افغانستان

ناټو: یوالماني طالب جنګیالی په افغانستان کی ونیول شو

US_Army_David_Petraeus_Afghanistan_nato_A_543x275(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۲۴) کابل: ناټو خبرورکړی دی چي مغرب الاصله جنګیالی چي دجرمني تابعیت یی درلود په افغانستان کي ونیول شو، په کابل کی دناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر خبر خپور کړی دي چي نیول شوی جنګیالي له دي سره سره چي نوموړي په افغانستان کي دطالبانوسره په څنګ کی دنړیوالو ځواکونو په خلاف جنګیدي، له بهر څخه دنورو جنګیالیو دراوستلو چاري هم په غاړه لرلي.

نیول شوی جنګیالي چي نوم یی نده مالوم درواني میاشتي پراتمه ینټه په زابل کی دنړیوالو ځواکونو له لوري نیول شوی وو، نړیوالو سوله ساتو ځواکونو زیاته کړه چي نوموړي له نیول کیدو څخه وروسته له جرمني څخه وافغانستان ته دخپل سفر ټول تفصیلات بیان کړی دي.

نیول شوی جنګیالي دنورو هغه جنګیالانو په اړه هم مالومات ورکړی دي چي غواړي دنړي له ګوټ ګوټ څخه وپاکستان ته مخه کړي او په افغانستان کي دنړیوالو ځواکونو په خلاف دعملیاتو لپاره چمتو والی ونیسي، په افغانستان کي دناټو ځواکونو زیاته کړه چي درواني میاشتی په عملیاتو کي لس تنه بهرني جنګیالي وژل شوي هم وو، چی دهغوي له جیبونو څخه دفرانسي، سعوديه او پاکستان هیوادونو پاسپورټونه او شناخت پاڼي موندل شوی وي.

نیول شوي جنګیالي منله ده چي څه موده مخکي په ایران کي وو، او دسرښندونکو عملیاتو تکل یی کړی وو خو وروسته یی اراده بدله شوه ترڅو وکولای شي په نړیواله کچه دمخالیفینو په وړاندي وجنګیږي.

بخت الرحمن بخت…………………… نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x