افغانستان

هرات کې د روغتون ساتونکو پر ۱۹ کلنې پيغلې ډله ييز جنسي تېری کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۲۴مه ۱۳۹۳ل): د هرات ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې تېره شپه د هرات ولايت د روغتون ساتونکو پر يوې ۱۹ کلنې پيغلې جنسي تېری کړی دی.

چارواکي وايي، چې نوموړې نجلۍ د خپلې کورنۍ له يوې بلې ناروغې سره د درملنې په موخه روغتون ته راغلې وه، مګر د روغتون ساتونکو پرې ډله ييز جنسي تېری وکړ.

د هرات ولايت امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرؤوف احمدي وايي، چې نجلۍ له پېښې وروسته امنيتي ارګانونه شکايت وکړ او پوليسو د پېښې دوه عاملين نيولي دي.

د هرات ولايت د روغتون وياند محمد رفيق شېرزی د پېښې پخلی کوي، مګر په دې اړه یې رسنيو ته نور معلومات ورنکړل.

دا لومړی ځل نه دی، چې يو رغتون کې پر ناروغانو او د هغو پر پيوازانو جنسي تېری کيږي، بلکې له دې مخکې هم ډېر داسې خبرونه رسنيو کې راڅرګند شوي، چې د روغتونو ساتونکو، ډاکټرانو او نورو مسؤولينو د ناروغانو له مجبورۍ د ناوړه ګټې اخيستنې هڅې کړي دي، مګر چارواکو تر اوسه په دې اړه هيڅ مجرم ته قانوني سزا نه ده ورکړې او له همدې امله د روغتونو په ګډون ښوونځيو او نورو مؤسسو او دولتي ادارو کې د جنسي زورونو کيسې ډېرې زياتې راڅرګنديږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x