ وو.

خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وویل چې بهرنیانو د نوزاد ولسوالۍ په تیزني سیمه کې یو تن ملکي وګړی ووژلو او دوه يې نور له ځانه سره بوتله، چي د طالبانو سره یې هیڅ راز اړیکي نه درلودې او دسیمي عام اوسیدونکي وه.

خو دلته داسي مالومیږی لکه دا چي دوې جلا جلا پيښي وي، ځکه چې ایساف د موسی کلا په اړه خبر ورکړ، او طالب ویاند د نوزاد په اړه.

نو که دا جلا جلا پيښي وي، نو باید وویل شي چي بهرنیانو ۲ تنه ملکي کسان ووژل، او ۴ يې له ځانه سره بوتله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x