روغتیا

اوبه څښل د خطرناکو نارغيو اسانه درملنه ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۲۴مه ۱۳۹۳ل): د پاکو اوبو څښل انساني بدن لپاره تر ډېرو درملو ګټور بلل شوي دي.

د چين او جاپان خلک تل د خوړو پر مهال ګرمې اوبه څښي او دې سره د هاضمې نظام روغ جوړ وي او د دې پر خلاف د افغانستان او يو شمېر نورو هېوادونو اوسيدونکي د خوراک پر مهال يخې اوبه څښي او د طبي کارپوهانو په وينا دې سره د معدې او سرطان ناروغۍ پيدا کېدای شي.

که په خالي خيټه اوبه وڅښو، نو ډېرې ګټورې دي او که سهار وختي يې په نهاره وڅښو، نو له ډېرو ګواښنده او خطرناکو ناروغيو به مو وژغوري.

ډاکټران وايي، که د دوی په ښوول شوې طريقه اوبه وڅښل شي، نو د وينې لوړ فشار او د شکرې ناروغي په يوه مياشت کې له منځه ځي او او د معدې ناروغي او قبضيت په لسو ورځو کې ورکيږي.

په نهاره د اوبو څښلو طبي طريقه

کله چې له خوبه راپورته شئ، نو ويښېدو سره سمدستي بايد څلور ګيلاسه اوبه وڅښئ، چې مقدار يې یو ليټر کيږي.

په لومړيو وختونو کې د دومره ډېرو اوبو څښل ستونزمن وي، خو ورو ورو ورسره عادت کيږئ او څومره چې څښلی شی ځان ترې مه درېغوی.

له دې وروسته خپل غاښونه ومينځئ او تقریبا يو ساعت وروسته سباناری «د سهار چای» وکړئ. د سهار له چاي وروسته تر دوو ساعتونو له هر ډول خوراک او څښاک څخه په بشپړه توګه ځان وساتئ، نو په ډېره لنډه موده کې مو په بدن کې مثبتې نښې او بدلونونه وګورئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

مننه ، شکلی معلومات او نسخه وه ، په طبیعت کی د طبیعت سره ځان برابوول دومره ګټه سړی ته رسوی لکه زمونږ د بدن د عافیت پانګه چه مونږ له هر ډول ناروغیو ژغوری ، کشکی مونږ د الله ج په دی بی ساری مهربانیو شکر وباسو او د خپل ژوند په عملی بڼه کی تری کار واخلو ، هره میوه او هره سبزی یی که په مناسب دول پاک او بیا پاخه یا اومه وخوړل شی د کیمیاوی دواګانو څخه ځو واره اغیزمنده او بی خطره دی او د کار نتیجه یی هم تر کیمیاوی دواګانو ( چه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x